ثاقب خپلواک


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
قدرمنو ملګرو موږ به د خپل زړه مینه او درد د پنځګر خیال په مټ د شعر په ژبه راټولو ، او تاسو ته بې په ریښتنې مینه وړاندې کوو.
هیله کوم د لینک په نشرولو کې راسره مرسته وکړی.
ثاقب خپلواک

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


#کره_کتنه
کره کتنه زموږ د معاصر پېر ادب د ودې پر لور هڅوي، کره او نا کره پنځونې سره بېلوي او دغه رنګه پنځګرو ته د ښکلو هنري لفظونو،نویو ترکيبو وړتیا وربخښي او ادب به مو د فصاحت او بلاغت له پلوه بډایه کړي.
ځکه کره کتنه د ادب روح ګڼل کیږي، له کره کتنې پرته ادب نیمژواندی وي.
ډېر پنځګر خیالونه به له تنافر،غرابت،تعقید،تالیف او دې ته ورته له ډیرو ادبي تېروتنو و ژغوري.

شعر له آره هم د ښایست له پلوه ،تخیل،ځانګړو تشبیهات،نویو استعارو،کنایاتو او د ادبي جوړښتنو پر ځای کارونې ته اړتیا لري
د کره کتونکو زیار او هڅې به زموږ په معاصر ادب کې د خامو موادو هڅه صفر ته راټېټه کړي.
د ځېنو ګونګو پنځونو شننه به زموږ د معاصر ادب ډیر پنځګر وګړې له ګونګو پنځونو څخه د هنري ابهام پر لور و هڅوي.
هنري ابهام له ګونګوو ویناوو څخه په زیات واټن توپیر لري ،هنري ابهام د خلکو خیالونه را پاروي، د شعر د هنري برخې راسپړلو تې وار په وار هڅوي، د شعر د ښکلا پېغله چې څومره په رازدارو،مرموزو حجابونو کې مستوره وي ، هغومره یې د ښکلا د راز پلټنې ته د کتونکو تلوسه زیاتېږي.
ګونګه شاعري د کتونکو پر خیال بد اغېز شېندي،د لوستونکو د مینې کچه له صفر سره ضرب کوي.

لیکوال: ✍ ثاقب خپلواک
👇👇👇👇
@saqibkhapalwak12


غزل
ـــــــــــــــ
توره شپه سپینه رڼا لکه دوې بنې
دلته دوه رنګه هوا لکه دوي بنې

د رباب شرنګ د بنګړو له شرنګه بېل دی
دغه دوه کیفه شرنګا لکه دوې بنې

چې غصه شي بیا په سرو شونډو مسکۍ شي
دا غُصه یو ځل مسکا لکه دوې بنې

ژوند او مرګ شته د دنیا په خانقا کې
په پناه پسې پناه لکه دوې بنې

د کعبې د رغېدو په اراده کې
هاجره او هم سارا لکه دوې بنې

کړه يې هجر د زمزم چینه بهانده
بدرنګي سره ښکلا لکه دوې بنې

ای ثاقبه ! ښکلو سترګو ته دي پام دی؟
ده یې هر ناز او ادا لکه دوې بنې

شاعر: ✍ ثاقب خپلواک
👇👇👇👇
@saqibkhapalwak12




د نیکمرغه لوی اختر د مبارکي پیغام !!!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

