افغانستان د امپراطورانو هدیره!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
په يوه پېړۍ کې د درېوو امپراطوريو ماته!
که د افغانستان جغرافیوي موقعيت، تاريخي موقف او سياسي قدامت په غور وکتل شي نو له ډېرو يرغلونو سره د مخ کېدو علتونه يې ډېر ژر موندل کيږي.
دغه هېواد د موقعيت له مخې خورا مهم او ستراتيژيک اهميت لري، د اسيا په کچه اوږد تاريخ لري، غيور قومونه لري او په مختلفو وختونو کې يې په ډېرو سيمو واک چلولی او پخپله هم له ډېرو تاړاکونو او يرغلونو سره مخ شوی. چې تر ټولو مهم يې د شلمې پېړۍ له پيل راهيسې بيا تر نن پورې درې يرغلونه دي.
لومړی هغه يې د انګرېزانو يرغل دی چې د نولسمې پېړۍ له لومړي سره يې پيل کړی ؤ او د شلمې پېړۍ تر لومړي سره يې پر افغانستان درې يرغلونه کړي، دريم يرغل يې خورا مهم ؤ، ځکه چې له يوې خوا دافغانستان واکمن امير حبيب الله خان وفات شوی ؤ او زوی يې امان الله خان تازه واک ته رسېدلی ؤ چې له دې امله د افغانستان زعامت له يوه ډول ګنګ حالت سره مخ ؤ، له بلې خوا د امير عبدالرحمن خان د غدر له امله له افغانستان څخه د ډيورنډ تړون په واسطه زیاتې سيمې بېلې شوې وې ځکه نو د انګرېزانو په وړاندې د افغانستان سرحداتو ته په راتګ کې هيڅ مانع نه ؤ.
انګرېزانو زرګونه لښکرې په ډاډه زړه راوستلې او په دريوو مهمو نقطو کې يې ځای پر ځای او د جګړې لپاره د تيارسۍ امر ورته وکړ، لومړۍ مهمه نقطه يې له ننګرهار سره د ډيورنډ پورې غاړې ته وه، چې د افغان مجاهدينو له لوري مات او تر جمرود پورې وځغلول شول، دويمه مهمه نقطه يې له پکتيا سره مخامخ د ډيورنډ پورې غاړې ته وه چې تر ټل پورې د مجاهدينو شديدو بريدونو په شا کړل او دريمه نقطه يې د سپين بولدک مخامخ د ډيورنډ پورې غاړه وه چې دلته هم مجاهدينو تر چمن پورې پسې واخيستل.
له نظامي اړخه په دغه جګړه کې که څه هم بری د افغانانو په برخه شو، خو په سياسي اړخ کې يې د امان الله خان پواسطه ټولې لاسته راوړنې له لاسه ورکړې، په درېواړو نقاطو کې چې افغان مجاهدينو پرمختګ کړی ؤ، د امان الله خان له لوري مفتوحه سيمې بېرته انګرېزانو ته وسپارل شوې.
کله چې په اروپا کې دوه سترې جګړې پېښې شوې او په دغو جګړو کې تر ټولو ستر رول برتانيا لوباوه، نو له دې امله يې له هند، پاکستان او نورو سيمو څخه پښې سپکې کړې چې له دسيسو او توطئو څخه يې د افغانستان په شمول ټوله سيمه پاکه شوه.
دا چې د برتانويانو له يرغلونو او دسيسو څخه افغانستان څو لسيزې په امن شوی ؤ، دا ځل د روسانو په سر کې د غرور څپې راغلې او د افغانستان د نيولو هوډ يې وکړ، د افغان کمونستي عناصرو په مرسته يې پر افغانستان يرغل وکړ او ميليونونه انسانان يې ووژل، سلګونه زره يې ورک کړل او لسګونه زره يې نور ژوندي تر خاورو لاندې کړل. خو د افغان ملت قهرمانيو، سرښیندنو او مبارزو روسان هم تېښتې ته اړ کړل او بلاخره له افغانستان څخه په تېښته وتښتېدل او په کابل کې يې خپل اجير ډاکټر نجيب يوازې پرېښود.
د يادونې وړ ده چې د افغان مجاهدينو له بريا وروسته زاړه کمونستان راپاڅېدل او د مجاهدينو له لوري يې له عفوې سوء استفاده وکړه، له ځانونو يې پاټکيان جوړ کړل او د ميليونونه شهيدانو، زخميانو، کونډو او يتيمانو ارمان چې د اسلامي نظام نفاذ ؤ، له خاورو سره خاورې کړ او په هېواد کې يې د ملوک الطوائفۍ او پاټکسالارۍ نوی وحشت پيل کړ، د هېواد لر او بر يې په سر واخيست.
دا ځل مو هم په سياسي لحاظ افغانستان د يوه سالم او مسلمان زعامت څښتن نشو، بلکې له تجزيې سره مخ شو.
خو د دوو انقلابونو د ثمرو ضائع کېدو د هېواد ديني قشر دا ځل د فکر کولو او انتظار کښېناستلو پر ځای جدي اقدام ته اړ کړل، چې له امله يې عمر ثالث حضرت امیر المؤمنین مرحوم لوی ملاصاحب رحمه الله تر خپلې مشرۍ لاندې د طالبانو اسلامي تحریک پيل کړ، له هېواده يې د پاټکيانو ټغر ټول کړ او پنځه کاله يې اسلامي نظام قائم کړ.
دا چې تازه افغان ملت د جهاد ثمره تر لاسه کړې وه خو لنډ خورا لنډ مهاله وه، نو امريکايي يرغلګرو په مختلفو بهانو سره پرې يو داسې يرغل وکړ چې په تاریخ کې يې ساری نه ليدل کيږي، اسلامي نظام يې ړنګ او پر ځای يې اوسنۍ له هره اړخه نيمګړې کابل اداره ئی رامنځته کړه، د هېواد په مختلفو لويو ښارونو کې يې څو داسې نظامي اډې جوړې کړې چې د ورانولو يې هيڅ تصور نه کېده، بلکې ټولو اړخونو دا نظر درلود چې د افغانستان له لويو اډو څخه به امریکا د اسيا زياتره هېوادونه کنټرولوي.
خو دا دی سږ کال مخکې له دې چې يا رسمي تشريفات تر سره کړي او يا هم د خپلو افغان همسنګرو سره مشوره وکړي، دبګرام په څېر لوی بېس يې هم خالي کړ، په پټه توګه يې يوازې خپل سرونه ژوندي وېستلي.