صلاح الدین ایوبي


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


داسلامي نظام نافذېدل مې دژوند ستر ارمان دي

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


.د ډاکټر نجیب جنایتونه!

⇚۱۳۵۷، حوت، ۲۴مه: په هرات کې د ولسي پاڅون د ځپلو په ترڅ کې د ۲۴ زره مسلمانو هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

⇚۱۳۵۸، عقرب، ۳مه: په داخله وزارت کې د ۱۲ زره وژلو شويو هېوادوالو د لست ځړول.

⇚۱۳۶۴، حمل، ۲۵: په لغمان قرغه یو کې د درې زره بې ګناه هېوادوالو وير جن ډله ايز شهادت.

⇚۱۳۵۸: په پوځ کې د کودتا په تور د ۲۰۰۰ مسلمانو صاحبمنصبانو ډله ايز اعدامونه.

⇚۱۳۵۸، حمل، ۳۱ مه: د کنړ په کېراله کې د تر ۱۰۰۰ ډېرو هېوادوالو ډله ايز شهادت.

⇚۱۳۶۴، حمل، ۶ مه: په کندز کې د ۹۰۰ مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت.

⇚۱۳۵۹، اسد، ۲مه: په ميدان وردګو ولایت په چک او سيد اباد ولسواليو کې د تر ۸۰۰ څخه د ډېرو مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت.

⇚۱۳۵۸، جدي، ۲۵مه: د کندز په چهاردره کې د ۷۵۰ هېوادوالو ډله يزه وژنه.

⇚۱۳۵۸، دلوه، ۱۶مه: د کندز په امام صاحب کې د ۷۰۰ هېوادوالو ډله ايز شهادت.

⇚۱۳۵۸، سنبله، ۱۵مه: د لغمان عليشنګ په قلعه نجيل کې د ۶۵۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

⇚۱۳۶۴: د ميدان وردګو ولايت په نرخ او ميدان کې د درې بريدونو په اوږدو کې د ۶۰۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

⇚۱۳۶۳، حوت، ۲۲ مه: په قره باغ او شکردره کې د ۵۰۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

⇚۱۳۶۳، دلوه: په کندزو چهاردره کې د ۴۲۵ هېوادوالو ډله ايزه وژنه

⇚۱۳۵۸، دلوه، ۲۱مه: په دشت ارچي کې د ۲۵۰ هېوادواله ډله ايزه وژنه.

⇚۱۳۶۲، قوس، ۱۸مه: په غزني کې د ۲۵۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

⇚۱۳۵۹، جدي، ۱۹مه: په خان اباد کې د ۲۰۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

⇚۱۳۵۷، د روژې مياشت: په بګرام هوايي ډګر کې د ۲۰۰ صاحب منصبانو ډله ايزه وژنه.

⇚۱۳۵۹، جدي: پر خان اباد د هاوان فيرونو په واسطه د ۲۰۰ څخه د ډېرو هېوادوالو ټپي او شهيدانول.

⇚۱۳۶۳، سنبله، ۲۸مه: په بغلان کې د بمبارد له امله د ۱۵۰ ځايي اوسيدونکو شهيدانول.

⇚۱۳۵۸، جوزا، ۸مه: د پوهاند غلام محمد نيازي، انجنير سيف الدين نصرتيار، او استاد غلام رباني عطيش په شمول د اسلامي نهضت د ۱۳۵ غړيو ارمانجن او ويرجن شهادت.

⇚۱۳۵۷، حوت: د خوست په ۲۵مه فرقه کې د ۱۳۳ صاحبمنصبانو ډله ايزه وژنه.

⇚۱۳۵۸، جوزا، ۸مه: د څرخي پله په زندان کې د اسلامي نهضت د ۱۱۷ غړيو ارمانجن شهادت.

⇚۱۳۶۳، دلوه، ۱۰مه: په ننګرهار کې د ۸۰ مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت.

⇚۱۳۶۳، سنبله، ۲۱مه: په نورستان کې د ۶۷ هېوادوالو شهادت.

⇚۱۳۵۸، جوزا، ۱۴مه: په څرخي پله زندان کې د د غازي سيد اکبر په مشرۍ د اسلامي نهضت د ۴۵ غړيو ويرجن شهادت.
۱۳۶۱، جدي، ۲۵مه: په هرات کې د ۴۰ هېوادوالو ډله ايز شهادت.

⇚۱۳۵۹، ثور، ۹مه: په کابل کې د خويندو د پاڅون په ترڅ کې د درېو خويندو هرې يوې ناهيد، وجيبه او جميله په ګډون د تاريخ تر ټولو مظلومانه شهادت.

سيد اجمل قريشي


یوه شپه په خوب کی تللی وم جنت ته
ښکــلی حوری وی شـراب وه او مزی وی
یوی حوری له یوی کونجې غږ راوکړ
جنتی بچیش دنیاکی سه قیصـی وې
غږ ده الشیخ نوبهارهمت
لیکوال ملا محمد علیم بسمل♥♥


دامارت اسلامي مؤسس سترفاتح مرحوم اميرالمومنين ملامحمد عمر مجاهد تقبله الله
او سترسالار غازي دفدايانو دسرتاج
شهيد امیر المونين ملااختر محمد منصور تقبله الله ويادته

زمونږ د قافلې رهبره دجهاد ځلانده لــــمره مجاهد مُلا عـــــــمره

ای دوخت د حق انځوره سَوئ وجود وړې مغفوره مَلا اخترمَحمَد منصوره

ترنم د مولوی سید سبحانی اغا
کلام د مولوی حنیف مظهری
https://t.me/Subhaneagha


Forward from: مشعل نشرياتي چينل
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
اشغالګرو ته موږ په پیل کي ویلي وو،چي جنګ د حل لاره نده،دوي جنګ غوره کو شل کاله جګړه وکړه،بالاخره مو په ګونډو کړل،
د اشغالګرو مزدوران چي شل کاله یي افغانان ووژل دپردیو د ګټو په موخه،پر دار د زوړندو لایق خلګو سره د سولي خبرو ته زموږ کېناستل،سولي ته زموږ ژمنتیا ښيي،بیاهم که د خبرو له لاري مشکل حل نشي،د نظامي مبارزې اپشن به وکاره وو،اولس دي ډاډه اوسې د دوي ارمانونه به پوره کوو.
طالب ویاند
مجاهد تازه مرکه




I found a great app to cut video and convert video to MP3. It's Video to MP3 Converter. It is completely free!Download it on Google Play:https://goo.gl/dtTVhs




.په مرګ بیعت
حضرت سلمه رضي الله عنه وایي:یوځل ما پیغمبرصلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ او بیا دیوې ونې سیوري ته کیناستم کله چې خلک کم شول پیغمبر صلی الله علیه وسلم را نارې کړل: داکوع زویه!ته بیعت نه کوي؟ماوویل: یارسول الله!مابیعت کړی،وېل:بیا؛نو ور ولاړ شوم او بیا مې بیعت وکړ،یو راوي وایي: له نوموړي نه مې پو ښتنه وکړه چې په دې ورځ تاسو دکوم شي په هکله بیعت کاوه؟راته یې وویل: پرمرګ
(حیات الصحابه:۲۷۸/۱ واخرجه کمافي العینی ۱۶/۷ والبیهقي ۱۴۶/۸ ابن سعد۳۹/۴)
صلاح الدین ایوبي