خپلو قدرمنو، ټولو خوږو ملګرو او دوستانو پتمنو او غمځپلو هېواد والو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ورڼو ته د نیکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د سپیڅلي اختر مبارکي وړاندي کوم
هغه هم په داسي حال کې چې زموږ د هېواد سپیڅلی پاک حرم د شکیلاګرو د اشغال د توند طوفان په طوفاني څپو کې را ایسار دی.
او د هېواد په هره زاویه،کلي او دیار کې مو هره کورنئ د ناخوالو شاهدي ورکوي،د هېواد تاندو،زړورو او بهادرو زلمو مو په خپلو معصومو پاکو وینو هر کاڼي ته په زنه زرین خال ایښی.
او د عشق پر کعبه مو د استشهادي کنډک استشهادي اتلان د بارودو په احرام کې د میني طوافونه کوي.
زموږ ډیرو ګلونو زلمو د اعلاء کلمة الله لپاره د بدرنګ خزان په غیږې ته خپل سرونه وړاندي کړل
ډیرو غوښتلو،باشهامته اسیرانو،ځوانانو مو د بنګړو د شرنګ په ځاې د زولنو شرنګ ته لبیک ویلی
او په هره بانډه کې مو د ځوانيمرګو، اتلو شهیدانو په خړو قبرونو سپین بیرغونه رپې
ډیر یتیمان مو د خپلوانو د مبارکۍ پر ځای په ساندو او سلګیو د خپل شهید پلارجان پر قبر ګلونه شیندي
د اختر د خوښئ له راتګ سره، د شهید طالب جان فراق د بورې مورکۍ پر ګونجې مخ یو ځل بیا د هجر دُور دُور اوښکې ماتې کړلی
اوس د شهید طالب جان د کونډی ناوې وریښمنو،نازنینو لاسونو د نکریزو نه بلکې د خاورو رنګ اخستی
هغه بې وروره خور د شهید ورور جان د خواږه ژوندون له کیسې سره په ژړانده ژبه اوښکې تویوي
سره له دې ټولو غمیځو او ناخوالو په غریو نیولې او رنځوره لهجه درته د نیکمرغه کوچنی اختر مبارکی وړاندې کوم
نیکمـرغه کـوچنی اختـر مو مبـارک شـه !!
الله تعالیﷻ دې د ټول مسلمه امت طاعات، عبادات اذکار او د سترواک رب ﷻ په لاره کې ستړیاوی او ترسره کړي خدمتونه ټول قبول او منظور کړي.
لوی څښتن ﷻ دې نور زموږ پر ګران هیواد کې د ایل شکیلاکرو د طاغوتي چپاؤ اختتام او د سوچه اسلامي نظام قیام رامنځته کړي. چې ټول ځوریدلې کړیدلې ولسونه مو په امن ، سوله او عزت کې ژوند وکړي.
ټول هغه بندیان چې د اعلاءکلمةالله او د هیواد د آزادۍ په خاطر په زندانونو کې د توروتمبو شاته پراته دي، ځواکمن ربﷻ هغه اتلان له سرلوړي آزادۍ نه برخمن او دشهیدانو دې، الله تعالی په خپل لوی دربار کې شهادت قبول او په جنت کې لوړ مقام ورپه نصیب کړي.

لیکوال: ✍ ثاقب خپلواک
👇👇👇👇
@saqibkhapalwak12


غزل
ـــــــــــــــ
د رڼاوو کرشمه ده ، ښایسته ډکه له نُوره
د فطرت د نور جلوه ده ، ده ډیوه د رڼا حُوره

له نغمو د تلاوت یې ، داؤدي ترنم اوري
سندریزه نغمه وتې ده ، له پاڼو د زبُوره

زمزمې د الاهو وي ، کائنات ټول پر رکوع وو
پرشتې پر سجده وي ، بیا د مینې له سُرُوره

په دنیا کې د جنت ونه طوبی راته ښکارېږي
یوه د مینې معجزه ده ، حجابونو کې مستُوره

چې یې زور د مینې چُور کړ،چې یې رام د عشق غرور کړ
یوه رنګینه فلسفه ده ، په ښایست باندې مغرُوره

چې د زېړې زرغونې، سرې زرغونې غوندي ښکارېږي
پر نرۍ ملا را کږه ده ، لکه ښکلې سپینه تُوره

د ښایست رنګ یې زه اورمه له څانګو د ګلونو
چې د مینې یې ښکالو راتله ، د حُسن له غروره

زې رنګینو انځورګرو نرګسي سترګو رنځور کړم
د ښکلاوو یو سیمبول ده ، چې ښکلا یې کړه رنځُوره

