د شعرونو څپې د غره په لمن کښې


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


د ټولو کتوونکو , لوستونکو او اوریدونکو د شعر او شاعري له مینوالو لپاره نوموړی کانال ځانګړۍ سوی دی چې خپله آدبي تنده په آدبي شعرونو باندې خړوبه کړی او خوند ترې واخلۍ تر څو اسلامي احساسات مو په اسلامي زانګو کې په خوځښت راسي💐دشعرونوڅپې دغره په لمن کې💐

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter




🌹 *خوندور نظم*
*خوند تری واخلی*
*~ــــــــــــــــــــــــــــــــ~دفراه په ویاڔ*

*اوازونه*
*:خاکسار او محمد نسیم شکوري*


*شاعر: محمد نسیم شکوري*
*👇🏻ــــــــــــــــــــــــ*

*د(خاکسار) دترانو چینل*
https://t.me/alkawsarcenter


ده را روانې روژې په مناسبت ...


وا مسلم امـــته مـــبـارک دي شــه روژه راغله
بيا ده پاک سـبحان ده رحــمتونو سرچينه رغله

مخ ته يــــې ور ووځـئ په دعا او استغفار سره
ور وړی ســـره ګلـــونه قـــدرمنه ميلمنه راغله

ســر په ســجده شـــئ مسليمينو دامــو وار دی
وکــاږی توبــــې ده ښــې اعــمالو خزانه راغله

اوس يې په ديدن ده هيلو تندي پرې خړوبې کړئ
دا ده ذالجلال له خوا وه موږ ته يو تحفه راغله

ښه په عبادت به يې دا شپي او ورځي ولمانځو
ښکلې ده الله ده سپين قرآن يوه صفحه راغله

زړونه شول روښانه او نيتونه هم صفا شوله
بیا مو سپېرو شونډو ته مسکا په بدرګه راغله

توري تيارکۍ ده محمدګل حقمل نه لرې شوې
کله چي ده پاک رب العزت ده نور جلوه راغله

حقمل


تــشـنـابـونـه پـاکـٶمـه هــزاره يـم
د تـخلـيې شـرکت لـرمه هزاره يـم

جوالې اٶ ګدايـګر مې تـخلص دى
د مـاضـي نـٶم نه لرمه هـزاره يـم

د رتـبې لـپـاره هـر څـه نـه زه تـير يـم
داسې سـپک خوٸ زه لـرمه هـزاره يم

د امير شير علي خان په سلطنت کې
چـنـګـيزى بـه يـاديـدمـه هـــزاره يـم

ايرانـيان لـکه د خـرو رانـه کار اخلي
سر کوپړٸ کې بٶس لرمه هزاره يم

په قد پخش اٶ په پيت پوزې مشهور يم
نــور کـوم حــســن نـه لــرمــه هــزاره يم

نـاېيـتٶب کسب نـيکه نــه دى راپاتي
پــه بــانـډو به ګرځـېـدمـه هــزاره يم

وه "آرزو مٶمندې"نور دې قلم بند کړه
د تعــصب فــکر لـــرمـــه هـــزاره يـــم

نٶټ:د تعصب اٶ کرکې د نطفي"سکينې حسني" د شعر په مقابل کې مې دا وليکه هغي پخپل شعر کې پښتنٶ ته ډير بد رد ويلي وٶ، دا شعر درسره شير کړٸ، تر څٶ تر سکيني اٶ محقق پوري ورسيږي.


Forward from: Рома
احسان متوکلي
. ګرانو زړه ته راتیرو ملګرو کله ناکله به دلته خپل په آوازدرته نوي اوپه زړه پوري ډیکلومي وړاندي کوم هيله ده چي راسره مل وه اوسی مینه اومننه ورورمو احسان متوکلي ....ــــــــ....
https://t.me/Ehsanmutawkili


Forward from: ملامحمد داؤد همت
انـقـــــلابــه/حکمت زبیر

دکـــــکـرو نــذرانې مـــوکـړې دروړانــدي
انـقــــلابـه!داســتر پـور مــودی دربانــدي

