د شـاعـرانـو حـجـره


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


ګرانواو خوژو ملګرو دلته به تاسوته
دافغانستان اسلامي امارت د مشهورو شاعرانو لیکلي شعرونه نشریږی
هیله کوم چینل درسرجوین او نشرکړۍ
@saerano
که څوک.غواړی شعر ورته نشرکړو شخصی کې رابطه وکړۍ
👇👇👇
@Umar876
@Shaerjanan
@baiadar
@Saiedy5
@Mukhbetwardak9

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


Forward from: عبدالجلیل عمر
شاعر
عبدالجلیل عمر

دغیرت ډک تاریخ زمونږپه نړۍ خپورپاتې دی
زمونږ په مـټوکې دسترې جګړې زور پاتې دی

ویره په زړه کې نه لرو په دین مین زلـمې یو
موږزغله ولې خپل دښمن دی اونسکورپاتې دی

زمونږزلمې تل دخپل دین اودمذهب دفاع کړې
ورک شوې ندې زمونږ دتوروهم هاشورپاتې دی

زمـونـږ پـه منځ کې محبت شته پاکه مینه لرو
دمینې بڼ مو خزان ندې سم سمسور پاتې دی

خـلاصـې دي نـشـتـه غـلـیـمـږۍ تختیدلې نشې
تاسـره زمونږه سترحساب اوستـرپـور پاتـې دی

زمونږ هرځوان لرې مظبوط اومتین عظم ګوره
دلـتـه هـرغړې قـهرمان اوستر بـاتـور پـاتـې دی

"عـبـدالـجلـیـل" "عـمر" پرې ځکه افتخار کومه
"افـغـانـه" ستا تـاریخ بلـنده په هرلور پاتې دی


Forward from: شاعــــــر بیـــدار جــــانان
ـــــــــــــــــــــ غـــزل


مونــــږ په مـړو پسې غږیږو خدایه ولې
په ژونـــدو کې حسـاب بیږو خدایه ولې


هغه تانه اوس نفــرت کـــــــوي پوهیږې
موږ یې څنګ ته نیږدې کیږو خدایه ولې


زمـا ده څنګه څه خواږه یاران جـلاء دی
اوس له حال یې نه خبریـږو خدایه ولې


که یۇ ورور ته بــل ورور په درد خـوړلی
یـو له بــل سره خو جنـګیږو خدایه ولې


دې همساء په څیر کاږه مونږ افغانان یو
بیا هــم هیڅ په نه پوهیــږو خدایه ولې


زه بیــدار وردګ دې زړه پـه درد لـګیا یم
په درملـــــو هیڅ نه رغـیـږو خدایه ولې

ـــــــــــــــــــ(بیــدار وردگ)ــــــــــــــــــــ
خپله جونګړه ۱۲.۳۲شپه سه شنبه


ستاغم'

غـــــزل

وینۀ ده رګــو مې وچه شوي ستا له غمه ده
نور مې ده ژوندي پاتيکیده لــو کچه کمه ده

ستا دیدن لپاره خوزه دومـره ګرزیده لــی یم
تللې له پښــوسخــه مــې یاره نــوره دمــه ده

تاپســې په تورو شپـو کي زه یــوازې نه ژاړم
ماســره جوړه، جــوړه ژړیګــې یوه شمــه ده

ستاغمونه دومره ډیرزورشوي دي په ما باندې
وه تيده خبــره ښیستـه یاره نـور له زغمــه ده

اوس اَده پخواپه شانتې نشته خوند مزه ګوره
ړنګـه مــې ځــوانې په تاپســې ګوره صنمـه ده

هیڅ ده هېــریــدونه دی نوڅــه وکړمه وه یاره
یاد دي راچاپیــر زماده مات زړۀ له حــرمـه ده

تل ورته ژړیګې مقــدس، روستې تصـویر ته دي
ډیرې له ژړانه يې په ستـــرګـو کي وچ نمــه ده


