پښتو شعرونه


Channel's geo and language: USA, Persian
Category: Books


دلته ستاسو لپاره شعرونه، لیکنې، لنډې کیسې، پندونه، ټپې او په زړه پورې معلومات د پښتو په خوږه ژبه خپرېږي ❤
هیله کوم د ملتيا تر څنګ مو له نورو ملګرو سره شریک کړئ🔝
🇦🇫
🔄 شخصی رابطه 🔄
@Safi_2002

Related channels  |  Similar channels

Channel's geo and language
USA, Persian
Category
Books
Statistics
Posts filter


#غزل

نشه دې نه کړمه ، کرار دې نه کړم
مينه دې ونه کړه دلدار دې نه کړم

د تورې شپې په توره غېږ کې پروت يم
روښانه لمر نه شوم ، سهار دې نه کړم

زما د زړه رباب دې ونه ټنګو
زه ياقربان او يکه زار دې نه کړم

په خيال و خواب کې ، له ما ورکه ياره !
د سرو ګلونو لالازار دې نه کړم

و زندګۍ ! ستا له بدرنګې حورې
مرور شوى يم ، ديدار دې نه کړم

شايد تر مېنځ مو فاصلې وې ډيرې
دا چې همدرد ، داچې غمخوار دې نه کړم

د محبت د خوشنما ښاپيرۍ
اشنا دې نه کړمه زه ، يار دې نه کړم

ساقي ! په مړو سترګو راوګوره لږ
په بوتلونو هم خمار دې نه کړم

ګلاب دې رانه_وړو نوفل ته د ناز
د اداګانو خريدار دې نه کړم




╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


ځینې مو هغه وخت بښي چې دا دونيا ورته پریږدې..!





╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:دمجلس(۱۷)نبوی سنتونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-بی ضرورته مجلس کې نه کیناستل.
(۲)-دګناه په مجلس کې نه کیناستل.

الله جل جلاله فرمائي:{ وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آَيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ}
الأنعام-۶۸

او کله چې تا وليدل هغه کسان چې باطل گپ شپ یی لګولو زمونږه په ایاتونو کې نو ته دهغې څخه اعراض وکړه،

الله جل جلاله فرمائي{إِذَا تَنَاجَيْتُمْ فَلَا تَتَنَاجَوْا بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ}المجادلة-۹

کله چې تاسو جرگی کوی نو په ګناه او زیاتی باندی جرگی مه کوی.

(۳)-په مجلس کې دالله ذکر کول.
(۴)-په مجلس کې په نبی علیه السلام درود ویل.

هیڅ يو قوم يو مجلس نه کوي چې په هغې کې دالله ذكر ونه کړی او په نبی علیه السلام درود ونه وائي مگر دغه مجلس به پدی باندی سبب دخفګان او پریشانی وي.الترمذی

(۵)-دمجلس نه د پاڅیدو په وخت کې دادعا ويل.

سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ،أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ.ابوداود

فائدة :که یو مجلس کي دګناه خبره شوی وی ددی په وجه هغه معاف كيږى او كه نيك مجلس وي نو په هغې دخير
مهرلگیری.

(۶)-په مجلس کې دا كلمات ډيره ويل.

رَبِّ اغْفِرْ لِي وَتُبْ عَلَىَّ، إِنَّكَ أَنتَ التَّوَّابُ الرَّحِیمُ.الترمذي

(۷)-دخوشحالی دخبر د اوریدلو په وخت کې سجدة الشكر کول.

نبی علیه السلام ته چی به کله دخوشحالی زیری راغی الله ته به یی دشکر سجده ولګوله.ابوداود

(۸)-دخوشحالی دخبری اوریدلو په وخت دادعا ویل.الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي بِنِعْمَتِهِ تَتِمُّ الصَّالِحَاتُ.ابن ماجه

(۹)-دخفگان دراتلو په وخت کې:الحَمْدُ لِلَّهِ عَلَى كُلِّ حَالٍ:ويل: ابن ماجة صححه الألباني في الصحيحة (٢٠٧٠)

(۱۰)-هغه څوك چه به مجلس ته راغی چې نبی عليه ته به یی نوم خوښ نه وه هغه به یی بدل کرو.

کله چی به نبی علیه السلام ته داسی سری راغلی چې دهغه به داسی نوم وو چی نبی علیه السلام ته به خوښ نه وو هغه به یی بدلو.اخرجه ابن مسند

(۱۱)-د جنابت په وخت د خوب کولو لپاره اودس کول.

