.
*•┈••✾• اخترونه په ژړا دي •✾••┈•*
څه د غم لویه صحنه دہ زخمی زړونـه په ژړا دي
دلته کور په کور بمباردی اُولسونــــــــه په ژړا دي
بیاچاپه دہ بیابمباردی بیادي څوک شھیدان شوي
خزانـــونـــــــه اورېــــدلي بهارونـــــــه په ژړا دي
نه یاران شته نــــه خپلوان هِجر ځپلې زندګی دہ
خوشحالي دہ رانــــه تللې اخترونـــــه په ژړا دي
بیاجماعت په وینوسور دی بيا قرآن پاره پاره دی
مدرسې شهيدي شـــوي مسجدونــــــه په ژړا دي
زړه مي بیا له غمو ډک دی ھغه یار دی جدا شوی
د شھید یار راتــه پاتـــه یادګارونـــــــه په ژړا دي
تـه چې تللي د تشکیل پــــــــه سفر اخ زما زړګيه
ستا حجرې تــه ځم راځمه کتابونــــــه په ژړا دي
څـه ترخې ترخې خبرې د بيلتون دي اورېده شي
ستا ياران دي غريوو نيولي محفلونــه په ژړا دي
«عـمـري» سلګو نیولی «عـمـري» پـــه ژړا سر دی
له قلم يې وينې څاڅې او شعرونــــه په ژړا دي
*شــاعــر:عــمــری کمانـډو*
*ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ*
*•┈•✾•
https://t.me/umari313•✾•┈•*
6/8/2019