نصيحتونه او رښتينې کيسې


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


دين ښېګڼه او خير خواهي ده.
(الحديث)
https://t.me/Nasihatoona_kese4000

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


د څلورو اسرائيلي الوتکو رانسکورونکی څوک وو؟

د هغه اتل چې د اردني پيلوټانو د روزنې لپاره راغلی وو، چې ناڅاپه اسرائيلو هوايي بريدونه پيل کړل، په فوځي الوتکه کې سپور شو او په ۷۲ ساعتونو کې يې ۴ اسرائيلي الوتکې رانسکورې کړې.
د ياد اتل لنډه پېژندنه او د اتلوليو لنډيز يې
‏ د اتل زوکړه:
سيف الله اعظم په ۱۹۴۱ ز کال د بنګله ديش په بابنا کې زېږېدلی، کورنۍ يې پاکستان ته مهاجره شوه، نوموړی د پاکستان د هوايي ځواکونو په حربي پوهنتون کې شامل او لوړې زده کړې يې سرته ورسولې او يو نوموتی پيلوټ شو.
څه موده پس د امريکا اريزونا ايالت کې نظامي هوايي ايربېس ته نورو تدريبانو لپاره لاړ او د دورې له بشپړولو وروسته بيرته پاکستان ته لاړ.
اردن ته تګ
په ۱۹۶۶ ز کال کې د اردن د هوايي دفاعي ځواکونو د مشاور او هوايي ځواک د روزونکي په توګه اردن ته ولاړ يو کال وروسته په ۱۹۶۷ کال کې له اسرائيلي هوايي ځواک سره مخ شو، د اسرائيلو نظامي الوتکو چې د مصر هوايي ځواک د مصر په هوايي قرارګاه کې بمبار او له منځه يووړ او د اردن د سترې نظامي اډې المفرق پر لور روانې شوې، د اردن د هوايي ځواک الوتکې يې هم بمبار کړې چې سيف الله ورپسې جنګي الوتکې راپورته کړې.
انتقام
د غاصبو اسرائيلو له ناڅاپي بريدونو وروسته اردني هوايي دفاع ځواکونه دوهم احتمالي بريد دفاع ته تيارسی شول چې روزونکی سيف الله يې په سر کې وو.
کله چې د اسرائيلو دوه جنګي الوتکې د اردن فضا ته ننوتې سيف الله او ملګرو يې الوتکې ورپسې پورته کړې او دواړه جنګي الوتکې يې له منځه يوړې او له ملګرو سره يوځای روغ رمټ راستون شو
عراق ته تګ
کله چې اسرائيلي ځواکونو د اردن د‌ هوايي ځواک ډيری الوتکې له منځه يوړې سمدستي عراق ته ولاړ او د عراقي هوايي ځواک په همکاري يې دوه نورې اسرائيلي جنګي الوتکې راوپرزولې؛ په دې سره ښاغلی سيف الله د سيمې په کچه لومړنی او يوازنی پيلوټ شو چې په ۷۲ ساعتونو کې يې د اسراييلو ۴جنګي الوتکې رانسکورې کړې.
تقدير او تکريم يې
له ډيرو اسلامي هيوادونو څخه يې د ميړانې بيلابيل مډالونه او تمغې تر لاسه کړل او کله چې بيرته راستون شو د بنګله ديش په ملکي هوايي چلند اداره کې د منيجر په صفت وګومارل شو.
په ۲۰۰۰ ز کال کې يې نوم د نړۍ د ۲۲ برياليو جنګي پيلوټانو په ليست کې راغی چې ژوندي بازان ورته ويل کيدل.
دغه اتل د ۲۰۲۱ کال په جون مياشت کې د ۸۰ کلونو په عمر وفات شو.
رحمه الله تعالی

ژباړه او راټولونه: حمدالله فطرت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
قدرمنو دوستانو !!!
زمونږ صفحه فالو او شير کړئ؛ له خوندورو ديني نشرياتو نه مستفيد او له ثواب څخه برخه من شئ!!!
👇

https://twitter.com/Haqparast313313?t=XykPm1u_4EcDURnc6x5Dsg&s=35






‏دا د امریکا یوه پوځي الوتکه ده
چې بیه يې ۳۲ میلیونه ډالره ده !!!
دا پرون د یمن د اتلانو لخوا وویشتل شوه.