کله چی به نبی صلی الله عليه واله وسلم اراده لرله چې ويده شي او هغه به جنب وو نو دلمونځ اودس پشان اودس به یی وکړو.ابوداود

(۱۲)-د دروغو سره بغض کول.

رسول الله صلى الله عليه واله وسلم ته په ټولو اخلاقو کې دروغ دیر مبغوض وو.شعب الایمان للبیهقی

(۱۳)-دپرنجي په وخت کې لاس یا کپړه په خوله کيښودل.
(۱۴)-دپرنجي په وخت کې اواز ښکته کول.

رسول الله صلى الله عليه واله وسلم چی کله به یی پرنجی کولو نو خپل لاس او یا کپره به یی په خپله خوله کیښودله او اواز به یی ښکته کولو.ابوداود

(۱۵)-پرنجي کونکى به الحمد لله وائى.
(۱۶)-اوریدونکی به ورته يرحمك الله وائى.
(۱۷)-پرنجی کونکی به ورته يهديكم الله ويصلح بالكم وائى.احمد صححه الالباني في الصحيحة

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۷)برخه نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ




هندارې
ته وګوره او ووایه ته او خدای ته دې هیریدلو یې؟


🥀🥹



╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:دڅښاک سنت(۱۶)سنتونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-دڅښاک په ابتداء کی بسم الله ویل.
(۲)-په ښي لاس څښاک کول.

مسلم روایت کری:كله چې يوتن څښاك كوي نو په ښي لاس دى څښاك وكړي.

(۳)-په ناسته باندی څښاک کول.

نبي صلى الله عليه واله وسلم ددى څخه منع کړی ده چې یو سری په ولاړه باندي څښاك وكړي،مسلم۲۰۲۴

(۴)-په (۳)دري ځلی سا اخیستلو باندی څښاک کول.

انس رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم به داوبو د څکلو په موقع دری کرتی دلوښی څخه بهر سا اخستله،البخاری ومسلم.

(۵)-دمشک دخولی څخه څښاک نه ځان ساتل.

بلکه په لوښي کي دمشك څخه اوبه اچول او بيا څكل

رسول الله صلى الله عليه واله وسلم دمشك دخولي څخه دڅښاك نه منعه کړی ده.البخاری

(۶)-دڅښاک څخه روسته الحمد لله ویل.پدی الله راضی کیږی.

(۷)-په لوښي کې دتنفس څخه ځان ساتل ځکه چی دا دحیواناتو عادت دی.

(۸)-په لوښي کې دپوکی څخه ځان ساتل.

رسول الله صلى الله عليه واله وسلم په لوښي کې تنفس کول ساه اخستلو او په لوښي کې دپوکي کولو څخه منع کریده.احمد صححه الألباني في الصحيح الجامع/٦٨٣١

(۹)-دپیالی یا جام دمات شوی ځای نه څښاک نه کول.

نبي صلى الله عليه واله وسلم منع فرمایلي دي دڅښاك کولو نه دکندو او کندم شوی ځای دپیالی او د جام څخه.ابوداود وصحیح الجامع

(۱۰)-دسرو زرو يا سپينو زرو په لوښي کې د څښاک کولو نه ځان ساتل.

د سرو زرو او سپینو زرو لوښو کې مه څښئ او مه خورئ،ځکه دا د هغوی (کافرانو) لپاره په دنیا کې دي، او زمونږ لپاره په آخرت کې دي.متفق علیه

(۱۱)-که چيرته لږ څښاک زيات شي او بل چاته یي ورکوي نو ښي طرف كې چې څوك دى هغه ته دی ورکری.

په صحیح حدیث کې راځي چې رسول الله ﷺ یو ځل اوبه وڅښلې، ښي طرف ته یو اعرابي (بدوي) ناست و او چپ طرف ته ابو بکر رضی الله عنه. حضرت عمر رضی الله عنه وویل:یا رسول الله! دا اوبه ابو بکر ته ورکړه ځکه چې هغه د مقام له نظره ډېر فضیلت لري.

خو رسول الله ﷺ وفرمایل:ښي طرف والا مستحق دی او اوبه یې اعرابي ته ورکړې.بخاری

(۱۲)-دزیات څښاک کولو څخه ځان ساتل.

مؤمن په يوه كولمه څښاك كوي او کافر په اووه کولمو څښاك كوي،مسلم

(۱۳)-داسراف څخه ځان ساتل.

