(: عشقه :)
عشقه: تاته مي سلام دی
عشقه: ډیر راباندي ګران یې
عشقه: لږ زره مي پوه کړه
عشقه: ګټه که تاوان یې
عشقه: ستا پر سفينه لاره
عشقه: لاړو أن تر داره
عشقه: وېښ وو تر سهاره
عشقه: چا ته انتظاره
عشقه: حال راته بیان کړه
عشقه: څُمره سرګردان یې
عشقه: پام چي خفه نه شی
عشقه: ته مي لکه زړه شی
عشقه: ته دي لا نور ښه شی
عشقه: هسي نه اوبه شی
عشقه: زما ژوندون ته راغلې
عشقه: ښه ده مهربان یې
عشقه: دلته یو اتل وو
عشقه: خاص لکه یو ګل وو
عشقه: ستا پر لاره مل وو
عشقه: جار دي مکمل وو
عشقه: ستا په پلاره تللی
عشقه: ته یې ستر ارمان یې
عشقه: جوړ یې له دردونو
عشقه: اخلو له زخمونو
عشقه: خوند له پرهارونه
عشقه: جوړ یې له خوندونو
عشقه: ستا (وقاد ملنګ) یم
عشقه: زړه ته مي درمان یې
(وقادملنګ زابلي)
عشقه: تاته مي سلام دی
عشقه: ډیر راباندي ګران یې
عشقه: لږ زره مي پوه کړه
عشقه: ګټه که تاوان یې
عشقه: ستا پر سفينه لاره
عشقه: لاړو أن تر داره
عشقه: وېښ وو تر سهاره
عشقه: چا ته انتظاره
عشقه: حال راته بیان کړه
عشقه: څُمره سرګردان یې
عشقه: پام چي خفه نه شی
عشقه: ته مي لکه زړه شی
عشقه: ته دي لا نور ښه شی
عشقه: هسي نه اوبه شی
عشقه: زما ژوندون ته راغلې
عشقه: ښه ده مهربان یې
عشقه: دلته یو اتل وو
عشقه: خاص لکه یو ګل وو
عشقه: ستا پر لاره مل وو
عشقه: جار دي مکمل وو
عشقه: ستا په پلاره تللی
عشقه: ته یې ستر ارمان یې
عشقه: جوړ یې له دردونو
عشقه: اخلو له زخمونو
عشقه: خوند له پرهارونه
عشقه: جوړ یې له خوندونو
عشقه: ستا (وقاد ملنګ) یم
عشقه: زړه ته مي درمان یې
(وقادملنګ زابلي)