【 نعــت شـــــریف 】
《 سیدحسام هاشمي 》
له ادمــه تـــر دي دمـــه واړه ســتا په نوم پیدا
ته رحـمت د پــاک الله یې محـمد رسـول الله
دا چي رب دی پر تا خپله بِلاکیـفه درود ویلی
د مخلوق څخی اعـلیٰ کړي د نبیانو څه اعلیٰ
لایزال رب یې ستايلی په قرآن عظیم الشان کي
اِنَّااَعْطَیــْنٰکَ الْکَـوْثَرْ ستا صفـت دی مصطفیٰ
تا په ګاڼي زړه کي ښخي د اسلام مختبلې کړې
هم مرچـه زړونه دي کـړله له مرچو څخه صفا
داستا سپین سپیڅلی دین به تر قـیامةَ وي قیام
نور ادیان ټول منسوخ سوي ستا دین پاته دی طٰهٰ
په لو ورځ د حشرګاه کي به پر ټولو وي الزام
یا پيشوا چي هیر دي نشئ امتي حسام دا ستا
@SyedHussam