د شاعرانو غورچاڼ


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


ما ویل ستا په ژوندون څه وشول ریحانه
ده ویل خدازده دابي واکه لا رنځور دی

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


Forward from: شاعر ضرار معسود
پــــــــــــه درد اه فريادونو اسويلو کې مې ژوند ګير ده
رامه ســــــــــــــــــتا دا يادونو مې لا زړه نا راچاپير ده

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

قـــــــــــــــــــــدم زکه اوس مړاوېګدم زما ورکه جانانه
ستــــــــــــا هيجر بيلتانه رانه تاوو کړې کلک زنځير ده

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اوس نــــــــــــه کړم سينګارونه دا په خوا غوندې لاليه
لا زانه مــــــــــــــې جوړ کړې اوس شډل بډل فقير ده

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کاوم زکه پــــــــــــــــــه خوله سوى سلګې او فريادونه
په زړه باندې واتلې مې دا ســـــــــــــتا دا فراق تير ده

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

چې زه شوام پرې ميئن نو تورې خاورې ى نصيب شوې
دا څه مــــات خوار قسمت زما ليکل شوې په تقدير ده

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پـــــــــــه توره نيمه شپه کې بيا ضرار دا چا ياد سپړى
دا سپينـــــــــــو رنړو اوښکو ى ګريوان باندې باهير ده

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ضرار معسود
@zararmasood


Forward from: شاعر ضرار معسود
دا حــــــــــــــــــقې لارې لاراويان په بد نظر ما ګورې
خلکو سپيڅلى طالبـــــــــــــــــان په بد نظر ما ګورې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

وى ى ګُزران پــــه تورو غرو او په خطرو کې هر وخ
زمونګ دا خکولى دين غازيان پـــــه بد نظر ما ګورې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په خړو خاورو کې ى ګل ګل شـــــــــهيدان پراته دى
زمونګ لوى کور افغانستان پـــــــــه بد نظر ما ګورې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لوى ګناه ګار با شې دا رب مـــــــاکه واى مکړې نوره
قانون دا خکولى پاک قـــــــــرآن په بد نظر ما ګورې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ضرار معسود با ګيلامن شــــــــــــى بد ى ما ياداوۍ
زړه ى داى ګل وزيرستـــــــــــان په بد نظر ما ګورې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ضرار معسود
@zararmasood


Forward from: شاعر قاري عمران هروي
لیزري طالبه

ښه په هنر باندي يي وله په تندی طالبه
چی درنه بچ نشي قربان دي لیزري طالبه

ده پوستو څنګ کی ورته کښینه په کمین جانانه
چی درنه پورته نکړی سر زما غازي طالبه

ده غرب بچي دی ګوره ژوند یي اهمیت نلري
په ژوندون نه ارزي لایق دي ده مرګي طالبه

سم دم عَیار شه ورته ګوته په ماشه اوسیږه
ده اجل غشی ورله ورکړه په زړګی طالبه

دا ده شاهین په شاني ځیر ځیري کاته دي ځارشم
شپه ني ګذار دی ده صلیب زړه لرزوي طالبه

قاری عمران/ دي په نوم ویاړم په تا فخر کوم
ای ده مظلوم ملت غمخواره غیرتي طالبه


غزل
درد
له منافق سره له زړه نه عداوت لرمه
دلته په کلی کی له ډیرو نه نفرت لرمه

خپله باطله عقیده ډیره راسخه بولي
په دی نظر کی تری اشنا زه بغاوت لرمه

دسالم عقل خاوندان ځانونه ښکاری ورته
زه ورته سترګو په نظر کی حقرت لرمه

دا دین دښمن ده او شیطان ده لا ظاهره نه ده
چاړو په لاس ورته ګرځیږمه قدرت لرمه

خدایه مغرور نه یم ثنا وایم ستا بنده یم
له مسلمان سره قسم ده محبت لرمه

شکور فاتح فاتح لښکري دی احراره یاره
ځوانئ او تاندی کافلی دا امارت لرمه

احرار مغفور
⬇️👇👇👇⬇️
@Ahrar_Bandewan


Forward from: د شاعرانو غورچاڼ
په سلامونو مو هرکلی کوو
محترمینو ورونو مبارزو ملګرو رب ج مو راته سرلوړی او سر شاره لری
دا چی زوړ چینل مو بلاک شو نو د ملګرو په غوښتنه مو دا دی بل #دشاعرانوغورچاڼ چینل جوړ کړ
د چینل لینک درسره نشر کړی
او د ښکلي تکړه او تاند شاعرانو له غزلو ، نظمونو او ادبي ټوټو نه خوند واخلی
او خپله ادبي تنده مو خړوبه کړی
په درنښت
https://t.me/Shaerani_Mahfal


