غزل
دا چي لاره باندي زانګم په زړه مات یم
محــروم شــوی د جانان له ملاقات یم
په زړګي مي دبیلتون اورونه بل دي
صرف په نوم باندي ژوندی یم نور وفات یم
د یوچا د احسان ډیر یم پوره وړی
برخمن چې یې د حُسن له زکات یم
موده کیږي انتظار لاره کي پروت یم
ارمانجن ستا د دیدن دروژه مات یم
چا و زړه ته کړم نیږدي اوچا پردی کړم
چاته تریخ لکه زقوم اوچا ته شات یم
دیار یاد راسره مل وي توره شپه وي
رنځور شوی په زړګي مسروره! زیات یم
مسرور غزنوي
دا چي لاره باندي زانګم په زړه مات یم
محــروم شــوی د جانان له ملاقات یم
په زړګي مي دبیلتون اورونه بل دي
صرف په نوم باندي ژوندی یم نور وفات یم
د یوچا د احسان ډیر یم پوره وړی
برخمن چې یې د حُسن له زکات یم
موده کیږي انتظار لاره کي پروت یم
ارمانجن ستا د دیدن دروژه مات یم
چا و زړه ته کړم نیږدي اوچا پردی کړم
چاته تریخ لکه زقوم اوچا ته شات یم
دیار یاد راسره مل وي توره شپه وي
رنځور شوی په زړګي مسروره! زیات یم
مسرور غزنوي