مقـــدس، امارتــې


Forward from: شپون
غـ ـ ـ م مي زړه ته راغـ ـ ـ ـ ـ ـلـ ـ ـ ـ و

پنج شنبه شوه دیار غم مي زړه ته راغلو
بس نــاڅـاپه او یـو دم مي زړه ته راغلو

تــرېنه پــاتــه د حجـرې پــر دېـوالــونــو
یو څـو کـرښـې د صـنم مي زړه ته راغلو

لا یــې ساتمه د خیـال دنـګه دنــیا کي
لا یې ساتم زړه کي سم مي زړه ته راغلو

بیګاه وړی وم د ګران خــوږو فکــرونــو
لـــکه ګـل لـــکه شـبنـم مي زړه ته راغلو

ګرځوم زخمي انځور د ستـرګو منځ کي
څاڅکي څاڅکي ځکه نم مي زړه ته راغلو

ما وېل شپون به د یار غم لیکم غزل کي
کـتـابــچـه او بـل قــلـم مي زړه ته راغلو

غمزده پنج شنبه
@hafizhanafi1212






Forward from: عبدالجلیل عمر
عبدالجلـــیل عمر:
دابـابیل په څیرحملی کړو شاهینان یادیګو
مـــونـــږه عــســکردامـارت یواتلان یادیګو

زکـه دغـرب په لنـډه غـرو نـازل کـړی رب یو
دابراهه مخی ته سپرمونږ طوطه کیان یادیګی

یـودسـپـوږمی سکنی ورونه لکه لمرځیلګو
چـی کیـفیت موګـلالی دی ازمریان یادیګو

دکـــــونـډوبـورویتــمانـوزړه تـه ډاډورکـوو
خــودد مـومـیـنوولـسـودزړګـلان یادیــګــو

درومـوسنـک رتـه په مـسکـااوعـجـیـبه تبسم
درب رضـاحـاصــلـه وو چی فدایان یادیګو

چــل اوفــریــب مـودصلیبی دنیاګی خنسا کړو
پــری راپـــريــګــی مــوهنرخودپتنګان یادیګو

شــه صـدقــه مــوداعـمرعبدالجلـیـل لـه نـوم نـه
نـن پـه ډیـرفـخـرصـرف ښـکلی افغانان یادیګو


د شـاعـرانـو حـجـره
ګرانواو خوژو ملګرو دلته به تاسوته
دافغانستان اسلامي امارت د مشهورو شاعرانو لیکلي شعرونه نشریږی
هیله کوم چینل درسرجوین او نشرکړۍ

@saerano

که څوک.غواړی شعر ورته نشرکړو شخصی کې رابطه وکړۍ
👇👇👇
@Umar876
@Shaerjanan
@baiadar
@Saiedy5
@Mukhbetwardak9
https://t.me/saerano


Forward from: عبدالجلیل عمر
دعبدالجلیل عمر چینل درسره.جوین اونشرکړۍ🖕🖕


Forward from: عبدالجلیل عمر
عبدالجلیل عمر
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
خوږو ملګرو زوړ چینل مو بلاک شو نو پر دا نوی چینل کې ستاسو مرستې ته اړتیا لرو هېله ده چې چینل جواین او نشر کړی
په ډېر درنښت
ستاسو کشر عبدالجلیل عمر
https://t.me/aoomr12


Forward from: جاویدحیدر
غزل
پــام کـــوه مـــــات نکړی تړونه واوره
زه به دی سـر مات کړم ملعونه واوره

زه پــه لبــیــک دالــجهــاد تـــابـــع یــم
دۍ الـــجهــاد کی می ژونـدونه واوره

دی تــا پــه څیـر امفراطـوریو نـه مـی
وهــلـی ډیــر مـــغـرور ســرونـه واوره

پـــر دغــه لاره بـــه مـنـزل تــه رســـو
کـړۍ مـو دی لار کـــی ازمـونـه واوره

مــونـږ تــه نصـرت وعـده الله راکــړی
یـــو رســـــیدلـی تـــرجـــنونـــه واوره

،،جـاویدحیـدره،، مونږ عادت کړی دی
اوس نــه ډاریــږو دبـلـــــتونـــه واوره

،،جاوید حیدر،،
https://t.me/javedhaidar


Forward from: جاویدحیدر
غزل
درپسی درد می کوی سترګی او لیمه چی لاړی
درپسی مات می شو دسترګو نه باڼه چی لاړی