الله جل جلاله فرمائی:{كُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا}خوراك او څښاك كوئ او اسراف مه کوی.

(۱۴)-دخوږ او یخ څښاک سره مینه کول.

كَانَ أَحَبُّ الشَّرَابِ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْحُلْوَ الْبَارِدَ.احمد صححه الألباني في صحيح الجامع / ٤٦٢٧/

نبی علیه السلام ته محبوب څښاک خوږ او يخ وو.

(۱۵)-ساقی به اخره کې څښاک کوي.

{ساقِي القَوْمِ آخِرُهُمْ شُرْبًا}ترمذي صححه الألباني في صحيح الجامع/ ٣٥٨٩/د قوم ساقی به اخره کي څښاك كوي

(۱۶)-دشیدو سکلو په وخت کې دادعاء ويل.{اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِيهِ وَزِدْنَا مِنْهُ}ابن السني/ ٤٧٤/الصحيحة/٢٣٢٠/

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۶)برخه نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ




الشوخي


اوس وخت کې ۱۲ او ۱۳ کلن هلک او انجلی په مینه پوهیږي، زه چې په دې عمر کې وم تور چای به یې راکړو ویل یې وچږه دا پیپیسي ده




╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


دا مستي د بنګو نده، دا د ګرمې وینې شور دی.

نا فـرمانه زنـدګي ده، د بـاغـي فیـصلو زور دی.!





╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


Forward from: 《♡ د مینے❤ ډیوہ ♡》
ملګرو د مینې ډیوه چینل ګروپ کې مشاعره په ژوندی بڼه پیل شوه راځې خپله ادبې تنده خړوبه کړی 🌸✨



@Da_Mina_Diwa1919


@Da_Mina_Diwa1919


مور ته به ادې وایی
خواښې ته به مورجانه وایی😶🤣
ډبلیوډبلیوډبلیو ډاټ چاپلوس ډات کام😶
#Khan_Safi


بل پرې مئين نه شي بدرنګه ښه ده
د هغې مخ باندې دانې زنده باد




╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


📌فَأَمَّا مَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ ۝ فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ ۝


هغه څوک چې (د نيک عمل) تله يې درنه وي. هغه به په ژوند کې یوه خوشحاله او رضایت بخښونکې ژوند ولري.
(قارعه آیت 6 او 7)




╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


چې مړ شم ما به يادوې او که نه
بيا به مې قبر ته راځې او که نه

په تورو خاور کې دفن به يمه
شناختې زما به ښکلوې او که نه

چې په مزار زما تېرېږې اشنا
ته به دعا راته کوې او که نه

مثال که زه نه يم خبره کوم
داسې به سترګې توروې او که نه

وګوره څنګه مې له زړه وويستې
شيرينه ياره اوس منې او که نه

چې زړه دې راکړلو عادله بس دى
د زړګي حال کې راکوې او که نه

هدایت الله عادل


╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •
@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


Forward from: رنا
د_سلفو_صالحینو_حالات_په_مبارکه_روژه_کې.pdf
3.8Mb
بسم الله الرحمن الرحیم

دکتاب نوم"په مبارکه روژه کې د سلفو صالحینو حالات"

یوه ارزښتناکه تحفه د هغو کسانو لپاره چې غواړي له روژې څخه ګټه واخلي.

وصلى الله على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.

لیکوال:شاکر الذهبی
ژباره:محمدرضاصافی


د افغانستان ملي سرود. 🇦🇫🫡


#وطن




╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


دیر ژر به یی PDF فایل نشر شی

کتاب نوم"په مبارکه روژه کې د سلفو صالحینو حالات"

یوه ارزښتناکه تحفه د هغو کسانو لپاره چې غواړي له روژې څخه ګټه واخلي.

لیکوال:شاکر الذهبی
ژباره:محمدرضاصافی

مهربانی وکره د (رنا) چینل جوین کری @Rana_Islami


الْفِراقُ أَشَدُّ مِنَ الْمَوتِ
ژباړه : جدایي د مرګ نه هم سخته ده

😔💔




╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دخوراک سنت(۳)آخره برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۴)-دډیری نرمی نرئ روتی چی دهغې څخه ټول بور چن کړی شوی وی دهغی نه اجتناب کول.
(۳۵)-په دسترخوان خوراک کول.

