شاهددردمند


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


مخکېنی چینل مو بلاک شو دلته راسره ملګري شۍ تر څوخپل شعرونه ترستاسو درورسوو
مننه ورورمو:شاهددردمند

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


غزل
خوږې مينې
دمینې پیر او پلور وو څه اړیکه یې پاللـــه
زلمي له نازه ډک وو څه نزدیکه یې پاللـــه

دِراز او ناز دې یو هدف ملګري به راټول وو
څه وخت دیارنې وو ښه شریکه یې پاللــه

په یوه وړه خبره به وه یو بل ته ورځار وو
عجیبه ملنګــي وه! چــې باریکه یې پاللــه

فراق به یې څه بل رنګه کانې په سړي وکړې
سړی به یې وژلو څومره کړیکه یې پاللــه

چې بېل به شو یو تن رانه ملګری پاکه ربه
یادونــو به یې درد سره انتیکه یې پاللــه

دې خپلې خوږې مینې به یې تل کړله پالنه
له مینې سره جوړ وو ځارڅه شیکه یې پاللـه

جــوړېږي نه دیار دِبېلتون زخم دې په زړه
یادېږي مې شاهده څومره څړیکه یې پاللــه

شاهد دردمند
@Shahiddrdmnd




Forward from: Alasar channel
د العصر خپرندويه ادارې لخوا وړاندي کيږي

دنويو ترانوالبوم
سپېڅلي مو مسير ده
دګرانو ورڼو ترانه ویونکي
طالب اکرام الله دانش
قاري محمد رفیق ساجد
نشر ته وسپارل شو
تاسې يې زموږ د ټيليګرام چينل
څخه تر لاسه کولى شئ
له ملتيا مو مننه
همدالته راسره ملګري شۍ
👇👇👇👇👇👇
#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_channal333




راځه روژې
راغلې خدای دې راوله راځه روژې
ډېر درته لېوال یوو ښایسته روژې

کړي دې هرکلی هر مسلمان ګرانې
ټول درته خوشحال دي عجیبه روژې

یې دِګناهونو دخـــلاصون میاشته
یې دِ رب له لورې یوه تحفه روژې

خـود به دِپه سترګو او لېمو غواړو
کال کې مو یې یووار مېلمنه روژې

درې برخې دِدرې واړه ځانګـړې دي
درې واړه دِدي وه ثوابوته پیلامه روژې

ټوله په خوښیو کې سمبال یې ځارر
دی کوچنی اختر دخوښیو نمونه روژې

راشه چې دې ولمانځي په ښه مینه
تاته ده شاهددردمند وکړې اِراده روژې

شاهددردمند




Forward from: د خونړي انقلاب غمجنې کيسې
د خونړي انقلاب غمجنې کيسې ادارې لخوا وړاندي کيږي

اتل غازي شهید فیض الله محسن تقبله الله.!
#لیکنه: شاهددردمند

دهېواد لوړې ژورې پېچومې هوارې دغره کاڼي او بوټي او نرۍ لارې دخوړ سېلاب ځپلې ډبرې سیندونه ړنګ چینارونه دې داسې ننګیالیو او باشجاعته سرښیندونکو اتلانو کیسې په ګونګ ژبه ژباړي.!

چې دې همدا ننیګالیو غازیانو سرښیندونکو اتلانو دقربانۍ پایله وه چې دامریکا په ملاتړ یو داسې ځواک چې نړۍ کې یې په قدرت او زور ازمایي کې سارې نه درلودله ماتې ورکړه..!

که موږ هڅه وکړو چې ددوي دمېړانې او دننګونو او سرښېندنې زړورتیا او غیرتونو او جهادي خدمتونه ولیکو ښایي کتاب کتاب کیسې را وسپړو خو داښکاره خبره ده چې زموږ له وسه پوره نه خو نن درته له همدغه اتلانو څخه دیو اتل کیسه په لڼډه ټوګه کوو!

