د اختر دشپې نیمګړی نظم
خو.... نیمه، خاموشې زمزمې سره ...
راځه پخیر راشي راځه،راځه سلام اختره
موږ په خندا درته پرانیستې غیږ مدام اختره
خو دومره ده کوه لږ موږ سره ناکام اختره
د زړه مالت کې مو ګرځیږه لږ په پام اختره
د کونډې خور به مې ساتې ډېر احترام اختره
درنه خبره ګوره نه شي د چا مور اختره
څو ورځې مخکې شهید شوی د چا ورور اختره
لا انتظار ده په کاله کې چاته خور اختره
یوه خبر یې ورکوي بچي ته زور اختره
د پلار د نه راتلو ورنکړي څوک پیغور اختره
چاته اوس هم څاري د کلي لویه لار اختره
د چا راتلو ته اوس هم دي څوک انتظار اختره
د چا په یاد کې ستوري شماري تر سهار اختره
د دروازې د ځنځیر شرنګ، ته دي بیدار اختره
چا پسې ورور شو لیونی، چاپسې پلار اختره
راځه پخیر راشي راځه،راځه سلام اختره
موږ په خندا درته پرانیستې غیږ مدام اختره
خو دومره ده کوه لږ موږ سره ناکام اختره
تاته چې وخاندو بلخوا ته مو شي پام اختره
راته رایاد شي د بندي، اشنا پیغام اختره
والله هغوی هم دي بچي د دې هېواد اختره
تاته چې خاندو شي هغوی راته را یاد اختره
ژوند او ځواني یې په پنجرو کې شوه برباد اختره
عمر ته پام وکړه تېریږي لکه باد اختره
ځه کنه وایه کله شي به ټول ازاد اختره ؟
هغوی هم زړه لري او زړه کې هم ارمان اختره
هغوی همزولي او هغوی لري یاران اختره
هغوی به هم خامخا وي په ډېرو ګران اختره
داسې به هم څوک وي چې نلري جانان اختره ؟
د ازادۍ به کله وشي پرې اذان اختره ؟
راځه پخیر راشي راځه،راځه سلام اختره
په هر حالت درته لرو ، موږ احترام اختره
تر څو به وي کوچی شاعر د داسې قام اختره ؟!
چې تل یې اخلي اوښکو سترګو نه الهام اختره
څوک یې پیدا نه شو دردونو ته ارام اختره
څوک یې پیدا نه شو دردونو ته ارام اختره
ــــــــــــــــــــــــــــ
👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi