رنګين مازديګرونه!
د دې ړنګ کلي چنارونه ترېنه چا وړي دي؟
يخې چينې او ګودرونه ترېنه چا وړي دي؟
چوپه چوپتيا ده لور په لور ماتې جنډې رپيږي
هغه رنګين مازديګرونه ترېنه چا وړي دي
هغه چې ښکاري د يو قبر سر ته ناسته مورکۍ
د پرهرين زړه ارمانونه ترېنه چا وړي دي
پاس په هوا کې اوس تاويږي شپه او ورځ جازونه
هغه د زاڼو قطارونه ترېنه چا وړي دي
مدرسه نشته سوي پاڼې ښکاري خاورو لاندي
ها سپين د علم مشالونه ترېنه چا وړي دي
اوس له سپېدو سره ها شور د آذانونو نشته
خدايه ها ښکلي جماتونه ترېنه چا وړي دي
ګرځي نظام په ورک جانان پسې کوڅه په کوڅه
خواږه د مينې ديدنونه ترېنه چا وړي دي
@nizamkandahari
د دې ړنګ کلي چنارونه ترېنه چا وړي دي؟
يخې چينې او ګودرونه ترېنه چا وړي دي؟
چوپه چوپتيا ده لور په لور ماتې جنډې رپيږي
هغه رنګين مازديګرونه ترېنه چا وړي دي
هغه چې ښکاري د يو قبر سر ته ناسته مورکۍ
د پرهرين زړه ارمانونه ترېنه چا وړي دي
پاس په هوا کې اوس تاويږي شپه او ورځ جازونه
هغه د زاڼو قطارونه ترېنه چا وړي دي
مدرسه نشته سوي پاڼې ښکاري خاورو لاندي
ها سپين د علم مشالونه ترېنه چا وړي دي
اوس له سپېدو سره ها شور د آذانونو نشته
خدايه ها ښکلي جماتونه ترېنه چا وړي دي
ګرځي نظام په ورک جانان پسې کوڅه په کوڅه
خواږه د مينې ديدنونه ترېنه چا وړي دي
@nizamkandahari