شهید فیضل الله محسن تقبله الله.
دپروان ولایت دغوربند درې شینوارو والسوالۍ ددرازګرد دکلي اوسېدونکی وو.
نوموړی ځوان ډېر غښتلی او شجاع او په جهاد او هېواد مین وو
شهید محسن تقبله الله لومړنۍ او اخیرنۍ زدکړې یې په خپل کلي کې ترسره کړي چې دیني زدکړې یې دکلی دامام څخه شروع کړې
او عصري زدکړې یې دخپل کلي په مکتب کې شروع کړې..
شهید محسن تقبله الله اقتصادي ستونزو دې ته اړ کړل چې خپلې دیني او عصري زدکړې نیمه خوا او پرېږدي او ګاوڼدي هېواد ته مسافر شي هلته دې څه وخت په تېرولو سره بیرته خپل هېواد ته راستون شو.
شهید فیضل الله محسن تقبله الله دجهاد او هېواد مینې دې ته اړ چې خپل خدمت په پټه توګه دخپل کلي له مجاهدینو سره شروع کړي
شهید محسن دخېلې کورنۍ لخوا څه ستونزو.دې ته وهڅاوو چې کندز ولایت ته ولاړ شي او هلته بېرته خپل جهادي خدمت پیل کړي او په دا زرین وخت کې دمعسکر فریضه هم اداکړه او دهر رنګه جهادي تکتیکونو څخه برخمن شو.
شهید محسن تقبله الله دکندز په مختلفو والسوالیو کې خپل جهادي خدمتونه تر سره کړل شهید محسن تقبله الله دوخت په تېریدو سره یې ډېر دڅنګ ملګري شهیدان شول او خپله هم په یو پښه زخمي او درې مبارک غاښونه شهیدان شو.
شهید فیضل الله محسن تقبله الله وروسته له دوه کالو څخه بېرته پلارني ټاټوبي پروان ته راستون شو او خپله خدمت یې دې پخوا په څېر درسره کاوو.

جهادي خدمت.
شهید فیضل الله محسن تقبله الله په ورستي کال دپروان ولایت دشینوارو والسوالۍ ددرازګرد دکلي دعشر او مالیې مسؤل وو شهید فیضل الله محسن تقبله الله خپل مسؤلیت ښه په مېړانه درسره کوله نوموړی ځوان له هر اړخه برخمن انسان وو یاد شهید له خپلو کلیوالو سره ډېر ښه چلند کاوو..!

دشهادت کرامت..!
شهید فیضل الله محسن تقبله الله یو نږدې ملګري کیسه کوله وایی مازدیګر ټېم وو چکر باندې تللي وو دسیند ترغاړې ناست وو شهید محسن تقبله الله راته وویل چې راځه ولاړ شو کور ته زه به خپل سنت اداکړم چې نن شپه شهید کېږم ..!
همغه وه چې مجاهدینو ملګرو په همغه شپه دجهادي عملیاتو ترتیبات برابر کړي وو ماښام رانیزدې شو او شپه شوه ملګرو دپروان ولایت دشینوارو والسوالۍ په شمول په ګڼو پوستو پراخ عملیات پیل کړ چې ددغه عملیاتو رهبري دپروان ولایت پخواني والي ملا فریدالله قیام عمر صاحب پرغاړه وه.
شهید فیضل الله محسن تقبله پرهمغه شپه دشینوارو والسوالۍ دکڼډو پوستې باندې دتعرض په حالت کې دیو بل ملګري سره په مخامخ جګړه کې دشهادت جام نوش کړل..
نحسبه کذالک ولله حسیب
روح یې ښاد جنت يې ځای شه

نیګړتیاوې معاف زکه چې کمزوری لیکوال یم🙏

#نوټ د خپلو ملګرو خاطرې کارنامې مو راولیږئ، چې زه یې په ترتیب سره نشر کړم، او کتاب ته ېې ورکړم دا به مو له خپلو ملګرو سره وفا او د هغو اتلانو کارنامې له ورکېدو وژغورئ.

*پاى!*
*زمونږ دټليګرام چينل کې هم راسره ګډون وکړى خوږو ملګرو👇🏿👇🏿👇🏿*
https://t.me/Dakhonari




#غزل
له ارمان او امیدو سره به ناهیلی درنه لاړشم
بیاله اوښکو سره راځه دقبر سره ته او دعاکړه

یو یادګار څو تصویرونه مې دِزړه پورې درنیسه
بیا وه ګرانه په خلوت ښه دِزړه څخه ژړا کړه

زه به ولاړ شم دِخواږ ورورک ترڅنګ مې له دنیا
ته دې ژوند ګرانه په مینه محبت او په خندا کړه

خپل دِکلی خپل یاران دې ښه په ناز ورسره ګرځه
زما په شان یې خفه نکړې ورسره خوږه مسکاکړه

زه به مې په ډېـرو هیــلو واړومه خاوروې جارر
ته نــو بیـــا وه بل پسې دمینــې اقتـــدا کـــړه

لپه لپه اوبه مــاپسې راپاشه چې خوشحال شې
بیا له ناز ډک دې وه ځان ته یو یارکه نــــوی پیدا

په شاهد یار به دِبار وي ښې پرېمانه تورې خاورې
بیا نو کېنه شپه او ورځې دې دردونو تماشا کړه
م.شاهددردمند
@Shahiddrdmnd


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
لنډه وېډیویي ترانه
دسپینو رڼاګانو سپین سالار دی امارت
دپاکــــو قـــــربانیو دنګ منار دی امارت