د موسی په څېر ثاقبه ! که یې غیږه کې دېره شوې
خو هغه د قدر شپه به کمه نه وي ، بیا له طُوره

شاعر: ✍ ثاقب خپلواک
👇👇👇👇
@saqibkhapalwak12


غزل
ـــــــــــــــ
د پاپ مېنه سپېره شوله ، زینار له ډاره رېږدي
شوې ړنګې کلیساوې ، د مینار له ډاره رېږدي

یتیمې بت کدې شوې ، د شېطان بار جنازه شوه
له هسکه پرې سپین ستوري کوي، وار له ډاره رېږدي

د غرب بېړۍ شوه غرقه ، چې غروب یې شو په برخه
په سیند کې د جهاد غربي کفار له ډاره رېږدي

د عشق کعبه ، د وخت ابرهه نه شي ورانولی
اوس لوړ ګوري مایوسه، د سنګسار له ډاره رېږدي

خزان یې کړل خزان اوس د خزان مغرور خیالونه
د ژوند پاڼه یې زېړه ، د بهار له ډاره رېږدي

د سپېنو تورو پړک دی،د غازي خوله کې تکبیر دی
ثاقبه ! تورې شپې د سپېن سهار له ډاره رېږدي

شاعر: ✍ ثاقب خپلواک
👇👇👇👇
@saqibkhapalwak12


ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې یې مرموز حُسن کې ښکاري فلسفه د رڼا
رب د قرآن ، پاڼو کې نغښتې حماسه د رڼا

ځي یې د هر سورت له نوره، د خلوت لپاره
ستا د زړګي ، تر خانقا پوري ، جلوه د رڼا

ستا لامبوزن اروا به وړي تر خپل منزله پورې
د نور په سيند کې ، هغه ځغلنده څپه د رڼا

چې دې خورې د ايمان وړانګې شي، د روح پر څانګو
د عشق درسګاه کې ، به شې ستا بله ډيوه د رڼا

کيف د الهام دی ، چې يې راوړه د ثريا له غيږې
اَسرار ، د فقې ، د رازونو سلسله د رڼا

چې يې د رب د رضا رنګ دی له حديثو وړَی
شي به دې پاتي پرګنو ته نمونه د رڼا

چې يې مهمل ژوند ته تابيا ده، د مانا نيولې
ده د تـوحيد کلیمه ، ستره مدرسه د رڼا

ثاقبه ! لمر يې په غروب پسي ،غروب نه کوي
که غروب وکړې ، هغه ښکلې پيلامه د رڼا

شاعر: ✍ ثاقب خپلواک
👇👇👇👇
@saqibkhapalwak12


انځورګره !!!
ــــــــــــــــــــ
د دردونو ، پرهرونو انځورګره !
د ویرونو ، ارمانونو انځورګره !

کړې دې واه د راز غوټۍ ، د زړه پر دښته
مست سپرلی یې ، د رازونو انځورګره !

اخ !!! د پیغلو مات بنګړي تر چنار لاندې
د شهیدو ، ګودرونو انځورګره !

چې انځور دې، کړ د فکر په لاس باندې
انځورګر یې ، د خیالونو انځورګره !

د غزل تابلو دې ، څومره ښکلې ښکاري
ای ! نقاشه د لفظونو انځورګره !

اخ !! ثاقبه ! ته خو ارتې تڼئ ګرځې ؟
یې د څېریو ګریوانونو انځورګره !

شاعر: ✍ ثاقب خپلواک
👇👇👇👇
@saqibkhapalwak12


غنمرنګه .!!!
ــــــــــــــــــــ
چې خوشبو احساس کړه،سترګو ستا له رنګه غنمرنګه!
شه روزي دې ، ګلابي حُسن ملنګه غنمرنګه!

زما ایمان تر ښایست ښکلی ستا ښایست تر ایمان ښکلی
دنیاګۍ دي زما د مینې کړله ړنګه غنمرنګه!

