شاعر ساحل وردګ


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


شاعر ساحل وردګ
دلته راسره مل اوسئ
زه به درته د ترنم د بلبلانو په غږ،
او خپل نیم ګوډ لیکل شوی اشعار نشروم إن شاءالله
https://t.me/Sahil_Wardak_2 👈چینل
تبادله👈 @Sahil_Wardak_1

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Statistics
Posts filter


۲۰۲۱ ته ډالۍ😏

چې سکون شـــو آرامي شوه ط الب جان شو
دو هزارو اېــــــکـــس ورک و اوس عـیان شو

د سـ ــنګر ورځـــې یــــې نــه دي تــــېرې کړي
نن پستو پســــتو رېنجرو کـــــــــې روان شو

اول ښـــۍ ستـرګه کـــړي پــــټه بــیا ورګوري
اخ برعَکَسْ یـــې له سترګـــــو نــه نــــښان شو

چـې بــم والوزي بــیا ورک وي چېرته پټ وي
دا نو څـــنګه وسله وال څـــــه قـهرمــــان شو

د مرمــیو پـــــــــــه میـــــدان کــــــــله ولاړ دی
دا د ډرون چاپو په وخت کې څه بانجان شو

د امفور نــیول یـــــې زده نـــــه دي آرمان دی
څه عــجیبه ســــړی نــــن ورځ قوماندان شو

نـــن بــــې ږېــــرې ماشــــوم هم مسلح شوی
اخ خـــفه لحــــــد ته تللـــی شهید ځوان شو

ډلګــــي مـــشره تا راوســــتي لوفــــــران دي
ستا ملګري خو مـــو سپین صف ته تاوان شو

د «ساحل وردګ» زړګــی پــرې دردمن کېږي
چــــې یتیم په ژړا سر لونــد یې ګریوان شو

... شاعر/ نصرت الله ساحل وردګ ...

ټلګرام چینل
https://t.me/Sahil_Wardak_2


                   «نـعت شــریـــف»


د تورو تـــیارو غېږه کـــې سهار راغــی دُونیا ته
د جهل ناقـــرار غـــېږه کــــې قرار راغـی دُنیا ته
د حُسن په شعاع یې دا بدرنګې ستـرګې برېښی
جمال کــې لــکه لمر د ښکلاء ښـار راغی دُ نیا ته

امین وو او صادق وو مجاهد وو زمونږ رهبر دی
مثال د نــړی والــو ته بــې سـار راغـــی دُنــیا ته
د علــم او ښـــو ونې د اخلاقــو مــو ښــو ونکی
په مونـــږه مهربانـــه لکــــه پلار راغـــی دُنـیا ته

وحـشت ظلم او فسق ته یې د پای ټکی کړ رسم
د هر راز انسانیت یــو دنــګ مـــنار راغی دُنیا ته
امیر وو د جــهاد استقامت کـــې ډېر مخکښ وو
په شــرک بانـدې یـو وار او یو ګذار راغی دُنیا ته

په ټولو صحابه وو بانـدې ګران وو ترې قربان ول
یو داســې محـــترم شخصیت سالار راغی دُنیا ته
«ساحـله» په سـتاینې یــې قـلم هـم سـتړی کېګی
په لنــډه توګه هــر نېـک او ښـه کار راغـی دُنیا ته

... شاعر/ نصرت الله ساحل وردګ ...

ټلګرام چینل
https://t.me/Sahil_Wardak_2


غزل

په مستـــه مینه باندي بارسیورې ته خوب وړی دی
یـودَنګ زلمی دِدَنګ چــنـارسیورې ته خوب وړی دی

دتـورو زلفو یــې وږمــې راوړي نـسیـم هــــرسهار
په کوم سنګرکې کوم خمارسیورې ته خوب وړی دی

بیاد ریحان بــیــا دګلاب غــاټــول وږمــې را اوري
ښکاري یـوڅـوک نـن دبهارسیورې ته خوب وړی دی

نړۍخـامــوشــه شــولــه ځاردي لـــه ګـزاره شمــه
نن دي جهان دسپین ددستارسیورې ته خوب وړی دی

خدای دي راســـاتـي دوطــن دازادۍ ګـلــــونـــــه
هــریـود مـیــنــې دی پـرلارسیورې ته خوب وړی دی

هیڅ به مې هیر نه شي قربان شم ترې ساحل وردګه
چې،. یــې ارام قرار قرار سیوری ته خـــوب وړی دی

... شاعر/ نصرت الله ساحل وردګ ...