Forward from: شاعر ضرار معسود
ستـــــــــــرګې دې پاکې کړه لا نم جانانه
غيګه دې راکړه درنـــــــــــــــه زم جانانه

زړګاى مــــــــې نه غواړى خو څه وکړمه
ستا بيـــــــــــــــــلتانه ته ملا تړم جانانه

څه ترخـــــــــــــه ورز دا زه او ته بيلېګو
سنګه با نه ژاړا کاوم جـــــــــــــــــــــانانه

زمـــــــــــــا دا راتلو لارې چې وا نه څاره
نـــــــــــــــــــه اتبار په ژوند لارم جانانه

نور شو مُــــــــشکل راته ژوندون په کلى
کډه مې بار دا لا دې چـــــــــــــــم جانانه

راسخــــــــــــــــــه غواړى قربانى انقلاب
زان په سره اور ورتـــــــــه سېزم جانانه

دا خداى پــــــه امان ضرار معسوده نوره
دعا کاوا دعــــــــــــــــــــــــا با کړم جانانه

ضرار معسود
@zararmasood


#زلفي-والّیل

لڪه سپوږمی او لڪه،، ستوري ستوري
داســــي ښڪلا در څخه،، اوري اوري

له جدا یې دي دا سي سوی یمه
غشۍ مي وتی په زړه،، پوري پوري

دومره ښایست لرې چي څه و وایم
ګلاب ریـحان وتاته،، ګوري ګوري

حسن پرســــته، تور تمو ته رڼا
شغلې دي ځي په هري،، لوري لوري

دهر عاشـق د درد دوا محبوبه!
زلفـــــي لرې والّیلي،، توري توري

د ها به ڪوم زړه ڪي ارمان پاته وو
چي یې وو ژوندتر ښڪلي، سیوري سیوري

د سهار باده کـیسې کړه دجانان
راته کیسې مه کوه،، نوري نوري

چي (حـقاني) وا ورمه ښکلې نامه
خوله مي بس ستا پر اسم،، ښوري ښوري

شاعر...حیات الله (حقاني)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
@ayatiallahHaqaani


Forward from: Al Emarah News
ګلانو لاړ شی ټوېټر ته او د زړونو اتل امیرالمؤمنین ثاني صلاح الدین ثالث عمر رحمه الله ته رایه ورکړی،

https://twitter.com/gul_marjan/status/1265889181026471936?s=09




Forward from: مظلوم کوچیMazlumkuchi
ضروریې وکړۍ د اختر مبارکۍ ملګرو
چه هېري نکړۍ غمځپلې کورنۍ ملګرو

اواز محترم مولوي عبدالعزیزعزیزي
شاعر مظلوم کوچی👇👇👇

@Mazlumkuchi12


Forward from: شاعر ضرار معسود
دا اختر ورز دا څوک مستۍ او خنداګانې کاوى
دا بعضو زړونه دى چاودلى ژړاګانې کاوى

عجيبه وخت راغې ملګرو په يوا کلى کې
دا يو با زړه پرې وى او بل با ګډاګانې کاوى

احساس بې خى مړ دې زړګيه انسانيت ختم دې
غريب نهاره او مالدار پرې لوبې ګانې کاوى

دا دې فانى ناړاى بازار دې خه توند مست ګرم دې
خلک رازى او قسمه قسمه سوداګانې کاوى

سم دا غرور په دريابه ډوب دې يو چا تا ګوره
هر يو قدم ګيدى په نخرو څه عداګانې کاوى

غاړه او غاړې وتل يو بل تا خواګه ياران ټول
ضرار يو ړنګ خړپړ مزار تا دعاګانې کاوى

ضرار معسود
@zararmasood


Forward from: مظلوم کوچیMazlumkuchi
دشهید امیرالمؤمنین ملااخترمحمد منصور
دشهادت د څلورم تلین په مناسبت

اتل دانقلاب
مظلوم کوچی

قربان دخدای له میني اودخدای له سپین کتاب شو
دلته داسي منصور هم وو چه د دار پر ځای کباب شو

په میړانه یې کړو فخر جدایې یې هم ده ګرانه.
خیر که وریت که لولپه شو خو اتل د انقلاب شو.