څه له عشق ډکي خمار مستي ځوانۍ مو
لـولــپه او ســپېلنۍ کــړې لـکـه ســپاندي

چــي دکــلـي جــیـنکۍ وې پــرې مـــیني
هـازلـــمیو بـانـدي اوس جــنډې رپـانــدي

بــندیوان دتـورلـحد او قــبرســتان شـول
څـه ګـلونه شـول تـرتـورو خـاورو لانـدي

اسرافيله!شپېلۍ پوه کړه چي سم مړه شو
دزخـمي افـغانــستان دي سـوي ســانـدي

خـوشـحالۍ مـو بـدرګـه پـه جــنازو شي
لایـي زړه نــدی رایــخ لا څـه راکـانـــدي

پرڅـهرو بـاندي مـو پروت دغم غـبار دی
غـم مـو زړو بانـدي څـپې وهي څـپاندي

لـه زړګـیونـه مـو تـړمـي ویـني څــاڅـي
چي رایادي ها ځوانۍ شي تاندي تانـدي

زمـوږ دکـلي پـرونۍ نـاوې شـوه کـونډه
نو حکمت زبـیر بـه څـنګه یـاره خـانـدي


Forward from: احسان متوکلي
#هغه #شهادتونه!
هغه زخمونه!
هغه درنې زولنې،او تنکي لاسونه!
هغه په باردو کباب شوې ځوانۍ!
هغه نیمگړي ارمانونه!
هغه بې اسرې هجرتونه!
هغه اغزنې لارې اوږده مزلونه!
هغه تش کلي، او خالي مدرسې!
هغه چینارونه او تش د بانډار ځایونه!
هغه کوڼدې ناوکې، او بورې میندې!
هغه ارمانجن پلارونه، او یتیم ماشومان!
هغه پاتې کتابونه، او د شهید یادونه!
هغه له اوښکو ډکې سترگې، او د ظالمان بې رحمه ظلمونه!
هغه ړنگې مدرسې او څیرې کتابونه!
هغه بې رحمه چاپې او زموږ تش لاسونه!

دا ټولې قربانۍ،له دين او ازادۍ څخه ددفاع په خاطر ترسره شوې دي، دا دې بل هیڅ ارمان په خاطر نه دي ترسره شوې وې.
ترڅو چې مو بشپړه ازادي له اشغالگرو اخیستي نه وي، او اسلامي نظام مو حاکم کړې نه وي، تر هغه پورې به جهادي یون همداسې کړندې روان وي، لکه څنګه چې دا شل کاله روان وو.
ان شاءالله


Forward from: حافظ محسن احسان
پسرلی:

یو ځل يې بیا لکه پرون په کابل جان راولې
خـــدایه! د امن پسرلی او طالب جان راولې

خوند به کوي خوند به تري اخلي زور ېدلي خلک
په اسمان ورېځې د رحمت ښکلی باران راولې

څومره به خوند کوي سپرلی او د جانان زېری!!
له غرو، رغو، کلي ښارو ته سپین مرغان راولې

له هسک فامیر بیا ترشمشاده به وي یو والی هله
چي یوار بیا د خپلواکۍ آتل ځوانان راولې

د زرو قدر وي معلوم زرګر ته دا متل دی
په زرو پوه زرګران بیا تر خراسان راولې

آښه!! مزې به وي خوندونه به وي امن به وي؟
خدایه ته دا حالت پر خوار محسن احسان راولې

https://t.me/mohsinahsan12






🌹 *خوندور نظم*

*خوند تری واخلی*
*~ــــــــــــــــــــــــــــــــ~*

*ترنم*
*محترم:خاکسار*


*شاعر: محمد نسیم شکوری*
*👇🏻ــــــــــــــــــــــــ*

*د(خاکسار) دترانو چینل*
https://t.me/alkawsarcenter


نوی دردونکی جالب مقام:

ښیراکوي اثرخو خوږمن زړه به یې وي شاته
په غشي کي وشته کوي لینده به یې وي شاته

غـږ: احسان متوکلي
شاعر: درویش صیب

@Ehsanmutawkili


Forward from: Рома
اسلام علیکم ورحمت اللّه وبرکاته محترمو د احسان متوکلي ترانوکور ته شه راغلاص دلته به موژ کله ناکله نوي او په زړه پوري تراني او ډیکلومي وړاندي کو نو هیله کو چي راسره مل وه اوسی مینه اومننه
: https://chat.whatsapp.com/BZDsEZ4WCbR9hg27r7DNg5