Forward from: ملا فقیر محمد درویش
له بریتانوي ښکېلاک څخه د استقلال ګټلو د ۱۰۱مې کليزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلاميه
نن د اسد ۲۸مه زموږ د هيواد او ملت په تاريخ کې هغه له وياړه ډکه ورځ ده، چې ۱۰۱ کاله پخوا په همدې ورځ د افغانستان غيور او مجاهد ملت د الهي نصرت په برکت له بريتانوي ښکیلاک څخه استقلال او ازادي واخيسته او د نولسمې او شلمې پېړۍ لوی استعماري قوت يې دې ته اړ کړ چې د دې هيواد او ملت ازادي په رسمیت ومني.
اسلامي امارت په داسې حال کې چې له انګليسي استعمار څخه د ازادۍ اخيستلو له امله خپل ولس ته مبارکي وایي، د کاميابۍ درشل ته نژدې شوې نننۍ جهادي مبارزه هم د افغان مجاهد ملت ستر تاریخي وياړ ګڼي.
لکه څنګه مو چې نيکونو د اشغالګر دښمن هرې حربې ته په خپل وخت مناسب ځواب ويلی، همداسې به موږ هم د خپلواکۍ ګټلو او په هيواد کې د سوچه اسلامي نظام د قيام لپاره په ټول توان هر اړخيزه مبارزه جاري ساتو او چا ته به اجازه ورنکړو چې زموږ دغه لوی او سپېڅلی ارمان ته د رسیدو په لاره کې راته خنډ شي. ان شاءالله
نن چې موږ یوځل بیا د ازادۍ او خپلواکۍ په درشل کې يو، په ټولو داخلي اړخونو غږ کوو، چې نور د دې ملت آرمانونه او حقيقي غوښتنې په نظر کې ولري، د آزادۍ او استقلال د داعیې ملاتړ وکړي او اضافه دا ځورېدلی ملت د کړاو له ګاللو څخه وژغوري.
له نړيوالو او بالخصوص د سيمې له هېوادونو څخه مو هيله ده چې د افغانستان په قضيه کې د دې هيواد له ملت سره د بیا استقلال او خپلو مشروع اهدافو ته د رسېدو په لاره کې مرسته وکړي، موږ يقين لرو چې داسې کول به له اقتصادي او امنيتي پلوه د ټولو په ګټه وي، ان شاءالله تعالی.
د افغانستان اسلامي امارت
۲۸/۱۲/۱۴۴۱هـ ق
۲۸/۵/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/8/18م


.دحق او باطل ترمنځ جګړه:
پنځمه برخه!
رسول الله صلی الله علیه وسلم دغو کسانو ته د "الطائفة المنصورة " دنصرت ورکړه شوي او بریالۍ ډلي ځانګړی نوم ورکړی او هغوی یې په دغه صفت ستایلي او ممتاز کړي دي هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي

ژباړه: زما دامت یوه ډله به تل دحق پرسر او دحق لپاره جګړه او مبارزه کوي.دوی به په دې جګړه کې بریالي او غالبه وي، دهغه چا ضرر به چې د دوی مخالفت کوي تر قیامت تر ورځې ور ونه رسېږي رښتیا به هم دوی دحق په لارکې هلې ځلې کوي او دحق سره سمه لارښوونه او عدالت به کوي د رسول الله صلی الله علیه وسلم دښمنان به یې په مقابل کې درېږي او جنګ جګړه به ورسره کوي ،په مخ کې به یې خنډونه ایجادوي ،خو بې له دې چې په تنګ یې کړي بل تاوان نه شي ور رسولای.
((لَن يَضُرُّوكُمْ إِلَّآ أَذًى ۖ وَإِن يُقٰتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ))
ژباړه:
دوى تاسي ته هیڅ ورانى نشي در اړولای، ايله بيله دومره كولى شي چي تنګ مو کړي. كه دوى ستاسي سره وجنګیږي، نو په مقابله کښي به شا در واړوي، بيا به داسي بېوسي وي چي له هیڅ لوري به مرسته ورته ونه رسیږي
نور بیا
Salohudin Ayuby






