شپاړلسمه برخه
ميرويس نيکه خپله کورنۍ راوسته او په يوه جنګي کلا کې يې واړول. ده د ښار اوسيدونکو ته وويل چې خسرو خان د ګرګين وراره دی او د خپل تره په انتقام پسې راوتلی. که ښار وساتئ، خسروخان ماتې خورې او که ښار پرېږدئ، بل ځای هم نه شی ترې خلاصېدی.
کډې ودرېدې، ځينې تللي کسان هم بېرته راغلل.
ميرويس نيکه ټولو نارينه وو ته امر وکړ چې د خپلو کورنيو ښځې، پيغلې او تنکي ځوانان په ټوپک وپوهوي او د ضرورت پر مهال دې له ځانه دفاع وکړي.
وروسته يې هرې کلا ته يو،يو قوماندان وټاکه، جنګي کلا يې سيدال خان ناصري ته ورسپارله، د نورو کلاوو مسووليت يې بابو جان، بهادر خان، ملا پيرمحمد مياجي، عزيزخان نورزی، نصروخان الکوزی،… او د نورو قوماندانانو پر غاړه ور واچاوه.
بيا يې له خپلو پنځلسو زرو جنګياليو څخه درې زره سپاره بېل کړل، د د دوی مشرې يې داوود خان هوتک ته ورکړه چې فراه، سيستان او ګلستان ته لاړ شي او له خلکو مرسته وغواړي.
په خپله له دوو زرو کسانو سره له ښاره ووت او د هلمند د بست کلا په زړو کنډوالو کې پټ شو.
* *
سپېدې چاودلې وې، خو لا هم پورته څو راڼه ستورې ځلېدل…. کله کله به يو آس وشڼېد، يو ټوخی به راغی، په غونډيو کې به يوه لېوه وانګولل…
داوود خان هوتک له خپل لښکر سره بېرته را روان و، په لښکر کې يې زر سپاره جنګيالي اضافه شوي ول، اوس يې شمېر څلورو زرو ته رسېده.
دوی د شګلنو غونډېو په پيڅکو کې روان ول. کله کله به يوه آس ټوډه ووهله، مخکينۍ پښې به يې تر زنګنو په شګو کې ننوتې.
هوا ولاړه وه، شګې پر خپلو ځايونو پرتې وې.
يو ناڅاپه څررر شو، د داوود خان هوتک يوه جنګيالې چيغه کړه، لاندې ولوېد.
مخامخ شګې باد شوې، له شګو په سلګونو کسان را ووتل، غشې وورېدې، د داوودخان څو سپاره يو په بل پسې ولوېدل.
داوود خان چيغه کړه!
_کمين دی!
آسونه وشڼېدل، د داوود خان جنګياليو خپلې ټوپکې تشې کړې، له شګو راوتلې څو جنګيالي يو په بل پسې ولوېدل.
داوود خان چيغه کړه!
_شاته وګرځئ!
د آسونو مخې را وګرځېدې، د داوود خان لښکر شاته لاړ. ليرې په دښته کې ودرېد، وارخطا جنګياليو مخامخ غونډيو ته کتل، هېڅ هم نه و.
داوود خان ناره کړه!
_تش شوي ټوپکونه ډک کړئ!
ټوپکونو ته باروت، چرې او پلتې ور ولوېدې.
واړه قوماندان راغلل، له داوود خان سره ودرېدل، ټولو مخامخ غونډيو ته کتل…ليرې د يوې غونډۍ پر سر يو تور ټکی ښکاره شو، ټکی ورو، ورو غټېده. د غونډۍ پر سر يو سپور ودرېد.
ورپسې پر يوه اوږده لکړه پېيلی بيرغ ښکاره شو، شېبه وروسته د غونډيو سرونو زرګونو سپرو واخيست.
داوود خان وويل:
_د خسرو خان لښکر دی.
غلی شو. ويې ويل:
_څه کوو؟
يوه قوماندان وويل:
_پرې ورځو!
بل په خبره کې ور ولوېد:
_نه، تباهي ده! ورته وګورئ!
ټولو غونډيو ته کتل، خړې غونډۍ تکې تورې ښکارېدلې.
داوود خان وويل:
_تاواني کېږو. څلور زره کسان له دېرشو زرو جنګياليو سره نه دې برابر.
د يوه قوماندان ټنډه تروه شوه:
_نو وتښتو؟!
داوود خان وويل:
_هو!
_خو دا بې غيرتي ده.
_خو زه په ځان وژنه کې غيرت نه وينم!
لښکر ته يې مخ ور واړاوه! چيغه يې کړه!
_شاته ګرځو!
قوماندانانو ته يې وکتل، ويې ويل:
_جګړه کوو، خو دلته نه! دا دښته مو په ګټه نه ده. موږ بايد د بست د کلا تر کنډوالو پورې ځانونه ورسوو.
غلی شو، ويې ويل:
_د خسرو خان له لښکره دومره فاصله ونيسئ چې د توپ ګولۍ مو ونه خوري.
يوه وويل:
_خو که هغوی راپسې را چټک شول، بيا؟
_په دې شګو کې آسونه دومره تېز نه شي تلای، بل دا چې خسرو خان په لسګونو درانه توپونه لري، سلکونه بګۍ يې له خوراکي او نورو موادو ډکې دې، تېز نه شي تلای!
_خو ټوله دښته شګه نه ده، که کلکې ته ورسېدو بيا؟
داوود خان وويل:
_بيا به يې هغه وخت ګورو، اوس حرکت کوو.
لښکر حرکت وکړ، دوی د خسرو خان له دېرشو زرو سپرو څخه په ګلالۍ فاصله کې مخکې روان ول.
دوه درې ځله توپونه وغړمبېدل، خو ګولۍ يې ليرې لګېدې.
غرمې ته شګې کمې شوې، پسته ځمکه ورو ورو کلکېدله….آسونه ګړندي شول، خو لا هم د دواړو لښکرو تر منځ ډېره فاصله پرته وه.
ماسپښين سپېره دوړه راغله. سترګې نه رڼې کېدې، خو د داوود خان جنګيالي ونه درېدل.
مازديګر دوړه کېناسته، د خسرو خان لښکر نه ښکارېده. آسونه ستړي ول، داوود خان له دمې پرته بله چاره نه ليده، خو خپلو دوو سپرو ته يې امر وکړ چې په چټکی سره د بست د کلا تر ګنډوالو لاړ شي او ميرويس نيکه ته احوال ور وړي چې د دښمن لوی لښکر در روان دی.
له تيارې سره ليرې په دښته کې سرې رڼاوې بلې شوې. د داوود خان جنګياليو حرکت وکړ، دوی تر هغو مخکې لاړل چې رڼاوې ورکې شوې.
د شپې يې په دښته کې واړول، پيرې ودرېدې، ستړي لښکر سترګې پټې کړې.
نيمه شپه يو پيره دار پر ځمکه پرېووت، پر سپېرو خاور يې غوږ و لګاوه، ځمکه نرۍ نرۍ دربېدله.
شېبه وروسته ټول لښکر ويښ شو، په شپه کې يې حرکت وکړ، سپېده چاود روانو اوب