👇

https://twitter.com/Haqparast313313?t=XykPm1u_4EcDURnc6x5Dsg&s=35




د تاريخ له پاڼو

له صلاح الدین ایوبي رحمه الله نه چا پوښتنه وکړه:
اي ستر سپه سالاره کله دې هم ونه خندل، اخر ولې
نه خاندې؟
صلاح الدین ایوبي داسې ځواب ورکړ چې تر اوسه په تاریخ کې ثبت دی، نوموړي وویل:
څنګه وخاندم حال دا چې بیت المقدس تر اوسه
د یهودو په لاسونو کې دی.
رښتیا هم ایوبي رحمه الله تر هغه ونه خندل تر څو يې چې بیت المقدس فتحه نه کړ او بالآخره يې هغه وخت وخندل کله چې د مرګ پر بستر پروت وو او ویل
يې زه به خداي ته ډیر په جرئت سره ووایم چې ما بیت المقدس له یهودو ازاد کړی او راغلی یم.








دغه ادرس هم درسره تعقيب کړئ
او له نشریاتو يي خوند واخلئ !!!

👇👇👇👇👇


د دوو بنو خوندوره کیسه

یوه مېرمن وایي: بن مې له مېړه راباندې ګرانه وه! سره له دې چې هغه پر ما بن راغلې وه او په راتګ یې سخته خپه او غوسه شوې وم، خو بیا هم هغه زما نږدې ملګرې او لکه خور داسې شوه، ډېر ځله ما د هغې په حق کې غلطۍ کړې وې، هغه مې زورولې او کړولې وه، خو هغې هر ځل زه بښلې وم او زما پر تېروتنو یې سترګې پتې کړې وې؛ ځکه هغې غوښتل ژوند وکړي. اخیر زه هم راضي شوم، مال له یوې بلې مو خلاصون نشته، نو جوړه مې ورسره وکړه او سره ملګرې شوو.

مګر متاسفانه ما له هغې سره لا هیڅ ښېګڼه ونه کړه چې د سرطان کرغېړني ناروغۍ ونیولم (الله مو وساته) ، وزن مې ډېر کم شو او وېښتان مې ټول تویه شول! د مېړه مې نفرت رانه کیده، سخت بد چلند یې راسره شرو کړ، ان خبره دېته ورسیده چې د طلاق اراده یې وکړه ! او غوښتل یې په ډاګ مې وغورځوي! خو نادره دا رامنځته شوه چې بني مې په زغرده ورته وویل: که دېته دې د طلاق اراده کړې یي؛ اول ما طلاق کړه، زه له دې پرته ژوند نه شم کولی.

څلور پینځه کاله له هر شي عاجزه وم، هیڅ شی مې نه شوی کولی، هغې به مې ټول خدمت کوه ، په غېږ کې به یې ګرځولم، هیڅکله یې په تروش تندي هم نه دې راته کتلي، د کور ټول کارونه یې لا ځان ته په غاړه وو! هر وخت به یې ماته له ځانه ښه خوراک راکوه او همیشه به یې راته ویل: ان شاء الله روغه به شې، ډېره مه خپه کیږه.

خو د الله تعالی امر بل رقم و، داسې چې زموږ په ګومان کې هم نه و! زه له سرطانه روغه شوم! ناڅاپه د الله فیصله وشوه ، خپل امانت یې واخیست او هغه وفات شوه! د هغې وفات زما د ژوند تر ټولو سخت خبر و! له خپلې مور نه په هغې زیاته خپه شوم، څو میاشتې مې پر هغې وژړل ، کله مې چې د پلار میراث ترلاسه کړ! اکثره مې هغې پسې خیرات کړ او تر مرګه به یې یادوم. ځکه هغه پر ما زما له کورنۍ، مېړه او لوڼو زیاته مهربانه وه.

پایله:
کوم انسان مو چې په ژوند درشریک شي ؛ دا شراکت یې د الله تعالی له پرېکړي سره سم یي؛ بناءً هغه په ورین تندي ومنئ او د الله د امر تابع واوسي ، #زموږ_ټولنه کې د بنو ستونزه لوی عذاب ګرځیدلی، په دې کې لکه څومره چې د نارینه د ناسم او غیر شرعي چلند برخه یي؛ دومره جنجال د بنو یوه بله نه منلو هم رامنځته کړی یي.

Hamid Afghan




د حماسو جرس او شهيد بلبل

څوارلس کاله وړاندې په همدې ورځ د پاکستان د ناپاکو او مرتدو فوځیانو لۀ خوا د پېښور په شمشتو کمپ کې زمونږ کمکی ورور د حماسو جرس او د ترنم بلبل (انعام الله انعام) په شهادت ورسېد.