له فطري رنګونو چا کړه،ستا د حُسن تابلو جوړه؟
څومره ښکلی غوندې ښکارې غنمرنګه_غنمرنګه

د ښایست لونګین زیب به دي په څنګه تورو ستایم؟
ده ښکلا دې خوشبو وړې له لونګه غنمرنګه!

بهاند سیند مې له لېمو د غنم رنګ چاودلې زړه نه
چې یې تللی زما له څنګه ته ګلرنګه غنمرنګه!

چې ثاقب دي کړ خمار_خمار، چنار_چنار زلمیه!
ړنګه بنګه دي ځواني په ونه دنګه غنمرنګه!

شاعر: ✍ ثاقب خپلواک
👇👇👇👇
@saqibkhapalwak12


#دشعر د داخلي جوړښت په ښکلا کې چې مهم رول لوبوي،د هغو توکو د پیژندنې لړۍ چې پېل کړو تاسو یې څنګه ارزوئ!؟
هغه لکه: (1)تشبیه(2)کنایه(3)مجازمرسل(4)استعاره(5) تصویر(6)عاطفه(7)حسامیزي(8)سېمبول (9)پاراډوکس او داسي نور شامل دي.

#که_راسره_موافق_یاست_د_لینک_په_نشر_کېدو_راسره_مرسته_وکړی

لیکوال: ✍ ثاقب خپلواک
👇👇👇👇
@saqibkhapalwak12


غـزل
ـــــــــــــــ
د حورو تر څېرې رنګ د بلال کړي غزونې
ښکلاوو تې په مینه لکه د خال کړي غزونې

اَحد په بدرګه، ورسره وایي، واړه غرونه
نغمې چې یې پر لور د ذوالجلال کړي غزونې

چې کله د شپونکي طالب شپیلۍ اسرافیلي شي
د ارګ تر سیوري پوري به زوال کړي غزونې

د مرګ نیلی زین کړی،بیا ښکاري پر هغه لور دئ
کم ځای کې چې د ژوند هوسۍ غزال کړي غزونې

کوچیږي یې کوچۍ اوښکی له سترګو دکږدیو
په مراندو ، د بڼو کې یې جمال کړي غزونې

چې بوی د تور ، لونګ پاشي ، داستا عنبري څڼی
خوشبو یې ، لویه غیږ کي ، د شمال کړي غزونې

خو کله چې دوینو پسرلیو سره ملې شي
سلګۍ یې تاندې،څانګې تر جلال کړي غزونې

له واړه نړۍ ، لاس د فکر تاو کړ زما مینی
تر وړانګو به ثاقبه ! د هلال کړي غزونې

شاعر: ✍ ثاقب خپلواک
👇👇👇👇
@saqibkhapalwak12


#د_کره_او_ګونګ_شعر_توپیر

د شعر په مرموزه ژبه ادب پوهان پوهیږي، پنځګر خپله پنځونه د عام فهمه وګړو د کتنې په هوډ نه لیکي.
هغه نالوسې او د غزل په مرموزه ژبه نه پوهیدونکې وګړي تل هُنري او انځوريز شعر د ګونګ شعر په تله تلې! وایي چې دا بې معنا غزل یې په کومه ژبه پنځولې ده.

چې کره او ناکره شعر نه شي سره بېلولای هغوي ته هر آهنګ لرونکی کلام شعر ښکاري.

خو زما په اند هر هغه موزون کلام ته موږ ښه شعر نه شو ویلای چې سیلابونه،قافيه او ردیف یې برابر وي.
د غزل کرتوب ادبپوهان هله درک کولای شي چې د پنځګر پنځونه کې د الفاظو او غونډلو اوډنه د ښکلا ،تخیل او مضمون له پلوه ښه کرتوب ولري.
شعر یې باید له نوښت سره په زړه راښکونې رنګ رنګ شوې وي.
د غزل اصلي توکې:
تشبیه، استعاره، مجازمرسل، او کنایه غزل د ښکلا په جامه پوښي،شعر د دغو توکو په مټ د کرتوب له پلوه مرموزه بڼه خپلوي؛ خو موږ ورته ګونګ شعر نه وایو.
او هر د الفاظو له اړخه ګونګ شعر ته ښه شعر هم نه شو ویلای ،چې له پنځکره د خپل غزل وضاحت او تشریح وپوښتې له خندا پرته بل ځواب نه لري
دا هغه ګونګ بې معنا او بې فایدې ناکره شعر دی.

