سوې هډونه
دچا د تورو ستـــــرګو دیدنونــــــه پاته کیږي
د ځینــو ګلابونــــــو یادګارونـــــــه پاته کیږي
دوی لاړشي رنګ په وینو د سبحان ترجنتونو
خو موږ ته یې د ژوند څو انځورنه پاته کیږي
چې څوک د رب پر دین باندي ځانونه نذرانه کړي
د ننګ په تاریخو کې یې نومونه پاته کیږي
دا څوک دي چې په مینه په مسکا دورمې لمبوته
لمبو کې یې د تن سوې هډونــه پاته کیږي
نن بیا دي څوک رخصت کړو د ابد په لوري یاره
چې زړه کې دي نن بیا درانه غمونه پاته کیږي
څه پیښه ده څه شوې الفت جانه حال څرګند کړه
چې بیا دي په غزل کې ټول دردونه پاته کیږي
ــــــــــــــــــ
الفت جان