*عراق* :
*د امریکایي ځواکونو حضور نور د منلو نه دی*
د عراقي پارلمان د امنیتي او دفاعي چارو کمیسیون وایي، له خپلې خاورې یې د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره عملي اقدامات پیل کړي دي. د یاد کمیسیون یو غړي علي الغانمي له بغداد الیوم سره په مرکه کې ویلي، له عراقه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه پر خپل ځای ده او دوی په دې اړه عملي اقدامات پیل کړي دي. هغه زیاته کړې، په عراق کې د امریکایي ځواکونو حضور نور د منلو وړ نه دی او روان میلادي کال به له دې هېواده د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو شاهدان اوسي. الغانمي ویلي، د پارلمان له پرېکړې وروسته په دې هېواد کې د امریکایي پوځیانو د حضور هیڅ اړتیا نه لیدل کېږي او دوی په دې اړه له امریکایي لوري څخه غوښتنه کړې ده چې هر څومره ژر پښې سپکې کړي. نوموړي زیاته کړې دوی هڅه کوي امریکایانو ته په سوله ییزه توګه د وتلو لار پیدا کړي او که داسې ونشي نو له نورو لارو چارو به ګټه واخلي.