ټلګرام چینل
https://t.me/Sahil_Wardak_2


د کابـــــل غـــېږې د پـــــــردو له لاسه
افغانـــــی بـــرم او پـــــرتم پرېښـی و
د بابا تــــوره خرڅـــــه شــــــــوې وله
دلتـــــــه ولـــس د پلار قدم پرېښی و

فــــکری جــــګړې دومـره تأثیر کړی و
هـر چـا ځان کفر سـره ســم پرېښی و
نجونې په ښار کې ګرځېدې بې ستره
ځــوانانو هــم کــتاب قلـــم پرېښی و

د نــوی نســـــل بـه مـــو حــال څــه و
که مو إشغال یو څه نور هم پرېښی و
ولله کـــه نــوم د دیـــن هــم پاتې وی
کــه غازی تــور ټوپـــک یابم پرېښی و

ښه ده فرهنګ مــې لا په زړۀ پاتې دی
ځــینو لږ ډېـــر او ځینو کـم پرېښی و
د رب ســـتایــنه ده پــه هــر حــال کې
«ساحله» تا بــــه شعر ســـم پرېښی و


... شاعر/ نصرت الله ساحل وردګ ...

ټلګرام چینل

https://t.me/Sahil_Wardak_2




تازه شهیده زمزمه


د میدان وردګو ولایت د بند چک ولسوالۍ
دِ مُحکم خېلو د کلی د اتل او قهرمان شهید (مجاهد حکیم الله یاد ته ډالۍ


کسر
شهید شــــوی طالـــب جان حـکیم الله
مجاهـــــــــد و قهرمـــــــــان حکیم الله

شاعر: نصرت الله ساحل وردګ
اواز: مولوی عبدالصمد صمیم



د چینل په نشرولو کې مو مرسته غواړم
https://t.me/Sahil_Wardak_2


واټساف نمبر
0093766214473

زموږ د واټساف ګروپ👇

https://chat.whatsapp.com/FoNMLcqvLs78CphG2Cfh0i


... بې حسابه تللو ...

د اغـــزو لاره وه تـــــر ګلابـــه تللو
راســـــره مـــل وې انقلابــــــه تللو

ټولــې نــړۍ مـــو دُ ښــمــني کوله
ټــوله نــړۍ شــوه بــې جوابه تللو

آســانه نــه وه ملګرتــیا د مــوسیٰ
د فرعون جنــګ ته بې اسبابه تللو

د جنتــی حُـــسن ديـدن مــو کاوه
بــې له شــرابو بــه بــې تابــه تللو

د جـــــهاد میـــنه وه د ربّ لـپــاره
مونـږ د په نـیت بانــدې ثوابه تللو

دِ (ساحل) تـوري د اشعارو ښه وو
مونږ چې بې واره بـې حسابه تللو

... شاعر/ نصرت الله ساحل وردګ ...

ټلګرام چینل
https://t.me/Sahil_Wardak_2


قهرمان ملا عمره

ارمانـــونه دې پــوره شــــــول بهادره
وه د تـــــورو خاورو لانــــدې مسافره

د غربي نړۍ د ماتـې ورځې شپې دي
مجــــــاهده قهرمــــــــــــان ملا عمره

دې کُفـــارو د مېــــړانـــــــــــــه ومنله
تـه اتــل وې وه  زمـونــږ د زړګي سره

ملا مـــته په تا ټـــوله دونـــــیاګۍ وه
مېلـــمه پــال وې د جهاد ښکلی رهبره

ســـتا په قـــبر دې انـوار او برکات وی
جــنتونــه دې نصـیــــب شـــه بختوره

(ساحل) لیکـي کارنامـې دې د مېـړانې
بـــهــادره قلــــــنــــدره مـــــــنـــــــوره

... شاعر/ نصرت الله ساحل وردګ ...

ټلګرام چینل
https://t.me/Sahil_Wardak_2


Forward from: ⫷͞ع꯭͞ب͞ر͞تن꯭͞اک͞ه꯭͞ ک͞ی꯭ؔ̑͞س꯭̑͞ی͞ ꯭ا͞و͞ ꯭̑͞ح͞د꯭͞ی꯭͞ث͞و͞ن꯭͞ه͞⫸
❤❤ درود شــریــف مـــه هیــــروی ❤❤
🔮🔮د جــمعـــی مبـــارکــــی ورځ ده🔮🔮


دقیامت په ورځ رسول اللهﷺته نږدې خلک څوک دي؟

له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دی چې، رسول الله ﷺ فرمايلي:د قيامت په ورځ به ما ته نږدې خلک (د شفاعت لپاره) هغه وي چې، پر ما يې زيات درود ويلی وي.
((رواه الترمذي باسناد حسن))

په بل حدیث شریف کې، رسول الله ﷺ فرمایلي:كه چا پر ما باندې يو ځل درود شريف ووايه؛ نو الله تعالىﷻ به پر هغه شخص لس ځلي رحمت نازل كړي.
((مشكوة: ج۱ صـ۸۶))
آیا د مسلمان لپاره تر دې بل غټ زیری شته؟
راځئ چې په پوره ذوق په خوږ نبي حضرت محمد»ﷺ» درود شریف ووایو، تر څو الله تعالیﷻ پر مونږ رحمتونه نازل کړي او حضرت محمد»ﷺ» مو د قیامت په سخته او اوږده ورځ شفاعت وکړي.


♥بـــــسم اللـــــه الــــرحمٰـــــن الــــــرحـــــیم♥

اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞َ و عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهيمَ ۞ وَ عَلَى آلَ إِبْرَاهِيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ 🌷
ــــــــــــــــــــــــــــ👇👇ـــــــــــــــــــــــــــــ
اَللَّهُمَّ بَارِكَ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞ وَ عَلَـى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبرَاهِيمَ ۞ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهَيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌷

┏━━━━━━━━━○
★📚 @HabibiAbrar ✩☽︎ دلته راسی👈👈
┗━━━━━━━━━○






د الـــــعصر خپرندويه ادارې لخوا وړاندي کيږي

دنويو ترانـــوالبوم

دګلونو باغچه
دګران ورور ترانه ویونکی
مشعل جان وردګ

نشر ته وسپارل شو
تاسې يې زموږ د ټيليګرام چينل
څخه تر لاسه کولى شئ
له ملتيا مو مننه
همدالته راسره ملګري شۍ
👇👇👇👇👇👇

#العصرځانکړي_نشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_medianet


د طالب په راتګ ګوره
د ستم بوټي وچ شوي
نن د وینو وچکالي ده
او د غم بوټي وچ شوي

شبګیرې په خوب ویدې شوې
روڼې شپې په خوب ویدې شوې
د چاپو وېره شوه ختمه
طیارې په خوب ویدې شوې

نه آواز شته د ډزونو
طاقت ختم د جنګونو
شکر اوس تر خاورو نه ځي
جنازې د ګلابونو

د آرام فضا خوره ده
د اسلام فضا خوره ده
خلک ګرځي په ډاډه زړه
د ماښام فضا خوره ده

زندانونه خالي شوي
تورتمونه خالي شوي
هتکړۍ ماتې پرتې دي
ځنځیرونو خالي شوي

ډېر راغلي تر کورونو
مسافر د غرو رغونو
هر غازي تر کور او کلي
فاتح راغی تر ښارونو

نه په خپل مینځ کې جګړه شته
نه یو بل سره کینه شته
نه حوک چا ته زړه کې بد وړي
نه ناولې اراده شته

دا طالب زمونږه تن و
دا اتل د دې وطن و
پنجابی او پردی نه و
دی هم جز د دې بدن و

دی د دې ولس غمخوار و
ورک له کلي او له ښار و
د اورو غېږ کې یې ژوند و
د مرګي غېږ ته تیار و

تږی تږی له مودو و
له صحنې په ورکېدو و
خو د رب په فیصله کې
دی حاکم د سمو غرو و

بدرګه یې وې ملکې
د الله له خوا هر څه کې
په یوه زاړه ټوپک یې
پسې واخیستې اورپکې

ناټو ستره اژدها وه
برتانیا وه امریکا وه
وسایل ول طیارې وې
او همکاره یې دنیا وه

طالب ورغی ډګر ته
د ابدال بابا سنګر ته
د خالد ابن ولید او
ابودجانه هنر ته

لنډه دا چې تر ښارونو
طالب راغی تر کورونو
لر او بر افغانستان یې
شولو لاندې د لاسونو