رب ور ماته کړله تنده په لقاء باندي د حورو.
په خواږه جام دسپېڅلي شهادت باندي سیراب شو

کلیسا ساتونکې واوره له تا زر ځلي بهتر وو.
ګل وجود یې پانړې پانړې په دفاع کي دمحراب شو

په یو څه وخت رهبریت باندې دنیا ولړزوله.
نړۍوال یې ځیراکت او سیاست ته لاځواب شو.

د مظلوم د زړه امیر دي کړو شهید غلیمه واوره.
پرتا پاته مي حساب شو پرتا پاته مي حساب شو

@Mazlumkuchi12


Forward from: شاعر ضرار معسود
(آختره)

خوشالى نه لارم رنځور يمه دا زړه آختره
لمنزاى دې نه شمه خفه چې نه شې ته آختره

زما لا سترګو خو دا اوښکو قطارونه څاڅى
تا تا خندلې نه شم مات را مات يم زه آختره

زما دا زړه په کور ى سم دا درد ګزار کړې دې
تا تا خو پري نه خوام دا يو چا بېلتانه آختره

زاړې جامې زاړه بوټان زاړۀ قطره او خوالې
سينګار مې نه شته نو تا والمانزه په څه آختره

خه په خندا په خوشاليو په مستيو ورشه
چا چې په سترګو درته يخى دى رانجه آختره

اوس خو ضرار معسود دا غم په دريابه کې ډوب يم
چې وم خوشال با تېر واختونه هغه آختره

ضرار معسود
@zararmasood


Forward from: شاعر ضرار معسود
ژوند چې تل کاوې پاس په سنګر غازی
نه لارې لا چا نا تــــــــــــــه خطر غازی
جوړ کا غُلامانو تا ته زهــــــــــــــــر ی
مونګ ته خو ګهبین ی سنړیاور غازی

تنــــــدر ی طوفان دا دین دوشمن تا ته
مونګ تا خو ی لمر دا سپین سحر غازی

ماتې کړې لـــــــښکرے دا بې ننګ خلکو
وړې دا جـــنګ میدان ډیر په هنر غازی

یره لا کُــــــــــــــــفارو دې په زړه نشته
ی ورتــــــــــــه ولاړ په سپین ډګر غازی

بد دې وې پر خـــــــــوله دا ظالمانو ته
ی دا هـر مظلــــــــــو دا زړګی سر غازی

راشه چـــــــې لوګئ کړم سپیلانی درته
نه شـې رانــــــــــه ته چې په نظر غازی

یمـه زه ضــــــــــرار معـــسود مئین په تا
شم دې صــــــــــــــــــدقه دا زړګى غازی
ضرار معسود
@zararmasood


Forward from: شاعر قاري عمران هروي
بیله یاره اختر

په تیر اختر راسره څنګ کی اوسیدي شهیده
سږکال دي رپي په مزار خړي جنډي شهیده

تا به ویل راته چی کوم یو به اول شهید سو
ته رانه لاړی او زه پاتي بي اسري شهیده

څنګه خوشحال شم څنګه وکړمه خوښي اخترکي
په ما دي راغلي ده هجران سختي شیبی شهیده

یو خواه اختر بل خواه دا ستا درانه درانه غمونه
څنګه کړم تیري ده ژوندون دا مرحلي شهیده

دا انقــلاب راڅــخه کــړله نادرک ملــــګري
څوک شول بندي چا باندی جوړي هدیري شهیده

قاري عمران/ دي ده فراق فکر هیڅ کړی نه وو
اوس سو تنها په ژړا سر ورځي شپي شهیده


Forward from: شاعر ضرار معسود
زړګې مات او رنځور دى اُميدونه مړاوې مړاوې
تپوس مې دا حال مه کړه دى وختونه مړاوې مړاوې

ملياره باغيچې نا دې بيا کوم ګلاب شهيد شو
چې خکارى دې نن واړه سره ګلونه مړاوې مړاوې

