غـــــزل
زما احساس به دي یو وخت داسي ضـرور ژړوي
لکه دردونه چي دي وخت په وخت رنځور ژړوي
هی بیا به نه یــم بیا به وکـړی ډير ارمان راپسي
ســهار بیګاه بــه دي جانانــه خـپل غُـرور ژړوي
دزړګي مراندي مي پري شوي تر خوله ویني راشِ
ناځــوانه درد مې همېشه پــه وینــو ســور ژړوي
د سترګو دېد مې بلها کم شو اوس په لاره لوېږم
یوخدای خبردی چي بیلتون مې څُمره نور ژړوي
(وقـاد ملنـګه) دا أیـنه خـــــو دروغـجـنه نـه ده
ورتـه کـتلی نـه شـم مـا مـې خـپل انځــور ژړوي
(وقادملنګ زابلي)