انس رضى الله عنه فرمانی چې رسو الله صلى الله عليه واله وسلم په میز خوراك نه دی کړی او نه یی په پلیتونو (قابونو) کې خوراك كړى دى بلکه په غټه کاسه کې به یی طعام واچولو او په شریکه به یی خوړلو او نه دنبی علیه السلام لپاره ډیره نرمه او نری ډوډی پخه کړی شوی وه،

ما قتادة رضى الله عنه ته وويل: هغوي به په څه شي خوراك کولو؟هغه وویل پدی دستار خوانونو باندی.البخاری

(۳۶)-دگرم خوراک سره یخ خوراک یو ځای کول.

رسول الله صلى الله عليه واله وسلم به ختکی دتازه کجورو سره خوړلو او دابه یی ویل ددی کجورو گرم والی دختیکی په یخوالی باندی ماتیږی او ختمیږی او دختکی یخوالی د کجورو په ګرموالی باندی ماتیږی او ختمیږی،ابوداود

(۳۷)-په طعام کې دهغه طعام څخه پرهیز کول چې صحت ته ضرر رسوي.

نبي عليه السلام ته دكجورو يو غونچك راوړل شو او على رضى الله عنه ورسره وو ، نبی علیه السلام چې خوړولو نو على رضى الله عنه هم دهغی سره خوراك كولو نبى عليه السلام ورته وویل ته یی مه خوره ځکه ته دبیماری نه نوی روغ شوی یی داتاته ضرر رسوي بیا ورته چقندر او وربشی راوړلی شوی نبى عليه السلام ورته وویل داوخوزه داستا طبیعت سره موافق دی.

(۳۸)-دمیوی څخه چینجی لری کول.

نبی علیه السلام ته زړی کجوری راوړل شوی نو هغې کتلې او دهغې څخه یی چینجي ويستل.ابوداود

(۳۹)-دیر گرم خوراک لږ سرول او بیا خوړل.

حضرت اسماء بنت ابی بکر رضی الله عنهما ته به چی کله تودې ډوډۍ راوړل شوې،هغه به امر کاوه چې یو څه انتظار شي تر څو یې بخار کم شي،او ویلې به یې:ما له رسول الله ﷺ اورېدلي چې په داسې طعام کې برکت زیات وي.سنن دارمي (2047)

(۴۰)-د تشهد به شکل طعام ته کیناستل.

د عبدالله بن بسر رضي الله عنه له قوله روایت شوی، چې رسول الله ﷺ ته یو چیلي (خواړه) ډالۍ شوه، نو نبي ﷺ د تشهد په شکل کې پر زنګونو کیناسته او خواړه یې خوړل. چا وپوښتل:دا څنګه ناستې دي؟نبي ﷺ وفرمایل:الله زه عزتمند بنده ګرځولی یم.تکبر کونکی سرکشی کونکی یی نه یم گرخولی.

(۴۱)-دواره پتونونه خیټی ته لگول او په ځمکه جوخت کیناستل چې دی ته اقعاء ویل کیږی.

انس رضی الله عنه فرمانی ما رسول الله صلى الله عليه واله وسلم ليدلی وو چې په حالت داقعا باندی ناست وو او کجوری یی خوړلی.مسلم

(۴۲)-په ګڅه پخه کیناستل او ښي پخه و درول.
(۴۳)-کم خوراک کول او دډیر خوراک څخه ځان ساتل.

مؤمن په يوه كولمه خوراك كوي او کافر په اووه کولمو باندي.البخاری

(۴۴)-داسراف نه ځان بچ کول.

الله جل جلاله فرمائی:كُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا.داسراف نه ځان بچ کول.

(۴۵)-دطعام پوښتنه کول هسی نه چې حرام طعام وخوړل شي.

نبی علیه السلام ته چې به کله طعام راوړل شو نو هغه به پوښتنه وکړه چې دا صدقه ده او که هدیه ؟ دا ځکه صدقه په نبی علیه السلام حرامه وه نو که صدقه به وه صحابه کرامو ته به یی وویل تاسو یی وخوری او خپله به یی نه خوړه او که هدیه به وه نو خپله به یی هم و خوړله.متفق علیه

(۴۶)-دسرو زرو يا سپينو زرو په لوښي کې دخورک څخه ځان ساتل.

هغه انسان چې دسپینو زرو يا سرو زرو په لوښي کې خوراك يا څښاك كوي بيشكه دهغه په خیټه کې دجهنم د اور اواز کیږي.مسلم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۵)برخه نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ



20 last posts shown.