*غزل*
څه په ناز، څه په ادا خبرې اورم
ورته ناست یم، د یو چا خبرې اورم
زمانه که وي، په کوم طرف روانه
چې په کړس خاندي، خندا خبرې اورم
مخته تېر شو، او سلام یې راته وکړ
زه د داسې یو اشنا خبرې اورم
نه کینه، او نه نفرت ساتم په زړه کې
ور نېږدې شوم، نن یې بیا خبرې اورم
په ساحل جانان که څوک اعتبار نه کړی
له غزل سره یې سمې، ښې رسا خبرې اورم
*شاعر: ساحل جانان*
څه په ناز، څه په ادا خبرې اورم
ورته ناست یم، د یو چا خبرې اورم
زمانه که وي، په کوم طرف روانه
چې په کړس خاندي، خندا خبرې اورم
مخته تېر شو، او سلام یې راته وکړ
زه د داسې یو اشنا خبرې اورم
نه کینه، او نه نفرت ساتم په زړه کې
ور نېږدې شوم، نن یې بیا خبرې اورم
په ساحل جانان که څوک اعتبار نه کړی
له غزل سره یې سمې، ښې رسا خبرې اورم
*شاعر: ساحل جانان*