اوس خو هر سړی خوشحال دی
امارت دی استقلال دی
عفوه شوې بښل شوي
ډګروال دی که جنرال دی

راځه راشه که یې ګورې
که افغان یې که مې ورور یې
ته نو ولې ځې خارج ته
که د دغه کلي کور یې

امریکا ته ولې ولاړې
هغې خوا ته ولې لاړې
دا وطن دې ولې پرېښود
فقط ما ته ولې لاړې

زه ستا تلو کې به مو خیر وي
کمېدو کې به مو خیر وي
د دې ټولو فسادګرو
ورکېدو کې به مو خیر وي

طالب جان ته اوس په کاري
دې افغان ته اوس په کار دي
چې نفرت عداوت ترک کړي
مسلمان ته اوس په کار دي

اوس دې پلی عدالت شي
اسلامي دې حکومت شي
هسې نه چې بل خوا لاړ شو
او شهید سره خیانت شي

په هر څه باندې به پام کړو
غټ واړه باندې به پام کړو
منکراتو څخه منع
بد او ښه باندې به پام کړو

د الله حدود جاري کړه
د فلا زنا حدود جاري کړه
بیا به ختم جنایات شي
ته همدا حدود جاري کړه

خائنین له صفه ورک کړئ
مفسدین له صفه ورک کړئ
تقوا دار خلک داخل کړئ
مجرمین له صفه ورک کړئ

ولس ستړی له ډزونو
له کرکجنو آوازونو
په آرامه په کراره
مخ ته ځه په حکمتونو

اقتصاد به الله جوړ کړي
دا هیواد به الله جوړ کړي
مهم هر څه څخه دین دی
استعداد به الله جوړ کړي

دِ(ساحل) دعا کې یاد یې
د دې خاورې او هیواد یې
په خپل دین باندې لا ټینګ شه
ته سر لاری د جهاد یې

... شاعر/ نصرت الله ساحل وردګ ...

ټلګرام چینل
https://t.me/Sahil_Wardak_2


Forward from: ⫷͞ع꯭͞ب͞ر͞تن꯭͞اک͞ه꯭͞ ک͞ی꯭ؔ̑͞س꯭̑͞ی͞ ꯭ا͞و͞ ꯭̑͞ح͞د꯭͞ی꯭͞ث͞و͞ن꯭͞ه͞⫸
⫷͞ع꯭͞ب͞ر͞تن꯭͞اک͞ه꯭͞ ک͞ی꯭ؔ̑͞س꯭̑͞ی͞ ꯭ا͞و͞ ꯭̑͞ح͞د꯭͞ی꯭͞ث͞و͞ن꯭͞ه͞⫸
ـ📚 👇 📕 👇 📘 👇 📚


. .......میـــلاد مبـــــارک.........

لیکوال ( خادم العلماء حَبِّیْبِیْ اَبْرَارَ قَدَّسَ اللهُ سِرَّهُ )

ګرانو محترمو وړونو او خوندو مشرانو او کشرانو نن هغه میاشت او یا هغه ورځ ده چی (حضرت محمد مصطفیٰ مجتبیٰ صلی الله علیه وسلم) دنیا ته راغلی دی او وفات شوی هم دی

الله پاک دده د برکته ټوله دنیا او مافیها پيدا کړی ده

نن باید خیرات صدقه درود شریف او اذکار وویل شی

باید موږ او تاسو د الله جل الشانه شکر اداء کړو چی مسلمانان یو خصوصًا د (جنابِ حضرتِ رسول اکرم صلی الله علیه وسلم) امتیان یو داده فخر خبره ده مسلمانو تاسی سوچ وکی

اول امت د (حضرت جناب رسول خدا صلی الله علیه وسلم) جنت ته داخلیږی
الحمدالله ثم الحمدالله چی امتی د (نبی کریم علیه السلام ) یـم

که چیری موږ د (رسول کریم صلی الله علیه وسلم) به نقش او قدم ولاړو او ده هغه سره مو وفاء وکړه ان شاءالله کامیابه یو

او که چیری د (رسول الله صلی الله علیه وسلم) تعبیداره سو ان شاءالله جنت به داخل شو (بِفضل لله)

