د عمر شپې!
هيڅ پوه نشوم د ګوتو په شمار شپې وې تېرېدې
ژوندون مې د دنیا يو څو شېبې وې تېرېدې
اوس دلته په لحد کې ګرفتار په خپل عمل يم
په ژوند کې که خوږې وې که ترخې وې تېرېدې
نه غم به ابدي وو، نه ښادي وه تل تر تله
غمجنې او خوشحالې مرحلې وې تېرېدې
نه « نن » مې « پرون » کيږي، نه مې لاره د خلاصون شته
پرون خو که زندان که زولنې وې تېرېدې
که درد وو که پرهر وو او که دار وو تېرېدل به
که بلې پر وجود به مې لمبې وې تېرېدې
ورځ مياشت شوه مياشت مې کال شو کال کلونه شول نظامه
د عمر شپې که لنډې که اوږدې وې تېرېدې
@nizamkandahari