دژونـــد می هیس رنګه مزه نده اخیستی یاره
تاپـــــسی ؤؤتـــمه سم له ژونــــــدانه چی لاړی

سر اوکال سرخمه راسرخم په یادو بانـــدی ستا
سر اوکال ګرزمه په دښتو او په غره چــی لاړی

وی نــازؤلۍ نازولـــی میــنه مــاهــم درکــــړه
اوس دی ځوریګمه اشــنا په بلــتانه چــی لاړی

کچــکول پــه غــاړه ګر زؤم کلی کوڅی لټــوم
ستــا په تللـو رانه تللــی دی هر څــه چی لاړی

،،جاوید حیدره،، دزړه ســره دا پـه تا څه شـوی
رنګ دی تور شوی دی بیخی لکه رانجه چی لاړی

،،جاوید حیدر،،
https://t.me/javedhaidar


Forward from: جاویدحیدر
غزل
سـوک دچـا لاره څـاری ځـی وربـانـدی
ســوک ده چـــی میـنه کی وفا کـړی ده

مــاتـــه یــوڅــه نـه بلــها څــه را کـوی
کـــله چـــی مــــور راتـه دعـا کــړی ده

افــغـــان بچـی دننـګ پـه تـوره بانـدی
نــن یــی بیـــا څه ستره غـزا کــړی ده

کـــله بـــه ماتـــه هــم کـوژدنـه وکــړی
راســــــره دا وعـــــده ابــــا کـــــړی ده

په کور به توب خو بیخی جوړ نه رازو
شیــطان مــو مــنځ کــی ارتـقا کړی ده

دلـــتا پـــه ویـنــو هــر رنګیـن مازیـګـر
ربـــه مـــونـږ کــوم یــوه ګـنـا کـړی ده

،،جاوید حیدره،، بیا په سشی بوخت یی
بـــیـا دی دســـشــی تــــمــنا کــــــړی ده

،،جاوید حیدر،،
https://t.me/javedhaidar


Forward from: جاویدحیدر
نعت شریف
چـــی ســتا دحـسن فـــلوشـــه راشــی
پـــرمــا داستـــا دعشـــق صـــفه راشی

بــــیا یــی زرور کـــوم ډالـــی درپــسی
چـــی مـــی وغــوږ ته ستا نامه راشی

هــغــه وخــت ډک به وی له کیف زمــا
چـــی مـــی ســـتا کلی کی دمه راشی

راســــره پـــــاتی دټـــول عمــر ارمــان
خـوب کی به کله ستا روضه راشــــی

دمَــــین زړه درمــل کـــاتــه غـــواړمــه
چـــی راته ښه مســـته جـــزبه راشــی

چی په تسبو باندی دی اړوم یادونه کله
خـیال کی می ستـا دمخ څهره راشی

راتـه ،،جـــاویـد حیدره،، وشــــی الـهام
لاس تــه قــــلم اوکـــــتابــچــــه راشی

،،جاوید حیدر،،


Forward from: جاویدحیدر
غزل
پــام کـوه پـری یـی نـکړی تـار داُلـفت دمینی
درســره ســاتــه زړه کــی تـل مُـحـبت دمینی

لاهـو اوبـو کـی نکـړی لـه شِـرکه ځان وساته
تـاچـــی لـه وخـته کـړی سـتــرعبـادت دمـینی

څـــومـــره اثـر یـی درلـود لـه کـرامــته ډک ؤ
ثــالـــث عـــمــر یــــا دؤم ؤبــــرکــــت دمینی