که چیری غواړی چی رسول کریم صلی الله علیه وسلم راضی کوو

نو راسی نن پس د اسلام مخالف اعمالو څخه اجتناب وکو

راسی په هغه لاره روان شو لکه رسول کریم صلی الله علیه وسلم چی درشودلی ده

نن پس راسی دغه وعده وکو د ځان سره چی نور فسق او فجور او درواغ غیبت او داسی د نور د اسلام مخالف اعمال نه کوو


راځی مؤمنانو نن ورځ په درودشریف مزینه شانداره کړو

دونده درود شریف پر (جنابِ رسول اکرم صلی الله وسلم ) ووایاست چی نور می خوله وچ شی
طاقت مو خلاص شی

👇🏿بسم الله الرحمن الرحیم👇🏿

❤️إِنَّ اللّٰهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا ﴿56﴾❤️
ژباړه
بېشكه اللهﷻ او د هغه ملايكی په نبيﷺ باندی درود وايي۔، اى هغو كسانو چې ایمان مو راوړى دى! تاسو هم په نبيﷺ باندې درود او سلام وواياست


❤️اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِید❤️


❤️اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ❤️

ﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺ
ﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺ

فـــداک ابــــی وامــــی یــــا رســـــول اللــــــه ﷺﷺﷺ

👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿



ـ👆 👆 👆 👆👆 👆 👆 👆 👆
⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸

⫷ـ𖣐✯   @HabibiAbrar ✯𖣐⫸

⫷͊͞خ꯭͞ا͞د꯭͞م͞ ꯭͊͞ح꯭͞ب͞ی͞͞ب꯭͊͞ی͞ ꯭ا͞ب͞را꯭͞ر͞ ͊͞ح꯭͞ف͞ظ꯭͞ه꯭͞ ال͞ل꯭͞ه꯭͞ ت͞ع꯭͞ال꯭͊͞ی͞⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


دین رسونه په دعوت کېږي
د دین ساتنه پـه جهاد کېږي
په کافِرانو بـــــــه غزا کېږي
د دې لپاره به اِعــــداد کېږي

د آزادي غوښتل شعار نه دی
نه په نعرو د مُرده بـاد کېږي
د احمد شاه بابا پــه لاره تګ
غواړي په دې به اعتماد کېږي

د پاک اسلام تر حاکمیت لاندې
بیـــــا رغــــونه د هېواد کېږي
په ښایـــسته افغانستان کې به
نــــــه دُښمني او نه عناد کېږي

نړۍ ته مــــونږ په نره وښودله
چې زمونږ ژوند فقط آزاد کېږي
ساحله هله به مې زړه راټول شي
چې د غربـي نړۍ فریــاد کېږي

... شاعر/ نصرت الله ساحل وردګ ...

ټلګرام چینل
https://t.me/Sahil_Wardak_2


د تېري غشي دې پام ونه کړي ګذار په خلکو
وطن، نظام، کلی بانډې جوړ شوی ښار په خلکو

د حاکمیت تر سیورې لاندې یې ارام ویده کړه
شل کاله تېر دی دلته خوب د خوف او ډار په خلکو

د تیارو غېږه کـــې د عِلم ډېوې نـــــه بلېدې
هیله ده ته به راولې یو سپین سهار په خلکو

د ولس هیلې او اسرې درته بیخي ډېرې دي
هغوی په تا او ته کوې به افتخار پــه خلکو

د نا امنۍ هڅې څوک نه کوي که جوړ وي نظام
وېره خپره کړه د حدودو او دِ دار پـــه خلکو

•ساحــل• درکړې ده وعده دِ ملګرتیا همېشه
خو اسلامي نظام ضرور کړه برقرار په خلکو

... شاعر/ نصرت الله ساحل وردګ ...
ټلګرام چینل
https://t.me/Sahil_Wardak_2


ــــــــــــــــــــــــ لکــــه اوبـه ـــــــــــــــــــــــــ

زه تږی له مــــودو او ســـــتا دیدار لکـــه اوبه
اشـــــنا رادې کــړه غــــېږه کــې قرار لکه اوبه

د زړه ورانه بیدیا باندې مــــې راغله وچکالي
رژېږمــــه نور راشـــه یو ســــــــــهار لکه اوبه

په مینه کې خو شـته دي کرامات او معجزې
خـــــلیل ته ګـرځــــــــولی رب انګار لکه اوبه