غږ: قاري لیاقت الله شاهد
شاعر: شاهددردمند


لوړ اواز
..........
څه دخندااو څه دې ناز کیسې
مـا دي ساتلې ستا دِراز کیسې

یاره زړه مات نکړې غښتلی اوسه
مه اوره ګله هېڅ بې نیاز کیسې

زه به زړه درکړم سره وبه یې پیو
بیابه جـوړه کړو په انداز کیسې

عِبرت ترې واخله چې نااهله نشې
چې کله کـــړې چا داعزاز کیسې

دِنصیحت او دې عــــزت هر کله
کلي کې کــړه په لوړ اواز کیسې

دِخوږې مینې خاطرې دې یاره
کوه په خوند اوښه په ساز کیسې

شاهد به خو په ورین تندی درسره
مجلس کِ کړم ښه په مجاز کیسې
شاهددردمند
ــــــــــــــــــــــ
@Shahiddrdmnd


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي
دسپینو رڼاګانو سپین سهار دی امارت
دپاکــــــو قربانیو دنګ منار دی امارت

غږ: قاري لیاقت الله شاهد
شاعر: شاهددردمند
#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_channel321


Forward from: Alasar channel


نعت شریف (اوبه دزمزم)
په ماتو زړونو چې ورشيندي دښکُلا وو شبنم
دِې جانان یاد کې اثرات دي خدایه څه منظم

چې په ستایلو یې تکیه وې زړونه ډېره موده
رب پیداکړی مسلمه امت لپاره ستر لارښود متحرم

چې پرې ظاهره شوله ستادښکلي نور سرچینه
سلام یې وکړو ستاښایست شو عاجز چې صنم

زخم درمان کړي پرې درمل اوروي چې وایې درود
لکه باران چې کــړي اوبه للمې دې دښتو هر دم

خوږې خوږې لګي په شوڼډو دې درود خبرې
هم اورېدونکې یې بدرګه کړي له هرڅه مقدم

یبله پښې چې دِې جانان تر کلي ورشم شاهد
دیدار یې وکړم اوبه وڅکم له چینې دې زمزم

شاهددردمند
@Shahiddrdmnd


#بیتونه
ټول غرونه غرونه وه مزل وو لا روان وو پسې
شوڼدې مو وچې پښې تڼاکې هېڅ هواره نه وه

چــې نړیــوالــو ته اوس نېغ په نېغ خبره کــوي
داخــاوره هېڅ کله داوس پشان واکداره نه وه
شاهد دردمند
@Shahiddrdmnd


ویاړلی ورور
ــــــــــــــــــ
ژوند دې سم دمازدیګر په شان وو پرې وتلې لاړې
شوې په تاپسې مې یاره دژوندون چارې وېجاړې

ستا دې تلو هغه صحنه او ژړاغوني غـــــږ خبرې
هېــر مې نه دي چې دِتاوکړلو لاسونه زما له غاړې

نور دې هېڅ راپاتې نه دي ای دِورکو په لار تللیه
دِغره دم سره دِمزار دی څو جڼډې دي پـرې ولاړې

نه دې غږ وکړو او نه دِپه رازونو باندې پوه شوم
زمادِیار یادګاره ته کیسې راته په ګونګ ژبه ژبـاړې

که لږ مې دلالي په وصال سترګې شوې مړې بیا
وعده وکړه زړګیه لېونیه بیابه هېڅ نه رانه غواړې

هېڅ به خلاص نشې اوتل به دِ دزړه په اوږوباروي
زما ژوند نامراده ولې دومره په غمونو کې لتاړې

چِ دې ورور وي شهید شـوی داسلام دفاع لپاره
وه شاهددردمنده یاره ته به څنګه نه پرې ویاړې
ـــــــــــــــــ
شاهددردمند
@Shahiddrdmnd


Forward from: قاري روح الامـــیــن
‏{إِنَّ اللَّهَ وَمَلائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا}


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي
چې دې راوکتل څهره کې دمُسکا ښکارېده
درباندې جوړه مې دخوږ زړګي دنیا ښکارېده

شاعر: شاهددردمند
غږ: محمدنادر انګار
#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_channel321


Forward from: بدري طالب
چيرانونکې✅
‏الجزيره:
د نړۍ لومړنۍ تر ټولو چټک خپور شوی انځور د افغانستان د کورنيو چارو د وزير شو, چې په لومړي نیم ساعت کې د نړۍ 215 رسمي او غېرې رسمي هیوادونو خپور کړ!
#ویاړونه


خدای دِړنګ کړه بیا ښاد نشې دغمونو پنځګره
تا دډېرو خلکو زړه له کاره ویستی ده ناځوانه
@shahiddrdmn😰

20 last posts shown.

152

subscribers
Channel statistics