چې اسلام او خپل هېواد باندې مین یو
موږ په دې خاطر د ټول جهان دښمن یو
د دنیا له رنګینیو بې پروا یو
د ایمان پر شتمنۍ باندې شتمن یو
د رحمان رسۍ مو ټینګه ده نیولې
دښمنان د هر مختوري اهرمن یو
د غلیم په ګوزارونو به مات نه شو
موږ د تورو تورو کاڼو د وطن یو
رقیبان یې دې په خلاصو غوږو واوري
خپلې ژمنې ته تر مرګه پورې ژمن یو
د هېواد په هر وګړي مو زړه سوزي
افغانان یو ټول اعضا د یو بدن یو
د ( عاکف امارتي ) غزل ته ګوره
داسې هر چا باندې ګران یو قدرمن یو
موږ په دې خاطر د ټول جهان دښمن یو
د دنیا له رنګینیو بې پروا یو
د ایمان پر شتمنۍ باندې شتمن یو
د رحمان رسۍ مو ټینګه ده نیولې
دښمنان د هر مختوري اهرمن یو
د غلیم په ګوزارونو به مات نه شو
موږ د تورو تورو کاڼو د وطن یو
رقیبان یې دې په خلاصو غوږو واوري
خپلې ژمنې ته تر مرګه پورې ژمن یو
د هېواد په هر وګړي مو زړه سوزي
افغانان یو ټول اعضا د یو بدن یو
د ( عاکف امارتي ) غزل ته ګوره
داسې هر چا باندې ګران یو قدرمن یو