عِشَق منصور کړم ماهم یارته غاړه ورسول
تر یار د مخه مي و دار ته غاړه ورسول
څوک چي زمونږ د مینی لاره وهي فکر دي کړي
هغه دي وي چاچي انګار ته غاړه ورسول
وګوره یاره پر سینه مي په شمار څو زخمه دي
که هار چا رانه کړو ما هار ته غاړه ورسول
ګلابه ستا تر خوشبو شونډو که ونه رسیدم
خو تر تا وړاندي می و خار ته غاړه ورسول
ګریوان یی ډک د تړمو اوښکو سو په لاره باندي
بوري مورکۍ د چا مزار ته غاړه ورسول
مونږ په خزان کي جوړ د وینو سره ګلونه کړله
مونږ په خزان کي و بهار ته غاړه ورسول
حنیفه ما د زمانې ټول عاشقان شاته کړل
چي پر سکروټو مي نګار ته غاړه ورسول
تر یار د مخه مي و دار ته غاړه ورسول
څوک چي زمونږ د مینی لاره وهي فکر دي کړي
هغه دي وي چاچي انګار ته غاړه ورسول
وګوره یاره پر سینه مي په شمار څو زخمه دي
که هار چا رانه کړو ما هار ته غاړه ورسول
ګلابه ستا تر خوشبو شونډو که ونه رسیدم
خو تر تا وړاندي می و خار ته غاړه ورسول
ګریوان یی ډک د تړمو اوښکو سو په لاره باندي
بوري مورکۍ د چا مزار ته غاړه ورسول
مونږ په خزان کي جوړ د وینو سره ګلونه کړله
مونږ په خزان کي و بهار ته غاړه ورسول
حنیفه ما د زمانې ټول عاشقان شاته کړل
چي پر سکروټو مي نګار ته غاړه ورسول