نه ســـتړی نه یم لا هم تنده مــاته نه ده ګله
خـــــــواږه خــــــواږه راګوره یو وار لکه اوبه

له ډېرو دروازو نه درپسې وي ډېرې سترګې
کـــوې چې په کوڅه کې تېز رفتار لکه اوبه

د ځــــینو ملګرتیا په مَحکم حَبل تړل شوې
د ځـــینو د یارۍ وي نرم تار لکـــــــــه اوبه

د ډېرو ډېرو خـــــلکو د اورونو پر خـــــلاف
ســــــــــړیه پرې وژونکی کړه ګزار لکه اوبه

راټول کړي څو لفظونه لکه څاڅکی د باران
(ساحـــــــل)چې کله ولیکي اشعار لکه اوبه


... شاعر/ نصرت الله ساحل وردګ ...
ټلګرام چینل
https://t.me/Sahil_Wardak_2


آزادۍ

تبریک موشه تبریک موشه شیبې د آزادۍ
پــه هـر لــورخورې شـولي وږمې د آزادۍ

دویــنـوبرکت دی دمــعصــوموشـهیـدانو
روانـــې سپــیــنې سپیـنې قافلې د آزادۍ

بیاراڅــرګندېږي ازادې دسـبـاوون ســــره
په ټیښته باندې سربیا تورې شپې د آزادۍ

دهیلــوغوټـۍ ګل شوې دمـؤمنوهیوادوالو
بیااوروپـه غـــوږونــــو زمــزمـــې د آزادۍ

خلاصیږي به ځوانان له تورو تورو زندانونو
ماتیږې ځیــنــځـیرونــه زولــنـــې د آزادۍ

ښکلي یـې په مینه باندې لیکه اې ساحله تل
بس ښکلي لـه خـــوند ډکې ترانـــې د آزادۍ

... شاعر/ نصرت الله ساحل وردګ ...

ټلګرام چینل
https://t.me/Sahil_Wardak_2


خلک


سوله هیڅ وخت نۀ غواړي فحاش خلک
داځني ځني ویــنـم چې عیاش خلک

ســریــې  د وهــلـــو کاټــه ولـــودی
نه چلېـږي دلته  هیڅ بدماش خلک

داځني ځني هیڅ دسړي خـوی نۀ کړي
وایم مدام وایم چــــې وای کاش خلک

کړي یې دي لوبـــــــې زمونږ عزت باندي
نه پوهیږي هیڅ وخت په باش باش خلک

وه یـې کــړه جـفــاء ددین اسلام سره
نوربه یې زغم هیڅ نه کړي برداش خلک

ساحلــــه چې راتلونکي تــه عبرت وي
باید چې یو پیدا یې نه کړي لاش خلک

... شاعر/ نصرت الله ساحل وردګ ...

ټلګرام چینل
https://t.me/Sahil_Wardak_2


زمزمې رادرومي

غوټۍ دهیلو موشوې ګل ښکلي وږمې رادرومي
دآزادۍ وه ګـــــران وطن تــــه زمزمې رادرومي

د  شهیدانو  پاکـــــو   وینـــو  ګوره رنګ  راوړﺉ
دسپین بیــــــرغ سره بیاسپیني قافلې رادرومي

د  بـــد بختـیو    بد رنګـــیو  نـــــور  ټغر  ټولېږي
دخپلواکــــــــۍ  دسوکالۍخوږې شېبې رادرومي

دخدای  په مرسته دمظلوم ملت آرمان پوره کېږي
ورته  راوړې   دامــــــن    زېري پلوشې رادرومي

که خدای کول نوربه ختمېږي دإشغال توري شپې
ښکارېږي وړانگـــــې دسباسپني شغلې رادرومي

د  تــــورو   شپو تورو   تیارو څخه   رڼا ته وزو
د  رڼا  څـــــرک لګېږي   سپیني   تجلې رادرومي

سپیني اوبـــه دسپیني سولې غواړي تږی اولس
سپیني  اوبه   دآزادۍ   د  سرچېنــــې رادرومي

نور ساحل وردګه، نیږدې شوې یومنزل ته رسو
ځــکه پرخوله د  هرافغان  دغه  نغمې رادرومي


... شاعر/ نصرت الله ساحل وردګ ...

ټلګرام چینل
https://t.me/Sahil_Wardak_2

20 last posts shown.

142

subscribers
Channel statistics