لیکوال✍ ثاقب خپلواک
👇👇👇👇
@saqibkhapalwak12


عشق !؟
ــــــــــــــــ
عشق : د مینې د خیالونو یو تفسیر دی
عشق : د حٌسن د رنګونو یو تفسیر دی

عشق : د ستړي ژوند کیسه ده نه ختمېږي
عشق : د ستړو څو اهونو یو تفسیر دی

عشق : د رمز او نیاز محبت یو ښکلی نوم دی
عشق : د پټ راز ،د رمزونو یو تفسیر دی

عشق : د ښکلې ښکلا کیف ته ویل کیږي
عشق : د ښکلو ښایستونو یو تفسیر دی

عشق : د اور لمبې ګلزار ته کړلې ورته
عشق :د واړه جنتونو یو تفسیر دی

عشق : د عشق خوږو نغمو ته وویل کیږي
عشق : د مینې د رقصونو یو تفسیر دی

عشق : سکه ورور د مسکا او د ژړا دی
عشق : د لَوْېو فریادنو یو تفسیر دی

عشق : د متن یوسفي ، زُلیخا شرحه
عشق : د واړه کتابونو یو تفسیر دی

عشق : بیا څه دئ؟لیوني پرې عاشقان
عشق : د ډیرو ارمانونو یو تفسیر دی

عشق : ثاقبه ! ستا د سترګو زاویو کې
عشق : د ورکو تصویرنو یو تفسیر دی

شاعر:✍ ثاقب خپلواک
👇👇👇👇
@saqibkhapalwak12


اتڼونه د شپونکېو ، نغمې اوري له شپیلېو
دي سندرې د زلمېو ، بيا د سولې له کیږدېو

ښکلی غږ:🎤 ماشوم شیرزاد
شاعر:✍ ثاقب خپلواک
👇👇👇👇
@saqibkhapalwak12


Video is unavailable for watching
Show in Telegram


غـزل
ــــــــــــــ
سندریز کیف، د تورې شرنګ ، در سره مینه لري
پېغله ټپه یې ، زلمی ننګ ، در سره مینه لري

ملالۍ تال ته چمبه ور کړه ، شته سندري د ننګ
تېر د میوند سپيڅلې جنګ ، در سره مینه لري

چې یې په تیکي کې،پرته پر غلیم پورته نه شی
لاس نه پریوتې، تورې زنګ ، در سره مینه لري

د عشق طواف در باندي کړي،دمه دې غیږ کې اخلي
پر تا مئین ډیوې ، پتنګ ، در سره مینه لري

سِکه د حُسن دې ، چلېږي د ښکلا بازار کې
کچکول د مینې ، د ملنګ ، در سره مینه لري

د تخلیق رمز کې دي،بیا څومره پټ رازونه نغښتي
ښایسته ګلابه ! ښکلی رنګ ، در سره مینه لري

ناقوسه ! چیغې دي شه غلې په اذان د مینې
رب دي ګونګی کړه،چې پرنګ ، در سره مینه لري

د آذادۍ ! لیلا سور شال به دي،پر سر غوړوم
شیندم پر زلفو دي ، لونګ ، درسره مینه لري

ثاقبه ! ړنګ، بنګ یې روان خمار ځنګېږی پر لار
هغه د ښکلو شونډو بنګ ، در سره مینه لري

شاعر:✍ ثاقب خپلواک
👇👇👇👇
@saqibkhapalwak12


د مینې تقدس !!
ــــــــــــــــــــــــــ
ستا د مینې تقدس کې ، پټ مرموز د مینې راز دی
ستا د عشق په معجزه کې،څه عجیب کېف د اعجاز دی

