ولسمه برخه
د چهل زينو د غره پر لوړو اېښودل شوي لس توپونه يو په بل پسې وغړمبېدل. د دښمن په ليکه کتار توپونو کې دوړې پورته شوې.
له هاخوا هم د توپونو له خولو سپين لوګي را ووتل، ځينې ګولۍ د جنګي کلا پر دېوالونو ولګېدې، نورې تر کلا واوښتې، په ښار کې څو ځايه سرې لمبې را وګرځېدې…
توپونه غلي شول، د دښمن د خيمو تر مخ زرګونه سپاره ودرېدل. مخکې راغلل، بېرته ودرېدل. د لومړي لښکر تر شاپه لنډه فاصله کې بل لښکر ودرېد، دوهم لښکر لوی و.
ميرويس خان چيغه کړه!
_توپونه تيار کړئ!
د عباس قلي بېګ په مشری اووه زره کسيز لښکر حرکت وکړ، آسونه تېز شول، چيغې راتلې….
ميرويس نيکه وويل:
_اوس!
ځمکه ولړزېده، لس توپونه په يو بل پسې تش شول. د جنګي کلا د دېوالونو پر سر ايښي توپونه هم ودربېدل. د عباس قلي په لښکر کې سرې لمبې را وګرځېدې، دوړې پورته شوې… آسونه ولوېدل، له درده ډکې تېرې چيغې اورېدل کېدې، خو لښکر ونه درېد، هماغسې مخکې روان و.
شېبه وروسته له دواړو خواوو زرګونه ټوپکې تشې شوې…د جنګي کلا له دېوالونو ګڼ جنګيالي ولوېدل.
د خسرو خان تر قوماندې لاندې لس زره کسان هم د کلا تر دېوالونو ور ورسېدل.
د توپونو او ټوپکو له خولو اورونه بادېدل، ښار د ښځو او ماشومان له چيغو ډک وو.
ميرويس نيکه چيغه کړه!
_د بهادر خان د حملې وار دی!هيندارې تيارې کړئ!
څو لويو آينو ته د مازديګرني لمر ژېړې وړانګې سيخې شوې.
ناڅاپه د قيتول د کلا عمومي دروازه خلاصه شوه، د بهادر خان تر مشرۍ لاندې څلور زره جنګيالي له کلا را ووتل، د خسرو خان پر لښکر ورغلل…څلور زره ټوپکې يو ځای تشې شوې، د خسرو خان په سلګونو جنګيالي ولوېدل. د خسرو خان لښکر شاته لاړ، د عباس قلي او خسرو خان د لښکرو تر مينځ فاصله ډېره شوه.
له کلاوو، کورونو، ونو، کوڅو… ډزې کېدې، د حسن قلي جنګيالي يو په بل پسې لوېدل….
د دښمن په لښکر کې وېره او وحشت ګډ شو، د شاته تګ نارې پورته شوې. ماښام په خپلو خيمو کې ول.
خسروخان په غوسه ښکارېده، ده په لومړۍ حمله کې يو نيم زر تلفات درلودل.
په يوه مياشت کې يې پر ښار درې نورې حملې هم وکړې، خو له تلفاتو پرته يې کومه ګټه ونه ليده، دا ځل د جنګي کلا تر څنډو پورې هم ونه رسېد.
خسرو خان وپوهېد چې د ښار نيول اسانه خبره نه ده، ده يو بل فکر وکړ، خپلو قوماندانانو ته يې امر وکړ چې د ښار د محاصرې تياری ونيسي.
ده د ښار په محاصره کې برياليتوب ليد.
خپلو قوماندانانو ته يې وويل:
_د ښار اوسيدونکې بله لاره نه لري. درې، څلور مياشتې وروسته به يا له لوږې مري، يا به تسليمېږي.
* * *
ميرويس نيکه له اوله پوهېده چې ښار تر محاصرې لاندې راځي، ده خپل قوماندان را وغوښتل، اوږدې محاصرې ته د تياري په اړه وغږېدل، ويې ويل چې د دوو کلونو له پاره خواړه لري، خو بيا دې هم له خوراکي موادو سره احتياط کوي.
وروسته يې وويل چې د ښار د باندې هم بايد يو څوک ولرو چې د قبيلو له مشرانو سره خبرې وکړي، لښکر جوړ کړي او راتلونکي ته تياری ولري. ده دا مسووليت سيدال خان ته ور وسپاره، خو سيدال خان او نورو قوماندانانو وويل چې د دې کار له پاره تر ټولو ميرويس نيکه ښه دی، دی د قبيلو له مشرانو سره په ژبه پوهېږي، له ټولو قومونوسره نېک راوبط لري، باوري کس دی او ډېر خلک پرې را ټولېدای شي.
ميرويس نيکه نه منله، ويل يې چې خپل اولس يواځې نه شي پرېښودلای، خو د نورو ټينګار دې ته اړ کړ چې د هغوی خبره ومني.
قوماندانانو وويل چې دا محاصره اوږده ده، ميرويس نيکه دې خپله کورنۍ هم له ښاره وباسي، خو ميرويس نيکه وويل چې ټول ښار د ده کورنۍ ده. که ښار مرې که پايي، د ده کورنۍ به هم ورسره وي.
ميرويس نيکه په دوهمه ورځ يواځې له سلو جنګياليو سره له ښاره ووت.
يوه اوونۍ وروسته تر ټول ښار پردي عسکر راوګرځېدل،خسرو خان خپلو جنګياليو ته امر وکړ چې د هوا مرغان به هم ښار ته له ننوتو او راوتو راګرځوئ!
ميرويس نيکه لومړی کلات ته لاړ، له مختلفو قومونو سره وغږېد، ټولو د مرستې ژمنه ورکړه. مياشت وروسته يې د چمن او بوري خواته حرکت وکړ، له بلوڅو، کاکړو او د نورو قومونو له مشرانو سره يې خبرې وکړې، بيا د ابداليو ځينو پاتې مشرانو ته ورغی، ټولو قبيلو د خپل ګډ کور د خلاصون له پاره د مرستې ټټرونه ووهل.
ميرويس نېکه له مختلفو قومونو درې زره جنګيالي برابر کړل، مانجې ته لاړ، همالته يې واړول، کله کله به له ښاره د کوترو په واسطه پيغامونه ور ته را رسېدل. تر دې دمه د ټولو قوماندانانو روحيه قوي وه.
محاصره اوږده شوه، کله کله به دواړو غاړو ته توپونه وغړمبېدل، خو د خسرو خان لښکر له خپلو مورچو مخکې نه ورتلل.
د مني په يوه سړه شپه کې د سيدال خان زر تکړه سپاره له ښاره راووتل، د ښار په لويديځه برخه کې يې د خسرو خان پر عسکرو يرغل ور ووړ، خو ګټه يې ونه کړه، له راغلو زرو جنګياليو ايله څلورو سوو کسانو بېرته روغي پښې يووړې.
ميرويس نيکه يو کوچينۍ کاغذ د کوترې پر پښه ور وتاړه، سيدا