سمي نهادونه ولري.
۳ ــ د کار او زده کړو زمینه سازي:
د پرله پسې اشغالو له امله مو سپیڅلی اسلامي فرهنک په غربي ګنده فرهنګ ملوث شوی، د ښځو حقوق، بشر حقوق او داسې نورو حقوقو د دفاع په نوم یې زموږ ټولنې او حتی زموږ کورنۍ متلاشي کړې، میرمنې د میړنو او میړونه له میرمنو، مور او پلار له اولاد او اولاد له مور او پلار لرې او جلا کړي، رښتينې خپلوۍ او دوستۍ نشته، په منفي مادي رقابتو کې یې ننویستلي، د باور فضا خړه پړه، د مېرمنو له زړونو او مخونو پړونی لرې شوی، د میرمنو او میړنو تر منځ صرف جنسي اړیکې تبادله کیږي، زمونږ ټولنې یې له اسلامي ټولنیز فرهنګ د غرب فردي فرهنګ ته کشولي.
د راتلونکي اسلامي حکومت دنده ده چې د ټولنې د هر قشر لپاره د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د کار او زده کړو زمینه سازي وکړي، مناسب او مصئون چاپیریال ورته ولري.
هره کورنۍ د يوې مؤسسې په شان ډیرو کړنو او څارنو ته اړه لري. د ښځینه فطري جوړښت د کور دننه خفیفه کړنو او د نارینه فطري جوړښت له کوره بهر ثقیله کړنو لپاره مساعدت لري، میرمنې د بچو راوړلو، روزلو، لویولو، پخلی، د کور پاکولو، څارلو او ورته نورو کړنو لپاره طبیعي استعداد لري، د مېرمنو ښکلا او نرم بدن د مېړونو د جذب او د ماشومانو د ښې روزنې لپاره خلق شوي، میرمنې د کور په سیوري او د کورنۍ خفیفه کړنو کې هغه طبیعي ښکلا هم له لاسه نه ورکوي او د مېړه سره د ښه او ډیر وخت تیرولو له امله د ماشومانو راوړل او په ښه روزنه لویول هم زیاتیږي او میرمنې د نارینه وو پرتله د ثقلیه کړنو لپاره کمزوري اندامونه او لږه انرژي لري، ښځې د کور دننه لا ښکلې او نارینه له کوره بهر کړنو کې لاپیاوړي کیږي.
که مېړه او مېرمن دواړه بهرنۍ کړنې تر سره کوي د نورو ماشومانو د زېږېدلو مخنيوی کیږي، میرمنی به د نورو نارینه وو او نارینه به د نورو میرمنو سره د ګل او بلبل اړیکې زیږوي او میرمنې به د خپلو معاشو په لرلو له میړونو خود کفا احساس کوي چې له امله به یې د بې باوریو او د شتمنیو لړۍ پرانستل شي، مور به بل میړه او میړه به بله ښځه کوي، که ماشومان لري د هغو برخه لیک به هم کرغېړن کله دلته او کله هلته، د کور دننه کړنو او ماشومانو لویونې او روزنې لپاره به نورو ته معاش ورکول کیږي، په دی واسطه به د کور دننه کړنې او د ماشومانو روزنه به څرنګه چې لازم وي پرمخ نه وړل کیږي.
په هر صورت، بیا هم هغه پیغلې یا میرمنې چې د کور د چارو او ماشومانو په روزنه سربېره د کار او زده کړو ترلاسه کولو سره مینه لري او ټولنه هم ورته اړه لري، اسلامي حکومت یې د کار او زده کړو مخه نه یواځې نه نیسي بلکه اسانتیاوې او برابر چاپیریال هم ورته برابروي، د کار او زده کړو لپاره مناسب چاپیریال چې د هغوی عزت پکې خوندي وي یعنې د کار او زده کړو چاپیریال کې یې ټولې ميرمنې وي لکه د نجونو ښوونځی، د نجونو پوهنځی، د مېرمنو او یا ماشومانو روغتونونه او داسې نور، مګر کار او زده کړې یې باید د مېړه او مور او پلار سره په تفاهم او اجازه ترسره شي.
راتلونکی اسلامي حکومت ورته د اسلام په رڼا کې منظمه پلان ګذاري او سرمایه ګذاري ولري.
۶ ــ د نشه يي توکو او فساد مخنیوی:
نړیوال استعمار د مظلوم بشریت د استثمارولو لپاره له انساني ټولنو د ځنګل، وحشت او زور ټولنه جوړه کړې زور یې قانون او په زور حکومت کوي، د ځنګل لیوانو په شان له هر ډول بدو کړنو او بدو وسیلو کار اخلي لکه زموږ هیواد یې د ممنوعه وسلو او بمونو لابراتوار جوړ کړی، د مور تر بمونو یې پکې وکارول چې افغانان به یې تر ډېرو پیړیو بیه پرې کوي، زموږ هیواد یې د نشه يي توکو د تولید، ترویج او قاچاق کې د نشه يي توکو لومړۍ درجه نړیوال مارکیټ جوړ کړ، د نشه يي توکو نړیوال مارکیټ نوي سلنه نشه يي توکي له افغانستان څخه تر لاسه کوي.
یو مقدار یې زموږ هیواد کې د خلکو د مقاومت کمولو لپاره کارول شوي چې څو ميليونه ځوانان نیم مړه او نیم ژوندي ګرځي او نورو هیوادو ته یې قاچاق د جنګ تاوان جبرانوي.
په هر صورت، راتلونکی اسلامي حکومت د نشه يي توکو د تولید، قاچاق، فساد او نورو ټولو رزیله کړنو د مخنيوي لپاره منظمه پلان ګذاري، بدیلې لارې، فعاله نهادونه، تفتیش او څارنه شتون ولري، د روږد شوو د بیا رغولو لپاره ځانګړي روغتونونه، مسلکي زده کړې او د کاریابۍ ادارې ولري.
۵ ــ د مهاجرینو راستنول:
د اشغال څلور لسیزو وحشت د هیواد پنځمه برخه افغانان لرې او نزدی هیوادو ته په هجرت کولو اړ کړل، راتلونکی اسلامي حکومت باید د نورو مهمو کړنو تر څنګ هیواد ته د هغو مهاجرینو د بیا راستنولو لپاره په بهر او کور دننه پرله پسې هلې ځلې پیل کړي چې مهاجرین دوباره خپل هیواد ته راستانه او د هغوی له زده کړو او انرژۍ څخه د هیواد بیا جوړونه کې ګټه واخستل شي.
۶ــ هیواد امنیت او بیا جوړونه:
د هیواد بیا جوړونې لپاره کانکریټي ودانۍ او قیر سرکونه نه بلکه د خپلواکۍ، الهي نظام، اسلامی قانون، امنیت، سوکال