وصال ثمین


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


سلامونه اونیکي هیلي مي ومنی
هیله لرم چي روغ رمټ اوخوښ اوسی
محترموپه دی چینل کي راسره ملګري سی وخت په وخت به درسره لیکلي اشعارشریکوو
په درنښت ستاسوکشرورور،وصال ثمین
https://t.me/vesalsamin

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


څه ګفتاروي راپسی

دچادژړغوندسترګودیداروي راپسی
په لپه ددوعاکي یې اثاروي راپسی

تیاره وي نصف الیل وي دادوعاکوي وماته
دمیني یې داڅومره لوۍ اظهاروي راپسی

خبره چي له حال اوله ستړیاڅخه سي مورمي
جوړه کړي بس لاسونه څه ګفتاروي راپسی

چي کله اجازه ورڅخه غواړمه دتللو
په وچووچوشونډویې اقراروي راپسی

ژړاسره موسکۍ سي چي نظریې پرماوسي
راوځي یې له خولې لفظ دجاروي راپسی

لیموپسي یې ځانګي ملغلري غوندي اوښکه
تربیاپوري راتلویې انتظاروي راپسی

چي څوپوري تیتیږمه له کلي داراګوري
دکلي په کوڅوکي یې بس څاروي راپسی

وصال ثمین دي واخلمه بلاآدکي موري
برکات دي ددوعاووسم تیاروي راپسی

وصال ثمین
https://t.me/vesalsamin






























Forward from: العصر خپرندوی ادراه
د الـــــعصر خپرندويه ادارې لخوا وړاندي کيږي

دنويو ترانو البوم
حسن فرست طالب
دګرانو ورور شاعر
وصال ثمن صاحب
نشر ته وسپارل شو
تاسې يې زموږ د ټيليګرام چينل څخه تر لاسه کولى شۍ
له ملتيا مو مننه
همدالته راسره ملګري شۍ
👇👇👇👇👇👇

#العصرځانکړي_نشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

نوی نعت شریف

درلیږمه په تحفه کی سلامونه مبارکه
ډالۍ دي وي بس تاته دادرودونه مبارکه

اواز،حکمت الله مخلص

شاعر،وصال ثمین

👇👇👇👇👇

#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa




غزل

سخت دي رامات کړمه په ملاباندي دیاربیلتونه
زری زری دي کړمه خـــــوارسی الَّه خواربیلتونه

دژوندمسکادژوندخوندونه مي ایری ایری سول
سـکون مي ونه موندوګوره ای! خونکاربیلتونه

زړګی مي مات شودرنه صبرشومه زه په دی کار
چـــــــي دي له څنګه رانه بیل کړلونګاربیلتونه

دیــــــارلـه خـــولی نه راوتلی څه په نازاونخرو
لـــــــه خـونده ډک ووپـکی یولفظ دجاربیلتونه

مــــاورتـه هـیـلي ارزواګانی وی ساتلي زړه کي
شـــــــي درپسی به ددی خوارزړګي ازاربیلتونه

دادي اوس کوم کسات لاپاتي وودزړه بیمارسی
لــــکه چــــي زه دي پرزړګي کړمه بیماربیلتونه

بــــیاسَفِی٘نَه دخـــیال ده ړنګه اومیدونه خاوري
دلــته مي پاته اومیدونه سول بې شماربیلتونه

وصــــــال ثمین چي په ملاخم یم دیوچادلاسه
روغ به هیڅ نه شم زه دي وایستم له کاربیلتونه

وصال ثمین
https://t.me/vesalsamin


په دی وطن کي قربانۍ سوي بریابه راځي
نـــــوربه نودلته ازادی ښکلی فضابه راځي

لکه چنارداسي ځوانۍ سولی په ملاراماتي
دجنت حوري له جنت ښه په خندابه راځي

کـــبــرغـــرورمــوکړورمات دهغي توري بلا
کــــافـــرسرونه نوروپښوته دملابه راځي

په ډیرغرورباندي راغلي ووزمونږترهیواد
هغه غروریې سولوختم چي نوبیابه راځي

لــــه ورایه ښــکاري اشاری کوي لیلاازادی
راولـــوخــامــخاوطــــن تـه دالیلابه راځي

دبوري موردزړګي آه خوتراسمانه رسي
نوردیتیم وسپیروشونډوته مسکابه راځي

ژونددوصال ثمین نیګړی سودرب په مینه
ورباندي ویاړم نیم بدن په حشرګابه راځي

20 last posts shown.

68

subscribers
Channel statistics