چې نغمو د توحید وکړې ، پر هر لوري غزونې
دلته ګونګه موسیقي شوه ، دلته ګونګ اواز د ساز دی

په سجدو ټول کائنات وو ، یو د مینې ترنم وو
ربابي ! غلام د مینې ، د رباب غلی شهباز دی

د جلال په کرشمو کې ، د جمال په پلوشو کې
حقیقت ستا د ښایست نغښتې پردو کې د مجاز دی

چې لفظونه دې ستایلو ته له هرې ښکلا تراشو
ځکه ستا د عشق له حُسنه زموږ د مینې اروا ساز دی

تا ته ورته په ګلونو کې د خدای معرفت وینو
له سرو شونډو د غاټول مو اورېدلی ښه په ناز دی

خیر د حسن چې را ټول کړو موږ د مینې په کچکول کې
ستا د حسن ملنګي کې مو لېدلی لوی اعزاز دی

چې یي نور د رسالت دی ، پړکېدلی په حرا کې
له ښکلاوو یې ثاقبه ! زرین لوری د حجاز دی

شاعر:✍ثاقب خپلواک
👇👇👇👇
@saqibkhapalwak12


غزل
ــــــــــــــــــــ
اتڼونه د شپونکېو ، نغمې اوري له شپیلېو
دي سندرې د زلمېو ، بيا د سولې له کیږدېو

د طالب دا فلسفه ده ، چې زموږ سوله ګلبشره ده
پیغلې ویشي پر ژڼکېو ، بیا ګلونه د سپرلېو

ښکلی شور دی په دېرو کې ، خاموشی په هدېرو کې
ځالې جوړې کړې چوڼېو ، په حجرو کې توتکېو

اوس نه شته لوړ جهـازونه ، د چورلکو اوازونه
نه چوڼا شته د مرمېو ، او نه ځوږ د مردکېو

چي نګین د سلیمان وي، پرې ولجه د چم دېوان وي
له بلقیسو ملالېو ، له حسېنو ښاپیرېو

د سیتار غلی شهباز دي ، دلته ګونګ اواز د ساز دی
خوږ جرس دی د پاولېو ، شرنګهار دی د بنګړېو

چې ښکاري پریښی ښکار دی ، د پنځم موسم بهار دی
خوشبو اوري له غوټېو ، ستا له سرو سترګو هوسیېو

چې رڼا تیاره د شپې وړي ، لمر د ستورو جنازې وړي
د ښکلا راج د سپوږمېو ، ایل کړ زور د ترږمېو

څومره خوند کړي سوله سوله،چې پرې مینه وي را ټوله
وار ثاقبه ! د خوښېو ، کړ ټغر ټول د سلګېو

شاعر:✍ ثاقب خپلواک
👇👇👇👇
@saqibkhapalwak12


وینې څاڅي .!!
ـــــــــــــــــــــــــ
د بارودو ، له غباره وینې څاڅي
د دې ښار پر هره لاره وینې څاڅي

چې د پیغلو مات بنګړي ورپه کې ښکاري
د ګودر له ړنګ چناره وینې څاڅي

د ښکلا په شپه یې، ناوی کړه شهیده
په سلګو یې له سینګاره وینې څاڅي

د رڼا تږي به کله پرې اوبه شې؟
په دې چم کې له سهاره وینې څاڅي

د شهید جومات له ورانو دیوالونو
له خټین لوړه مناره وینې څاڅي

ترهیدل چې شیطانان یې له وارونو
بیا د ستورو له مداره وینې څاڅي

چې نغمو یې ویښول ویده قومونه
د رباب له سوې تاره وینې څاڅي

اخ !! پر ګل څیره یې پروت شبنم د وینو
د ګلاب له ګل رخساره وینې څاڅي

چې مهین درد پري مئین ولو ثاقبه !!
له سرو ، شونډو د پرهاره وینې څاڅي

شاعر:✍ ثاقب خپلواک
👇👇👇
@saqibkhapalwak12



20 last posts shown.

551

subscribers
Channel statistics