موضوع: دحق او باطل ترمنځ جګړه

څلورمه برخه؟!
بیا دحضرت محمد خاتم النبین صلی الله علیه وسلم تربعثت وروسته دغه دښمني دهغه د پیروانو او دښمنانو ترمنځ ولوېده،حضرت رسول صلی الله علیه وسلم دقوم له لویانو اومجرمانو څخه ډېر دښمنان لرل
((وَكَذٰلِكَ جَعَلْنَا فِى كُلِّ قَرْيَةٍ أَكٰبِرَ مُجْرِمِيهَا لِيَمْكُرُوا فِيهَا ۖ وَمَا يَمْكُرُونَ إِلَّا بِأَنفُسِهِمْ وَمَا يَشْعُرُونَ))
ژباړه:
او په همدې ډول موږ په هره سيمه کښي د هغې غټ غټ مجرمان بوخت کړيدي چي هلته د خپل مكر او ټګۍ جال وغوړوي. په اصل کي هغوى د خپلي ټګۍ په لومه کښي په خپله نښتي دي، خو له هغو سره ددې شعور نشته.
په دې هکله ابوجهل ،عتبه ،ابولهب،شیبه،اونور د رسولانو علیهم السلام د دښمنانو ډېرې ښې بېلګې دي، بیاهغه کسان د دې دښمنانو ډېرې ښې نمونې دي چې دپېړیو په اوږدو کې زمونږ ترمحاله او ترڅو دا مځکه او پر هغې دا خوځنده وي د رسول الله صلی الله علیه وسلم دبلنې په وړاندې به جګړه کوي البته د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته د دوی په وړاندې دمقابلې میراث د ده ورثه وو ته رسېدلی دي،یعنې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت په وړاندې دجګړه کوونکو سره دحګړې او مقابلې میراث هغو علماوو ته پاتې شوی دی چې دهغه دلارښوونو وارثان دي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (ان العلماء ورثة الانبیاء)دحدیث ژباړه ده، عالمان دپیغمبرانو وارثان دي :لوی څښتن څرګنده کړې ده چې په دې امت کې داسې کسان رامنځ ته کیږي چې دغه مقدسه دنده او رسالت پرغاړه اخلي له هرتوکمه څخه به لوی څښتن داسې کسان غوره کوي چې دحق دجګړې او مبارزې رپۍ(بیرغ)به اوچتوي او پر خپلو همهالو به حجت قایموي له دې امله لوی څښتن په قرآن کریم کې فرمایي:
((وَمِمَّنْ خَلَقْنَآ أُمَّةٌ يَهْدُونَ بِالْحَقِّ وَبِهِۦ يَعْدِلُونَ
ژباړه:
زموږ په مخلوق کښي يوه ډله داسي هم شته چي بيخي له حق سره سمه لارښوونه او له حق سره سم عدالت كوي.نوربیا
(الانعام:۱۲۳- الاعراف:۱۸۱)
Salohudin Ayuby.




.له خپل رب سره مینه او اړیکه

ځوان لیکي؛
قرآن الکریم مي په لاس کي ؤ او تلاوت مي کاوه.
چي په زړه کي مي راوګرځېدل چي؛ ته دي ټلیفون وګوره کوم چا خو به اړیکه نه وي نیولې؟


په یوه لاس کي مي ټلیفون او په بل لاس کي مي قرآن الکریم ؤ. کله چي مي د ټلیفون مسیجونه وکتل.
نو یوه ملګري مي د مالك بن دینار رحمه الله دغه مقوله رالېږلې وه؛
چي فرمایلي یې دي:
" کوم کس چي د مخلوق تر خبرو د الله په خبرو خوشحاله/ارام نه شو.
نو د داسي کس علم لږ، زړه یې ړوند او (تېر شوی) عمر یې ضایع شوی دی".

ځوان وایي؛ "ماته حیاء راغله چي ما ولې د قرآن د تلاوت په وخت کي ټلیفون راواخیست او له خپل رب سره مي اړیکه پرې کړل."

