*بې مطلع غزل ! د شهید اشنا یادونه*
د مستغفر صاحب د شعر پر لیکه
یـاد تــه مې چې راشې وه زمــا شهید اشنا یـاره
زړه کې مې آهـــــونــــــه پــــرلـــه واړوم راواړم
انځور تـه په کتو مې بې اختیاره اوښکې ولاړې
زه دې انـــــځــــورونــــه پــــرلـــه واړوم راواړم
تا چې وې پرې ایښې راتـه هــغــه یادګاري تسبې
سـتـا هـا یـــادګـــارونـــه پــــرلـــه واړوم راواړم
قبر تــه دې ناست یــمــه شهیده طالب جـانـه زه
سپین سپین بيرغـــونـــه پــــرلـــه واړوم راواړم
هـجـر دې پــر زړه بانــدې داغلی یـــم شهیده زه
خپل مات ارمـــانـــونـــه پــــرلـــه واړوم راواړم
لیکمه *(نوري)* د خــوږ اشنا یــادونـه زړه کې تـل
ستا په یاد شـــعـــرونـــه پــــرلـــه واړوم راواړم
*عمر نوري*