دامـــتــحــان دوره وه وی دی پــه تـا افسوس
تـا جـمــهوریـت کـړو غـوره مـا امارت دمینی

پاک می جهاد دی واوره پاکه می لار سپیڅلی
نړی معـــلوم شــو درته زما حـــقانیت دمینی

ســتا پــه راتـلـلو ســـره دنـــور ډیـوه شوه بله
تــه وی غمخــــوار پیـغـمبر دټول اُمت دمینی

دجـهاد پاکـه لار کی ،،جاوید حیدره،، همیش
سـاته ریـښتینۍ زړګـی او صـفا نیـت دمینی

،،جاوید حیدر،،


Forward from: جاویدحیدر
غزل
حقیقی مینی خیالو کی چی خُمار شی
ورنــصیب ورته اعزاز اوستر وِقار شی

درازونو دنــیاګـی کی یی ژوندون شی
سره زړونه چی یو بل ته تار په تار شی

اوښــیارانــو کـــی اوښیار بنده هغه دی
چـی پـه کــړو ګــناهـونو تــوبه ګار شی

ماتـــه ښــکــاری دا دســــتورو مزل داسی
رســـیدونـکی بــه اخــر ترسپین سهارشی

شپه کی اوښکو امیل څومره عجیب کیف کړی
چـــی روانــی پــه طــرف دخــپلـه یارشی

چی ،،جاویدحیدر،،تی هیس غاړه ورنکړه
شهادت به نو بیا کوم وخت کی پکارشی

،،جاویدحیدر،،
https://t.me/javedhaidar


Forward from: جاویدحیدر
غزل
دایمان اوعقیدی په دوښمنانو بل ســـور اورکړه
بـــریـــمن زمـــونـــږ کــــمزورو مــــوټو زور کړه

راښـــکـــاره کـــړه بیـــا ځــــلا دسپـینو ستـورو
بیـــا په مــنډه بــیا شــیطان لعین مـخ تـور کـړه

ســـتا پــه میــنه کــی می ښه کـکـړ کــــکړ کــړه
بیـا مـی ځـار کړه سپیلنی می سوی ســـکورکړه

چـی ښـــکلا تــه یــی خُـمـار خــُمار شــم فـاتـی
داســی حـــســن په دیدن می زړه ټکـــور کـړه

دلـــمـــبو غیـــږه کـــی یــاره مـــادر واخـــلـــه
رانصــیب راتـــه دمســتو جــــامــــو شـور کــړه

پــــه اغـــــزو بــــانــــدی درزمـــــه دروان یــم
راتـــه خــــلاســـه دروازه داســـتا دکـــور کـــړه

سـتاپه میــنه کی ځــلانــد،،جـاویـدحـیدر،، کـــړه
او راګـیـر یــی لــه هــرخــوانــه پــه هــرلـو کـړه

،،جاویدحیدر،،
https://t.me/javedhaidar


Forward from: جاویدحیدر
غزل
څومره کیف وو ستا دسترګو په کاته کی
ډوب یـــی زه کــړمه دمــینی په اوبه کی

راښـــکاره یــی کــړه ځــلا پــکی له ورایه
راتــه بلـــه شـــوه ډیوه په دژونـدانه کی

چــی پـیدا ورته دوصل کـــومه لار کــړم
پروت یم زه لــه ډیــره وخــته بیلتانه کــی

دیــــوچــا دخـــولــی خـــبری مـــلغــــلری
لکه قــند داســی خـوګی لګی په زړه کی

دمـظلــومـو اوښــکو جوړ ورته امیل کــړم
کـــړم ډالـــی دچـــا لپـــاره ګـریوانـه کـی

چی ،،جاویدحیدر،،خمار مات اوصراب شی
پــه لــټون دداسی مرګ یمه په غره کـی

،،جاویدحیدر،،
چینل لینک
https://t.me/javedhaidar


Forward from: جاویدحیدر
غزل
خوار می دی خوار دغه تندی دلیونیو په څیر
درپسی شومه لیونی دلیونیو په څیر

