عزم(سه شنبه، ۰۱سلواغه، ۱۳۹۸ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې په کابل کې د غلاوو، جنايي پېښو، وژنو او ناامنۍ باندې بحث کړی.
ورځپاڼې د تېرې ورځې پېښې ته په اشاره لیکلي، نامعلومه وسلهوالو د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل؛ خو امنیتي ادارو یوازې د خواخوږۍ اعلامیې خپرې کړې، خو نور یې هېڅ ونه کړل.
«په تېرو څو ورځو کې یوځل بیا په کابل کې پرله پسې جنايي پېښې شوې دي. غله لا هم خلک لوټي، موټرونه تښتوي او په یوه کم سارې پېښه کې نامعلومو وسله والو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي. دا پېښې له هغه وروسته کېږي چې کورنیو چارو وزارت د غلاوو د مخنیوي ادعاوې وکړې. دا سمه ده چې د غلا او لوټمارۍ له یوې پراخې فضا وروسته یو مثبت بدلون راغی، خو په سرعت کیسه بېرته پخواني حالت ته ګرځي. یوځل بیا غلاوې او شوکې پیل شوې او تازه پېښې شوې دي. پوښتنه دا ده چې د غلاوو، شوکو او جنايي پېښو په مخنیوي کې ولې اساسي ګامونه نه اخیستل کېږي؟»
د مسیر په باور، د کابل په غلاوو کې د امنیتي ادارو سربېره د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او آن د ارګ چارواکي هم شریک دي؛ ځکه د دوی پر ضد داسې ګام نه اخیستل کېږي، چې خلک له یوې مخې بېغمه شي.
«په کابل کې جنايي جرمونه، غلاوې او شوکې په منظم، پلان شوي او سیستماتیک ډول کېږي، چې پکې ځینې زورورې کړۍ او ان په حکومت کې دننه کړۍ دخیلې دي. کله کله د چارواکو له ویناوو ښکاري چې د دې کړیو رېښې تر ولسي او مشرانو جرګو رسېږي. په پولیسو کې دننه ځینې کړۍ هم له دې چارې سره تړلې ګڼل کېږي. په کابل کې او د کابل په څنډو کې ځینې زورواکي چې له سیاسي رهبرانو سره اړیکې لري او ډېری وخت ارګ هم ورسره د رایو لپاره په معامله کې وي، په دغو غلاوو او شوکو کې اساسي رول لري. د دې لپاره چې دا کړۍ حکومتي، سیاسي او وسله وال زور لري، نو ځکه یې پر وړاندې ګام اخیستل ستونزمن دي. په دې چاره کې سیاسي معاملې او جوړجاړی تر ګردو لوی خنډ دی؛ ځکه چې ډېری وخت حکومتي مشران نه غواړي چې سیاسي مشران خپه کړي او د هغوی د غلو او زورواکو پرضد ګامونه واخلي. آن کله کله دا کسان د سیمه ییزو پولیسو مشران اخلي او یا هم دا سیمه ییز پولیس د دوی په خوښه او رضا باندې ټاکي.»
مسیر لیکلي، په کابل کې چې کوم غله نیول شوي، واړه غله دي؛ خو د حکومت فېسبوک چلوونکي یې غټ غله ښيي او په داسې کارونو ځانونو ته کمپاینونه کوي.
«د غلاوو او شوکو پر ضد د حکومت وروستیو ګامونو ته په کتو ښکاري چې حکومت هم کوم اساسي ګام نه اخلي، یوازې ځینې نمایشي کارونه کوي چې د خلکو پوښتنو، غوښتنو او نیوکو ته ځواب ووايي. له بله اړخه حکومت او په حکومت کې اشخاص هم هڅه کوي چې د غلو پر ضد په نمایشي ګامونو سره ځان ته کمپاین وکړي. له همدې امله د غلو او جنایتکارانو پر ضد ګامونه خورا واړه او سرسري دي، خو د دوی مطبوعاتي ټیمونه او فېسبوک چلوونکي دا فعالیتونه لوی او بنسټیز ښکاره کوي. واقعیت دا دی چې د غلو او شوکمارو پر ضد اساسي ګام نه دی اخیستل شوی، نیول شوي کسان هم واړه غله دي چې یا له شبکو سره تړلي نه دي او یا یې هم نوی فعالیت پیل کړی دی.»
ورځپاڼې له حکومت غوښتي، چې د غلو پر وړاندې مبارزه رښتیني کړي او هغه مشران دې افشا کړي، چې له غلو سره اړیکې لري او یا یې ملاتړ کوي.
«که حکومت په رښتیا غواړي چې د غلو پر ضد ګام واخلي، دا چاره باید منظمه، پلان شوې او سیستماتیکه وي. لومړی باید یوه قوي اراده وي. دویم باید د غلو د سترو ملاتړو پر ضد ګام واخیستل شي او د غلو اصلي ځالې او مرکزونه ختم کړي. که حکومت پیدا کړي چې سیاسي مشران د دغو غلو ملاتړ کوي، باید مستند یې افشا کړي او پر ضد یې ګام واخیستل شي. دغه راز که په حکومت کې دننه او په ملي شورا کې ځینې کړۍ وي، باید ښکاره شي او پر وړاندې یې عملي ګامونه واخیستل شي.»
http://azamm.org/?p=64637