وایي؛
"له هم هغي ورځي راهیسي چي کله هم تلاوت، ذکر، دعاء او یا لمونځ کوم نو ټلیفون بالکل له ځانه لېري کښېږدم.
او یوازي په یوه بېله خونه کي له خپل رب سره په اړیکي کي شم."


.دحق اوباطل ترمنځ جګړه :
دریمه برخه!
حضرت ابن عباس رضي الله عنه فرمایلي دي،ترآدم علیه السلام وروسته ترلسو پېړیو پورې خلک پرهدایت اوسمه لار روان وه.بیایې ترمنځ مخالفتونه پیدا شول. له دې امله لوی څښتن دوی ته دسمې لارې لاري ښوولو په موخه پیغمبران ورولېږل "په دې توګه کېدای شي ووایو چې تر آدم علیه السلام وروسته چې راتلونکو توکمونو دحق او د لوی څښتن د توحید په باب له آدم علیه السلام څخه لارښوونه تر لاسه کړې وه پر هغې باندې وفادار پاته شول: څو چې دغه شیطان اغېزه پر وښندله ، دتوحید له لارې یې واړول او د دې توحید نخښې یې له منځه یووړې ځکه نو اړتیا پېدا شوه چې پيغمبر را وپاڅېږي، څو اسلام او توحید له سره نوی او تجدید کړي نو هغه وه چې لوی څښتن مبشرین او منذرین پیغمبران ور ولېږل. بیا چې پیغمبران علیهم السلام مبعوث شول دپیغمبرانو او دهغو د پیروانو او دپیغمبرانو د دښمنانو (شیطانانو)اود هغو دلارویانو ترمنځ دښمني را منځ ته شوه ځکه نو لوی څښتن فرمایي:
((وَكَذٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِىٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِينَ ۗ وَكَفٰى بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا
ژباړه:
[اې محمده (ص)!] موږ په همدغه شان مجرمان د هر پېغمبر دښمنان ګرځولي دي. او ستا لپاره ستا رب لارښوونکی او مرستندوى كافي دى.
نو داسې پیغمبر نه وو پاڅېدلی چې له سرکښانو او مجرمانو څخه به دښمنان نه ورته پیدا کېدل ، کوم چې د دوی په لار کې به یې خنډونه را منځ ته کول او په ډول ډول وسایلو به یې نیوکې او اعتراضونه پرکول ،لوی څښتن فرمایي:
((وَكَذٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِىٍّ عَدُوًّا شَيٰطِينَ الْإِنسِ وَالْجِنِّ يُوحِى بَعْضُهُمْ إِلٰى بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا ۚ وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ ۖ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ))
ژباړه:
او موږ خو تل همداسي شيطان انسانان او شيطان پيريان د هر پېغمبر دښمنان ګرځولي دي، چي يو بل ته خوږې خبري د غولوني او فريب لپاره رسوي. كه ستا د رب دا اراده واى چي هغوى دي داسي ونه کړي، نو هیڅكله به يې داسي نه كول. نو ته هغوى پر خپل حال پرېږده چي په درواغو تړلو کښي اخته وي.
((وَلِتَصْغٰىٓ إِلَيْهِ أَفْـِٔدَةُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْءَاخِرَةِ وَلِيَرْضَوْهُ وَلِيَقْتَرِفُوا مَا هُم مُّقْتَرِفُونَ
ژباړه:
(موږ هغوى ته ددې هر څه كولو وخت ځكه وركوو چي) كوم خلك چي پر اخرت ايمان نه لري، د هغوى زړونه ددې غولوونكي ښکلا په لوري مايل وي، او هغوى پرې خوښ شي او د هغو ناوړو چارو په کړو لاس پوري کړي، چي هغوى یې كول غواړي؛
(الفرقان:۳۱-الانعام: ۱۱۲-۱۱۳)
Salohudin Ayuby