که درته ښکارم دملنګ غوندی ملنګ ګرزیګم
مات می دی بس دژوند منګی دلیونیو په څیر

دچا دحسن او ښکلا پسی وم ورک مینه کی
پری می بایللی وو زړګی دلیونیو په څیر

ها راته مه یادوه بس دی تری ګیله می راشی
راته جوړ شوی سم پَردی دلیونیو په څیر

هغه دم سا می شی رابنده سم عادت می شوی
چی راته یاد شی ها سړی دلیونیو په سیر

دډیوو ښارته می کلونه انتظارکی تیرکړل
فاتی شوم راغی بس مرګی دلیونیو په څیر

،،جاویدحیدر،، ته چی وو ګران هغه لالی یادوم
لاړ رانه بس هغه لالی دلیونیو په څیر

،،جاویدحیدر،،
چینل لینک
https://t.me/javedhaidar


Forward from: جاویدحیدر
نعت شریف
ســـــــــاتو یـــی پـه زړوکـی تـل
ســتـــــرګــــو او لـــــیمو کـی تل
ښـــــکـــلی هـــــاشـــــمی جـانان
اوښــــکــــو او ســــلګو کـــی تل

راغـــــی چـــــی پـــــردی دنــــیا
هـــــرڅــــه یـــی کــړل رڼـارڼـــا
ختـــــمی کـــړی تیــاری دوخـت
ښـــکلی شـــــو یــــو روڼ صـــبا
میـــــنه ورور ولـــــــی شـــولــــه
خــــــتم شـــــونـــفـرت هــرخـوا
ښـــکلی زریــــن لــمرشـو خــــور
خـــوره شــوه پــه هرخوا ښـکلا
مـــات یـــی کـړل دوخت بـوتان
شـــــروع شـــــــوعـبــادت دالله
ویـــاړوپــری مــــونږ ټول اومت
یـــــــو اومــــت ده داســـی چـا
ده دواړوجـــــــهــانـــو ســـــردار
شــــــــو امــــــام مــــو مــــقتدا
وایـــــو شـــــعارو کــــــی تـــــل

راغــلــی وحــــی لــــه اســـمـان
دی پـــری نــازل ښـکلی قــــرآن
دی بخـــــتور اوهـــــم اعـــــــلی
انـــــوار پــــری اوری دســـبحان
دحــســـن نــــه لــــری مـــثــــال
لـــــری بیــــــشمـــیره عـــاشقان
دغـــټـــــوســترګـــو مـــبارکــــو
ځـــارشــم لـــری ښکلی چشمان
زمــــــا دتـــــن ویـــــنه رګـو کی
ډوبـــه ده عــــشق کــی دجانان
منـــځ کـــی مـو ډیر دی واټنونه
چــــی درشــــم ډیــرلــرم ارمان
داســـتا دکـــــــلی اوکــــــوڅــو
شــــــمه یـــــــوســل زلی قربان
اوســـــوپـــه ارزو کـــــی تـــــل

راکـــړه دمــــینی دی کـــــاتـــــه
تـــګی یـــو شـــوبــه پـــری اوبه
لــــه ډیــــره وخـــته انـــــتظــار
داســــتادیــــدن پـــــسی یومړه
لکــــه دشــــاتو دی خـــــــــوګی
داســـتاخـــــبری ســــــــتادخوله
داســـــتادپلـــونوخـــــاوری یاره
کــــړو بَـــــــی ســترګوته رانجه
دزړه لـــــه کــــومـــــی کـړوډالی
درود داســـتاپـــــه پــــاک نــامه
پــــه تــادی وی زیـات رحمتونه
یــــو دروان داســــــتاپــــه پــله
،،جـــاویدحــــیدر،،پــــه ښه هنر
ټــــولــــوی تــــوری ښـــه خواګه
ســـتـــــایـــی دی شـــعروکی تل

،،جاویدحیدر،،
@javedhaidar

20 last posts shown.

292

subscribers
Channel statistics