*نعت شریف*

قربان مې مور او پلار له تا شه قریشي جانانه
یمه بې وسه درتلی نشم مدني جانانه

د خوشحالی اخري حد به وي په ما باندې چې
که شي نصیب مې په روضې کې زندګي جانانه

اخلاق دي له سپین مخه څڅیدل ګرانه محبوبه
ښکلا دې راوړه وه دنیا ته نوراني جانانه

رب موصوف کړی په طه او په یٰسین رسوله
هم اولین هم اخرین یې هاشمي جانانه

له خدایه شکر کړم چې زه دې امتي یم ګرانه
وي کومه ورځ به چې دې ښکل کړم په تندي جانانه

ستا شفاعت ته امیدوار یمه په ورځ د محشر
*(عمر نوري)* یم ګنهګار ستا امتي جانانه

*عمر نوري*
https://t.me/noori0343


Forward from: م منصور درمان
غزل /لکه زۀ:
ــــــــــــــــــــ
مینه زده کړه! لۀ پتنګه، لکه زۀ
د تېرو تورو لۀ شرنګه، لکه زۀ

ښائستونه به دې واړه تابعدار شي،
پۀ زړۀ سپین شه، تور لونګه! لکه زۀ

که دې زور د خوږ دلبر د هجر ولید
پۀ ملا خم به شې، ای دنګه! لکه زۀ

پۀ ځوانۍ او پۀ هستۍ دې غرور مۀ کړه
وبه لوېږې! لۀ اهنګه، لکه زۀ

لکه بزم پۀ کوم زړۀ دې اثر ولوېد؟
بیا دې څوک خمار کړ بنګه! لکه زۀ

که دې ځان قېمتي غواړې پۀ دارینو
بیعت واخله، لۀ ملنګه! لکه زۀ

دمنصور درمان ټپي زړۀ ته درمان شه!
راشه! کښېئېنه! ترڅنګه، لکه زۀ
ـــــــــــــــــــــــــــ


Forward from: مولوی امان الله مستغفر
زما خوژو د لینک په نشرولو کي راسره مرسته وکړی


Forward from: مولوی امان الله مستغفر
مولوی امان الله مستغفر
السْلاَمُ عَلَيْکُمْ وَرَحْمَتُ اللّٰهِ وَبَرَکَاتُه
خوږو ملګرو دلته به کله ناکله د زړه خواله، د قلم په ژبه درسره شريکوؤ
ورور مو م مستغفر
@mstagfr
https://t.me/mstagfr


Forward from: احسان متوکلي
احسان متوکلي
. ګرانو زړه ته راتیرو ملګرو کله ناکله به دلته خپل په آواز درته نوي تراني وړاندي کوم هيله ده چي راسره مل اوسی مینه اومننه ورورمو احسان متوکلي ....ــــــــ....
https://t.me/Ehsanmutawkili


Forward from: دشعر ادبي حجره
دا هم د بېګا شپې مشاعره
چې په شعر ادبې حجره کې ترسره شوه
مشاعر دمحترم اکرام الدین مفتون صیب په بیتو پیل شوې ول
مفتون صیب وايي👇

په لمدو سترګو به در ؤ ګورم جانان به دې کړم
تاته به دومره مینه درکړم چې حیران به دې کړم

ګوره زما سخه به لري ګرځي خیال به کوي
اې سیتمګره توري خاوري د بیابان به دي کړم

لژ انتظار شه ګرمي اوښکي به دې پاکي کړمه
وخت رانیژدې ده یو ودان افغانستان به دي کړم

محسن احسان

زَما د میني انتخابه هیروم به دي نه
ماته ډیر خوږ یې ګرانه زړه به دي کړم ځان به دي کړم

شپون

خیردۍ یوڅه نورستم هم وکړه خووخت به راشي
سپیني ماڼۍ در رسم سم دجنګ میدان به دي کړم

منصور امارتي

ته درقیب دسترګوخاریی اوډیر بدپري لګي..
زماغازي اشنا که رغللي جانان به دي کړم

کامران نســیم

یاره په تا باندې زه دومره اطمینان لرم چې
دزړه پرهر لره ټکور او هم درمان به دې کړم

بدرالدین ځلاند

قربانه ته سپيڅلي يي اوګران يي په ما
ستا په مينه کي عاشق يمه جانان به دي کړم

احمد عابد

وطنه ستا زخمي وجود ته به ټکور شمه زه
تا به ودان کړمه او سیال د ټول جهان به دي کړم

سعادت مل


زموږګران وطنه ګران هيواده ځار شمه قربان دشمه
ستا کاڼي بوټي ګودرونه هم بوستان به دي کړم

