څلورو زرو جنګياليو سره له ښاره ووت.
ماخستن ټول ښار د ډولونو غږ پر سر واخيست. هر توپ پر دو قوي آسانو پسې وتړل شو. د توپونو د ارابو غنجا د ډولونو په غږ کې ورکه وه.
تر نيمې شپې له ښاره پنځوس توپونه ووتل او په داسې کنډوالو او هوارو ځايونو کې ودرول شول چې ګولۍ يې د خسروخان سلګونو خيمو ته ور رسېدای شوای.
له هرې کلا په زرګونو جنګيالي را ووتل، تر سپيدو مخکې د جنګي کلا تر مخ اته زره آسونه ولاړ ول. چوپه چوپتيا وه، په اتو زرو جنګياليو کې ټوخی هم نه اورېدل کېده، کله کله به يو _نيم ځای اغوستې زرې وشرنګېدې.
له اوږدې چوپتيا وروسته ميرويس نيکه وويل:
_اوس يې وخت دی.
د جنګي کلا په يوه برج کې مشعل بل شو، ناڅاپه د پنځوسو توپونو له خولو سرې لمبې را ووتې، ځمکه ولړزېده، د خسرو خان په ويده لښکر کې اورونه بل شول.
ميرويس خان خپل آس ته پونده ورکړه، زوروره چېغه يې له خولې راووته!
_حمله!
اتو زرو آسونو مخامخ منډه واخيسته، تر خپلو توپونو تېر شول، له مقابل لورې يواځې د توپونو دوې ګولۍ راغلې، د عزيز خان نورزي څلورو زرو جنګياليو د دښمن توپچيان سر پورته کولو ته نه پرېښودل.
له رڼا سره تن په تن جګړه ونښته. چيغې وې، تورې شرنګېدې…وينو دارې وهلې….
د خسرو خان د جنګياليو تلفات ډېر و، دې ناڅاپي حملې خوبولو وارخطا عسکرو ته دومره وخت نه و ورکړي چې ان خپلې زرې واغوندي. توپچيان يې هم توپونو ته نه شوای ور ولاړېدای.
لمر را وخوت، له مړو دوړو چيغې او د تورو شرنګا راتله….
خسرو خان پر آس سپور و، دی زړور جنګېده.
ميرويس نيکه ځان ور ورساوه، د دواړو تورې سره وجنګېدې، تر مينځ يې يو سپور تېر شو، خسرو خان توپانچه را وايسته، يو غشۍ د ميرويس خان د آس تر غاړې ووت،خسرو خان ماشه کش کړه، آس ولوېد، ګولۍ تشه تېره شوه.
ميرويس خان ټوپک ته ور وښويېد، تش و. خسرو خان ته يې وکتل، توره يې په لاس کې وه، په تيزی سره راته. ميرويس خان شاوخوا وکتل، هېڅ هم نه و. خسرو خان ته يې سترګې ور واړولې، په خاورو کې پروت و، نېزه يې تر زړه ختلې وه.
د دښمن په لښکر کې وارخطا چيغې پورته شوې:
_خسرو خان يې وواژه! خسروخان يې وواژه، خسرو….
د دښمن په لښکر کې ماته ګډه شوه، پلو او سپرو منډې وهلې…
شېبه وروسته ټوله دښته د انسانانو او آسونو جسدونو نيولې وه. د اورو لمبې لا نه وې ناستې. ځای ځای تور لوګي پورته کېدل.
د خسرو خان نيمايي عسکر وژل شوي وو. نور د هرات خواته په تېښته بريالي شول.
* * *
غمونه هېر شول، خلکو له سلو کلنو وروسته د آزادۍاحساس کاوه. ټول خوشاله ول. د ميرويس نيکه په امر جنګي کلاوي بېرته ورغول شوې، بازار او کورونه جوړ شول، په خلکو کې د خوشاله ژوند هيلې را وټوکېدې.
مېرويس نيکه شپه او ورځ کار کاوه، ټول پوځيان يې منظم کړل، پوځي چوکاټونه يې ورته جوړ کړل. د ده په لښکر کې له ټولو قومونو را ټول، شل زره منظم پوځيان موجود ول.
ده د هند مغولي حکومت ته خپل استازي ور ولېږل، له هغوی سره يې تجارتي روابط پياوړي کړل.
د خسرو خان له ماتې وروسته يو ځل بيا صفوي حکومت يو لښکر جوړ کړ او د رستم خان تر قوماندې لاندې يې حملې ته را ولېږه، خو د کندهار تر څنډو هم نه را ورسېدل. مات شول او صفوي حکومت بلې حملې ته زړه ښه نه کړ.
ميرويس نيکه شپه او ورځ د خپلو خلکو د هوساينې له پاره کار کاوه. سر دردي يې ډېره شوې وه، ډېر وخت به يې له پزې وينه راتله. طبيبانو داستراحت خبره ورته کوله، خو ميرويس نيکه به ټوله ورځ د خلکو ستونزو ته د حل لارې لټولې، تر نيمې شپې به د قومونو له مشرانو سره ناست و. ټول يې يووالي او اتفاق ته رابلل….
اخير ناروغۍ غلبه پرې وکړه، په دوه څلوېښت کلنۍ کې له پښو وغورځېد او په بستره کې پرېووت.
ښار له خواشينۍ ډک و، وړو _زړو ژړل، دوی د خپل مشر د روغتيا له پاره دعاوې کولې….
* * *
وړه مرغۍ په هوا کې وچوڼېده، وزرونه يې خلاص کړل، پر شنه پټي ور کښته شوه، دهقان کولبه وهله، د وني سيوري ته ناستې ځوانې ښځې ور غږ کړل:
_راځه! سا سمه که! نوين ( تازه ) کوچ مې له تاوده پاستي سره در ته راوړي دي.
مرغۍ پورته شوه، په دښته کې لوی تجارتي کاروان بې غمه روان و، يو مسلح کس هم نه ورسره ښکارېده.
مرغۍ د يوه ښار څنډو ته ورغله، څو ماشومانو په يوې سپينې جنت کوکۍ ( پتنګ ) پسې منډې وهلې… خندل يې، پايڅې يې ګڼو وښو شنې کړې وې….ور هاخوا څو پېغلو له روانو اوبو منګي ډکول…
مرغۍ د ښار پر سر تېره شوه، ښار ژوندی و، دوکانونه له مختلفو خوراکي موادو ډک ول.
د ډول غږ راغی، په يوه کور کې واده و، ګڼو ځوانانو د اتڼ ګرده داېره جوړه کړې وه.
مرغۍ پورته وخته، د اوو کلاوو پر دېوالونو منظم پوځيان ولاړ ول، خپلواک بيرغونه رپېدل…د توپونو خولې ټيټې وې.
مرغۍ لاره چپه کړه، تر کروندو تېره شوه، لنډه دښته يې په مخه ورکړه، د يوه قبر پر سر پر را شنه شوې ترخه کېناسته.
د قبر په مرمرينه شناخته ليکل شوي ول:
_د ستر غازي او خپل