شاعر مستغفر ګربز


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


دلته به ستاسو لپاره خوندور شعرونه تبصرې مکالې او داسې نور هر اړخیز معلومات نشریږې
هیله کوم چینل درسره جوین او شير کړئ !!!

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter




د مـټـو زور تـه دې نـړئ طالـبـه
درسته حیرانه ده بلا دې واخلم

مستغفر ګربز
ــــــــــــــــــــــ


د یو شمیر بندیانو د آزادی په اړه د اسلامي امارت اعلامیه
څنګه چې د اسلامي امارت د دریو تنو مجاهدینو محترم انس حقاني، محترم حاجي مالي خان او محترم حافظ عبدالرشید د آزادیدو په اړه مثبت اقدام شوی، موږ یې هر کلی کوو.
همداراز، د اسلامي امارت له لوري د دوو تنو پروفیسورانو ( کیون کینګ امریکايي او تیموتی ویکس استرالیايي) او لسو تنو افغان عسکرو د خلاصون پروسه په کامیابۍ سره تکمیل شوه.
دا ټولې کړنې د ښه نیت او اعتماد جوړونې لپاره ښه پرمختګ دی چې د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي.
د یادونې وړ ده چې موږ د قطر د دولت د محترم امیر او د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت او نورو چارواکو څخه چې په دې پروسه کې یې له پيل څخه پرله پسې هلې ځلې کړی او لازم تسهیلات یې برابر کړی دي، د زړه له کومې مننه کوو.
د افغانستان اسلامي امارت
۲۲/۱۱/۱۴۴۱هـ ق
۲۸/۸/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/11/19م


اواز ـ قاري منصور غزنوي
شاعر ـ مستغفر ګربز




د يو چا د ځوانيمرګو يادو ښکار یم
کنه زه وم داسـې چیـرتـه لکه اوس

مستغفر ګربز
ـــــــــــــــــــــ


مجبور يم
ــــــــــــــــ

هـيـر مـې نـه یـې ‘ راتـه یـاد یې خو مجبور یم
اوس مې هم په زړه کې ښاد يې خو مجبور يم

لـرې نــه یــې ‘ خـو خــالات بـیـخــي نـازک دي
پـه داخـل کــــې د هـیــــواد يې خو مجبور يـم

داسـې مـه وایـه چـې څـومــره درتـه ګـران يم
تـه زمـا د عـشــق ايــجــــاد یې خو مـجبور يم

تـه مـې ستـرګـې ‘ ته مـې زړه ‘ ته مې ليمه یې
تـه مـې درد ‘ تـه مـې فـريـاد یې خو مجبور یم

مسـتـغـفـر ګـربـزه “ لــنــډه بــه یــــې وايـــــم
د بـاقـي ژونـد مــې مـــراد یـې خـو مجبور يم

مستغفر ګربز
ــــــــــــــــــــــــ
2019/11/19
ــــــــــــــــــــــــ






د وجـود غـــړي مــې ټــول پـه راپـيـدو شـي
چې دې نوم واخلې اشنا څوک په حجزه کې

مستغفر ګربز


اې د لـيـونـتـوب حد تـه مـې وګوره
نيمه شپه نارې وَهم چې چیرته یې

مستغفر ګربز
ــــــــــــــــــــ


د ژوند خوږه مې د بيلتون په زهرو
لـړلـي شــوي دي بـې خـونــده يـمـه

مستغفر ګربز
ــــــــــــــــــــ


لـه مـودو مـودو د ورک لالـي لـه غمه
په زړه بار وړم انديښنې درانې درانې

مستغفر ګربز
ــــــــــــــــــــ


غازيانو ورونو
ـــــــــــــــــــــ

ارام ته مه پريږدئ دوښمن مـو طالبانـو وروڼو
اې د اســلام مـخـافـظـيــنــو فـيدايانـو وروڼو

وکـرئ پـل پـه پـل لـمـبـې ورته بـلا مـو واخلم
کاسـه د کـبـر یې نسکـور کـړئ غـازيانـو وروڼو

د اشغـال فکـر يـې سـم اوباسئ له پوچو مغزو
تر لاس مو زار شم سرښيندونکيو اتلانو وروڼو

وربـانـدې وکـانـدئ کـاري او تـنـدریز بـريـدونه
د پـلادي هــوډ څـښتــنـانــو سـربـازانـو وروڼو

پـور د شهيدو نازوليـو يو پر دوه ترې واخلئ
دانتقام جزبې مو مړې مه شه ځوانانو وروڼو

د مستغفر ګربز دسترګو تور د زړه قرار یاست
اوسئ پـه هـر ډګـر کـمـیـابـه چریکیانو وروڼو

مستغفر ګربز
ــــــــــــــــــــ


#ضروري خبر تیا

محترمو ترانه خوانانو وروڼو لږ صبر او ګزاره په کار ده
هرخت له احتیاطه کار اخلئ له تلوار او بیړې کار مه اخلئ ځکه داسې کړنې کله کله دګټې په ځای د نقصان او ضرر سبب جوړیږ ي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بل زما په نوم واټساپ ګرو پونه او تیلیګرام چینلونه فسبوک ایډیګانې یا فسبوک پاڼې هیڅکله مه جوړوئ زما اجازه نشته درته
ماته منسوب نشراتي وسایل چې زما له دې تیلیګرام چینل او یا دغه فیسبوک پاڼې

( https://www.facebook.com/faqir.me/ )

څخه نه وی تایید شوي او اعلان شوي ټول په دروغه زما له نومه غیر قانوني استفاده کوي هیڅ باور اویقین ورباندې ونه کړئ زه ورسره موافق نه یم .
او دې خد سرو کسانو ته زه وایم چې هیڅکله زما بې اجازې زما په نوم ای ډي يانې مه جوړوئ او زما په نوم نشرات مه کوئ که داسې کسان ما اوپیزندل تر خپله وسه به قانوني چلن ورسره ور سره وشي.
والسلام
خادم الاسلام والمسلمین
ملا فقیر محمد درویش











20 last posts shown.

958

subscribers
Channel statistics