احمد عابد


وطنه یو ځل د اشغال څادر را غونډ چې کړمه
بیا تماشه کــــــــــړه نازولی د جهان به دې کړم

ټوله نړئ به دې کیـــــــــــسې د ښکلاګانو کوي
سمه او غـــــــــر لوړه ژوره ګلستان به دې کړم

فضل مالک ادریس

دزړګي وینه به اشنا له پیرزوینې درکړم
ځکه ژوندی ومه ائ ګله قدردان به دې کړم


راشدافغان کــه په تـړون دې عمـل ونه کړ اوپاتــې شــولې
کفړۍ دې خلاصه کړه غربیه چه پښیمان به دې کړم

عزیزالحسن درویش


طالبه مجاهده، د ﺯړه سره او ځيګره
لږ را تم شه راوګوره پورې په چشمان به دې کړم

بلال وصال


ده مینی په اظهار کی می دا زړه درته ډالئ ده
قبوله مــی کړه جنابه چی د ځان به دی کـــــړم

شاعر قرار پښتون


زه دې مئین ته معشوقه مې شه راځه ازادۍ
ته له میوند کوه ټپه زه یا قربان به دې کړم

حَسّٰان کوچی


که سوله راغله ازادي شوله خوره پروطن
جانانه یادساته ټیکټرکې موټروان به دې کړم


راشدافغان

ټوټې ټوټې به دي راټولي کړم ته غم مه کوه
زما هیواده که ژوندی ومه ودان به دي کړم

امیرملنګ.

ته یوار راشه بیادې قدر دراتلووګوره
دځوریدلې ولس زړونوته درمان به دې کړم

عارف

ستا استقبال ته به په مینه او خلوص درځمه
په ورین تندي به دې زه ښکُل کړمه مهنان به دې کړم

وفا

که می هرڅوپه دیدن موړکی الَّه خوږه یار
لابه دی بیاهم یادومه اوارمان به دی کړم

وصال ثمین


زه مـــا وطــنه خـــیرکـه هرڅو نـــړيــدلـــی یي ته
خو په تاریخ کي ځلاند ستوری داسمان به دي کړم
شـــــــفـق


ځما خـزان خـزان ګـرانه وطـنه خـفا نه شـې
د تـن په ویـنې شـاړې دښـتـې ګلستان به دې کـړم

محمدعمرخاکسار وزیرستانی


رانه خفه ولی یی څه ووایه ځاردی شمه
زه دی قربان سمه جانانه خو مهمان به دی کړم

حماسي


وینې د تن به درکوم تا لۀ اغیار ساتمه
زما خوږه افغانستانه بیا ودان به دې کړم

وصال زرګر


پر خپل ټاکلي وخت به ځې زما له خاوري څخه
که نـــــه دنیا کي شرمېدلی پنټګان بــه دي کړم

احمد"خاطٍري


ته دې بادار ته په سر ټیټى ژونـــــدون وخت تــــیروه
عسکره! يو وخت تانه جوړ سم طالب جان به دې کړم

مسعود ازمون


له دیدن تیر شه وظیفه واخله ورځه طالبه
د ډرون ناترسه توغوندي لرم سیزان به دې کړم

حماس ساجد

ځمه شـــاهین یمه په تـــورو دنګـــو غرونو اوړم
ما په سي مه راځه قربان ستړی ستومان به دي کړم

امیرملنګ

د پاک اسلام په مینه مست مجاهدین یو مونږ
په بدو سترګو را ته مه ګور چی وران به دی کړم

منهاج الله زهیر

ما سره دومره ظلم کړې تا ظالم جابره !
قیامت به راشي درنه څیرې دا ګریوان به دې کړم

مسعود

#یادونه
که د کوم ملګري بیت نه وي راټول شوی نو به کمه ستونزه پکي ول تکرار قافیه او یا سیلابیز مشکل هغه ملګري دي په راتلونکي کي کوشش وکړي
ټولونکی ورور
بدالردین ځلاند صاحب


په درنښت دشعر ادبي حجره
https://t.me/adbeehjra


Forward from: حافظ محسن احسان
‌‎#بیتونه
ګوره زما سخه به لري ګرځي خیال به کوي
اې سیتمګره توري خاوري د بیابان به دي کړم

لژ انتظار شه ګرمي اوښکي به دې پاکي کړمه
وخت رانیژدې ده یو ودان افغانستان به دي کړم

#‎محسن_احسان

20 last posts shown.

321

subscribers
Channel statistics