.‏داسلامي امت رهبره:
الله تعالی دپه جنتې فردوس کې له امیرالمؤمنین حضرت عمرفاروق رضي الله عنه سره یوځای کړه په رښتیا چې ته ثالث عمر وي
(امیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد رحمه الله)
په لاندې پیغام کې دعمري عدالت یوه نمونه ترسترګو کیږي https://t.co/lSXUEE6DHi‎


.موضوع: دحق اوباطل ترمنځ جګړه:

دوهمه برخه:
له دغې شېبې څخه انسان دشیطان دمکرونو اوچلونو سره مخامخ شو او دغه سره په جګړه اخته شو شیطان ترهغو د آدم علیه السلام په تېر ایستلو لګیاوو، چې له جنته یې دې دنیا ته را و ایست په دې ټوګه له دغه مهاله دا مځکه دجګړې ډګر وګرځېده ،لوی څښتن فرمایي:
(فَأَزَلَّهُمَا الشَّيْطٰنُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ ۖ وَقُلْنَا اهْبِطُوا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۖ وَلَكُمْ فِى الْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتٰعٌ إِلٰى حِينٍ))
ژباړه:
په پاى كښي شيطان دوى دواړه هغي وني ته په لمسولو، زموږ د امر له منني څخه واړول او له هغه حالت څخه يې و ايستل چي هغوى په كښي ول. موږ امر وكړ: "اوس تاسي (د جنت څخه مځکي ته) كوز شئ، تاسي به يو د بل دښمنان یاست. او تر يوې خاصي مودې پوري مو په ځمكه كښي هستوګنه او همالته ژوند تېرول دي."
ترکوزېدو وروسته د وګړو ځېنو توکمونو ته تر پېړیو پېړیو پرسمه او دهدایت او ایمان پر لار تله له خپل پلار آدم علیه السلام څخه په میراث ورپاتې شوه ،لکه په البقره سوره کې دلوی څښتن د دې وینا په تفسیر کې راغلي دي:
((كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وٰحِدَةً فَبَعَثَ اللَّهُ النَّبِيِّۦنَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَأَنزَلَ مَعَهُمُ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ ۚ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلَّا الَّذِينَ أُوتُوهُ مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَيِّنٰتُ بَغْيًۢا بَيْنَهُمْ ۖ فَهَدَى اللَّهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا لِمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِهِۦ ۗ وَاللَّهُ يَهْدِى مَن يَشَآءُ إِلٰى صِرٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ
ژباړه:
په لومړي وخت کښي ټول خلك په يوه لاره روان ول (بيا چي دې وضعي دوام ونکړ او اختلافونه رامنځ ته شول) نو الله پېغمبران ولیږل چي په سم تګ زيري وركوونكي او د انحراف له نتيجو څخه وېروونكي ول، او له هغو سره يو ځاى یې حق كتاب ولیږه، تر څو هغه اختلافونه چي د حق په باب د خلكو تر منځ راغلي ول فېصله کړي. (او ددې اختلافونو د پېښېدو دليل دا نه ؤ چي په ابتدا کښي خلكو ته د حق ښودنه نه وه شوې، نه،) اختلاف هغو كسانو را پيدا کړ چي د حق په برخه کي معلومات ورکړ شوى ول، هغو د روښانه لارښودنو له موندلو څخه وروسته یوازي پدې غرض حق پرېښود او بېلا بېلي لاري یې رامنځ ته کړې چي غوښتل یې په خپلو منځو کښي يو پر بل تېرى وکړي. نو الله هغو كسانو ته چي پر پېغمبرانو یې ايمان راوړ، په خپل اذن (اراده) د حق هغه لاره وښودله چي خلكو په کښي اختلاف کړى ؤ. د الله چي چا ته خوښه شي سمه لاره ورښيي.
(البقره:۳۶-۲۱۳)
صلاح الدین ایوبي

20 last posts shown.

8

subscribers
Channel statistics