شهید انعام الله انعام لا تنکی ماشوم و چې حماسي او جهادي ترانو ویلو ته یې مخه کړه، سترو سترو ديني جلسو او محفلونو ته به د نعت خوانۍ او ترانو زمزمه کولو له پاره دعوت کېدۀ، تقريبا تر شلو (۲۰) پورې یې د نعتونو او حماسي ترانو کېسټې ثبت کړي او د مشهورو کیسټ خانو لخوا نشر شوی دي.

د شعرونو، ترانو په انتخاب کې، د کمپوزونو او طرزونو په جوړولو کې ډېره مرسته ورسره د مولوي رضوان الله فیضاني وه.

د هېواد د ډېرو مشهورو او پياوړو شاعرانو شعرونه یې زمزمه کړي دي، چې په هغو کې ځيني اوس شهیدان دي، لکه شهيد مولوي سمیع الله ایوبي، شهيد مولوي سیدولي سنګري، شهيد قاري سردارمحمد صادق مل، متعال رب دې د هغوی شهادتونه قبول کړي او ځيني نور لا ژوندي دي، الله ﷻ دې د ژونديو په عمرونو کې برکتونه واچوي.

شهید انعام الله انعام ډېر متدبر، متواضع، د ښو اخلاقو څښتن، مينه ناک او دروند انسان و، الله تعالی ډېر لوړ استعداد ورکړی و، تر اتم (۸) ټولګي پورې یې مکتب ویلی و، په څنګ کې یې ورسره د انګلیسي ژبې ځيني کورسونه هم ویلي و، تر ډېره حده په کمپیوټر هم پوهېدۀ، په وروستيو کې مو په مدرسه کې شامل کړ، د اولې درجې کتابونه یې تر نيمایي پورې ويلي و چې يو ناڅاپه يې د ځوانۍ پر پسرلي د مرګ ناترسه خزان راغی او شهید شو، کتابونه یې نیمګړي پاتې شول.

(نحسبه کذالک والله حسيبه)

ليکوال : م عرفان الله عرفاني
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

https://twitter.com/Haqparast313313?t=XykPm1u_4EcDURnc6x5Dsg&s=35








فلسطينه

ميړانه او غيرت له مونږ نه تللی فلسطينه
د ډېرو له ذهنونو يې وتلی فلسطينه

په نوم مسلماني ده او بې روحه کالبوتونه
بس څه وکړو همت مو کوچېدلی فلسطينه

ذليلو يهوديانو سم قيامت پر تا جوړ کړی
د ننګ غيرت تاريخ مو نن بايللی فلسطينه

د وخت حکمرانان تش په نامه مسلمانان دي
ايمان يې په ډالرو نن پلورلی فلسطينه

کورونه، روغتونونه، مدرسې او مکتبونه
مسجد، محراب، منبر دې نړېدلی فلسطينه

هر ځوان دې قهرمان دی هر وګړی دې باتور دی
د سپر غوندې دښمن ته درېدلى فلسطينه

يوه جنازه نه ده په زرګونو جنازې دي
سپرلی د شهادت پر تا راغلى فلسطينه

درتلی نه شو کومک ته د درتلو لارې دي بندې
په غم دې (فيضاني) ډېر ژړېدلی فلسطينه

#ليکوال_م_رضوان_الله_فيضاني




عمر بن الخطاب رضي الله عنه چې ټپي شو مختلفو خلکو سره یې د نوي خلیفه ټاکلو باره کې خبرې کولې او مشورې به یې ورنه غوښتلې.
یو وخت یې مجلس کې ناستو خلکو ته وویل: ما ته به څوک نېک او تقوادار سړی راوښیي چې د خلافت چارې وروسپارم؟
مغیرة بن شعبة ورته وویل: امیرالمؤمنینه زه یې درښیم، عمر ورته وویل څوک دی؟ ده ورته وویل: عبد الله بن عمر (ستا زوی)، عمر رضي الله عنه ورته وویل: الله دې مړ کړه، په الله قسم کوم که دا خبره دې د الله لپاره کړې یي.
انساب الأشراف للبلاذري ٢٥٩/٢

یعني دا خبره مو د (چاپلوسي) په نیت وکړه، هغه داسې چې مغیرة غوښتل عمر خوشاله کړي، نو مشوره یې ورکړه چې خپل زوی عبد الله خپل ځای ناستی مقرر کړه، په دې سره به خ.لافت ستا به کورنۍ کې پاتې شي، خو د فاروق عمر په مخکې چاپلوسې نه چلیدله، نو ورته ویې ویل:
قاتلک الله، والله ما الله أردت بها.



20 last posts shown.

148

subscribers
Channel statistics