دا يو چا ياد را ياد شو نو مزل با سنګه لنډ شى
په لاره يم راوان ګدم کادمونه مړاوې مړاوې

چې خکولى او رنګين وو پرې هغه ورپکې نشته
اوس زکه دى دا کلى مېفلونه مړاوې مړاوى

جانانه اوس دا کلى آ په خوا غوندې خواند نشته
منګى ټوټې ټوټې دى ګودرونه مړاوې مړاوې

لامنه کې ى پروت دې تور خامار دا زړګى سره
خکاريګى دا پريغله شنکى سرونه مړاوې مړاوې

دا چا په بېلدو پسې شوې مات ضرار معسوده
چې سپړى دې قلم عجب لفظونه مړاوې مړاوې

ضرار معسود
@zararmasood


Forward from: شاعر ضرار معسود
دنـــــــــــــګ لکه چينار وه خو آخ ړنګ شوالو
ګل غونـــــــدې مې يار وه خو آخ ړنګ شوالو

تورې اوګدې څنړې څــــــــــــــــه حسين بشر
تک سپين ى روخســار وه خو آخ ړنګ شوالو

دغــــــــــــــــــــــه په يو څو ډالرو خرڅ خلک
ډيــــــــــر ترېنه په ډار وه خو آخ ړنګ شوالو

زمونـــــــــــــــګ دا سنګرى يارنو خوګ مېفل
ده بانـــــــــــــدې ګلزار وه خو آخ ړنګ شوالو

ناســـــــــــت ى يم چې نن وا ړنګ مزار تا زه
دا خـــــــــــو مې دلدار وه خو آخ ړنګ شوالو

زړه ستــــــــــــــــرګې او زان لېمه بانړه خلکو
دا معسود ضـــــــــــرار وه خو آخ ړنګ شوالو

ضرار معسود
@zararmasood


Forward from: شاعر قاري عمران هروي
❤️خوږه اختره❤️


دا ځل ځان سره راوله جانان خوږه اختره
له کلي مسافر سپین طالب جان خوږه اختره

بلها بلها مودي شوی چی می هیڅ ندی لیدلي
بلها بلها مودي یم پسي وران خوږه اختره

ده خوار یتیم وه تړمو تړمو اوښکو ته دسمال شه
تڼي يی شه ده شکیدلي ګریوان خوږه اختره

یوه ډکه غیږه راکړه ده خوښیو خوشحالیو
زموږ ده پاکو هیلو ترجمان خوږه اختره

یو څرک ده ښکلي لمر شه ده تیارو لمن کړه ټوله
اشغال ته خاتمه شه پر افغان خوږه اختره

راتګ ته به دي دواړی لیمی فرش قاري عمران کړم
راځه راځه په مینه قدردان خوږه اختره


اجر یې پرېمان مبارک مو شه
خـطم د قـرآن مـبارک مو شه

څومره زحمتونه تکليفونه مو
یوؤړلو په ځان مبارک مو شه

اوس نو په صحیح معنی پوره شولو
حـق د رمـضان مبارک مو شه

ښه شول حوصله مو ورته وساتل
بـری پر امـتـحان مبارک مو شه

څومره ډیر اجرونه به حافظه نو
درکاندي سبحان مبارک مو شه

وایو به #فردوسه پرې سل واره درود
شفیع مو پر میزان مبارک مو شه

#فردوس_محترم
@Ferdos_Muhtaram


Forward from: فردوس محترم
لاره پاته

صابر اوسه له یار او له رویباره لاره پاته
زما د زخمي زړه درده بېاره لاره پاته

د ژوند په نوم یو ستړي مراحل دي طئ کوم یې
منصور سره تر اوره او تر داره لاره پاته

یو لږ خو مي د دین او د مذهب خیال ګوره ساته
مؤمن یم د ظالمو ړوند بمباره لاره پاته

له تانه خو اوس هم د توتکیو چغار خیږي
زمونږ د بر ګودر دنګه چناره لاره پاته

دا نن مي روژه ماتی هم په لاره باندي کړی
بېګا ته پیشلمی لرم په لاره لاره پاته

#فردوس لا تر منزله پوری نه دی رسېدلی
دعا کي یې هیر نکړي خوږه پلاره لاره پاته

#فردوس_محترم
@Ferdos_Muhtaram

20 last posts shown.

471

subscribers
Channel statistics