محمده (صلی الله علیه واله وسلم)
رحـمت د کل عالم یې معتـبره محمده ص
نازل پر تا قران دی د زړه سره محمده ص
د نور په پلوشو دې دا دنیا رڼا رڼا شوه
د جهل تورو شپو لره سپین لمره محمده
راتګ دې دې نړۍ ته دښکلاؤو وږمې راوړې
خپره شوه خوشبــویې ستا له نظره محمده
دعشق له رنګینیو نه دي هر زړګی آباد شو
په عشق دې شول ډېرزړونه بختـوره محمده
یې لیک دهر مومن دزړه په سر باندي جانانه
یې ګران و هر مومن لره دلبره محمده
الفت دي دخواږه وصال ارمان ګرځوم زړه کې
تر مرګه تر محشره تر کوثره محمده
الفت جان
رحـمت د کل عالم یې معتـبره محمده ص
نازل پر تا قران دی د زړه سره محمده ص
د نور په پلوشو دې دا دنیا رڼا رڼا شوه
د جهل تورو شپو لره سپین لمره محمده
راتګ دې دې نړۍ ته دښکلاؤو وږمې راوړې
خپره شوه خوشبــویې ستا له نظره محمده
دعشق له رنګینیو نه دي هر زړګی آباد شو
په عشق دې شول ډېرزړونه بختـوره محمده
یې لیک دهر مومن دزړه په سر باندي جانانه
یې ګران و هر مومن لره دلبره محمده
الفت دي دخواږه وصال ارمان ګرځوم زړه کې
تر مرګه تر محشره تر کوثره محمده
الفت جان