مسرورغزنوي
دزړه له کوره دي جانانه بیلولای نشم
راته یادیږې همیشه تاهیرولای نــــشم
خواږه وختونه اوخواږه ملګري لاړل ټوله
دبیلتانه په غیږکي وخت نورتیرولای نشم
ګرم محفل وي دیارانوشورماشوروي پکي
غلی یم ناست دزړه له درده غږیدلای نشم
تادجنت رنګینو حورو لره غیږ ورکړي
زه دي تنهاکړمه اشناغم دي زغملای نشم
دیوسفي حسن څښتنه دزړګي درمله
درپسي ړوندشومه جانانه څه لیدلای نشم
مسروره زه دچا دیاد مستو څپو یم وړی
ځانګم ړنګیږمه په لاره باندي تللای نشم
دزړه له کوره دي جانانه بیلولای نشم
راته یادیږې همیشه تاهیرولای نــــشم
خواږه وختونه اوخواږه ملګري لاړل ټوله
دبیلتانه په غیږکي وخت نورتیرولای نشم
ګرم محفل وي دیارانوشورماشوروي پکي
غلی یم ناست دزړه له درده غږیدلای نشم
تادجنت رنګینو حورو لره غیږ ورکړي
زه دي تنهاکړمه اشناغم دي زغملای نشم
دیوسفي حسن څښتنه دزړګي درمله
درپسي ړوندشومه جانانه څه لیدلای نشم
مسروره زه دچا دیاد مستو څپو یم وړی
ځانګم ړنګیږمه په لاره باندي تللای نشم