بدرالدين ځلاند


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


ZLANDبدرالدين ځلاندوخت په وخت له نيواشعاروسره

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Statistics
Posts filter


‏په اوښکولوندڅیرې ګریوانه زه دې نه هیروم
خراب تراب افغانستانه زه دې نه هیروم

العصرخپرندویه اداره دارنګینه اوغمګینه په زړه پورې ترانه درته وړاندې کوې
هیله ده چې پریمانه خوندونه تري واخلئ
شعردبدرالدین ځلاندــ په ښکلې ترنم د


[قارې محمدخالدمنعم]


غزل



نيمه په درد نيمه په غم نيمه هجران تيره شوه
څه زندګي وله اوڅه دباد پشان تيره شوه

بيګامې ستاخاموش تصوريرته چې کتل شهيده
درڼواوښکوقافيله مې پرګريوان تيره شوه

فرون دکلي لويه لاره کې بې هوشه شومه
چې جنازه وٙ هديره ته دجانان تيره شوه

څه په بمبارڅه په غبارڅه په جنګوکې وه
دغه قيصه مې په ويجاړ افغانستان تيره شوه

څوک په زندان کې په ولچکو کې سپين ګيري شولو
دچادژوندکړۍ يې ديدته په ارمان تيره شوه

په دې خوشحاله يم که دردٶ اوکه غم ٶپرما
خوشکور زمازندکي ښه په سپين ايمان تيره شوه

ستاشاعري هم بدرالدين ځلانده ښه وله چې
ديومظلوم په زړه پټۍ شوه اودرمان تيره شوه


نوى
حمد



داستادمينې او وفا نه موبې برخې مه کړې
ستاپه دربارکې له لقاء نه موبې برخې مه کړې

ژوندمودرځارکړې دتمام جهان مالٍکه خدايه ج
خودابد ژوندله ښکلانه مو بې برخې مه کړې

اې دجنت عزت عزمت او دقدرت څيښتنه
ستادرحم له انتها نه مو بې برخې مه کړې

انګار اودار زندان ولچک اوزولنې جانانه
مونږ مجاهدکړې له غزا نه موبې برخې مه کړې

درته نيولى مودې لپې زلجلاله زمونږه
له شفاعت دمصتفى نه موبې برخې مه کړې

له دوزخونو دې ويريږو مهربان خالقه
ستاله جنت ستاله رضا نه موبې برخې مه کړې

کړم بدرالدين ځلاند داسوال اوتمناهروخت کې
داستاله ويرې له ژړا نه موبې برخې مه کړې


غزل


پراوښکولومدڅيرې ګريوانه زه دې نه هيروم
خراب تراب افغانستانه زه دې نه هيروم

چې هره ورځ دې په وکړيو سرې لمبې وي بلې
عريزه کړم دې په رحمان زه دې نه هيروم

ظاليمه وګړه ظلم وکړه تراخيره هده
خودايادساته چې نادانه زه دې نه هيره وم

وخت به راځي بيابه له هرغدارحساب غواړومونږ
داوخت به تيرشي ړون جهانه زه دې نه هيروم

ستړى آهون سوې چيغې اودرانه دردونه
زمازخمي زخمي ارمانه زه دې نه هيروم

دخداي پرمينه دې هررنګه قرباني ورکړله
اې غيرتي غيور افغانه زه دې نه هيروم

ستاسوې ساندې به ضروردخداى ودرته رسي
مايوسه نشې مسلمانه زه دې نه هيروم

ستابدرالدين ځلاندبه ستاپرمينه ځان کړم فيدا
زما دخوږزړګي جانانه زه دې نه هيروم


غزل


داســتــــاديادترانې وايم ښه يم
داستاپه مينه باندې پايم ښه يم

يوه خبر ښه له خوشحاليو ډکـه
چې ته زمااوزه داستايم ښه يم

بس رقيبان دې زړونه مات ګرځوي
ته مې انګارزه دې بورايم ښه يم

دغموزوردې اوس مات کړى اشنا
اخ دٶجودپه نرۍ ملايم ښه يم

داستاپه عشق به افتيخار کوم تل
ښه يم پردې قول صفا يم ښه يم

توروتيارو باندې چې وارې کوم
زه روښان ستورى دصبايم ښه يم

ستابدرالدين ځلاند داستاپرمينه
لکه پتنګ داسې شيدايم ښه يم


نيمه شپه
غزل

چـــې رايادشولې صنمه نيمه شپه
زړه مې پړک چو وي له غمه نيمه شپه

څه سيلاب سيلاب راتويې شوله سترګو
پرګريوان باندې مې نمه نيمه شپه

له دې پورې کلې بيادسـلګوغږده
بيافرې وتى پرچــا بمه نيمه شپه

څوک زخميان څوک شهيدان دي زلجلاله ج
غم راګډ شولو په چمه نيمه شپه

زما پرماتو ماتوشونډويې نوم راشي
ورک اشـنا تل يادومه نيمه شپه

بدرالدين ځلانده بيا دې په لاسوکې
يو کاغذ ده بل قلمــه نيمه شپه


غزل

داستايادوليونى کړى يمه
ډيروغموليونى کړى يمه

داستاتصويرته ترسهاره اشنا
خپل کتو ليونى کړى يمه

هيڅ نه تيريږې بې لتاجانانه
دهجرشپوليونى کړى يمه

وطن کې هره ورځ دوينوسيلاب
نورسيتموليونى کړى يمه

داغ دفراق مې پر زړګى خوړلى
خپلو زخمو ليونى کړى يم

مه راځه مختې اى غمه ګوره
زه دې ليدو ليونى کړى يمه

ځلاند دزړه له دردراواخلم قلم
خپلوشعروليونى کړى يمه


غزل


ستاياري نيولې مې غاټوله ده
زمامينه پرتاباندې راټــوله ده

توري سترګې ګنې اوږدې څڼې دې
ستاڅهره اشناډکه له روله ده

اې ملنګ طالبه په نړۍ دې نن
کړۍ له ډير روعبه هرخوابوله ده

ستادسپين دريز سره راتلونکې نور
دې هيواد سپينه سپينه سوله ده

خداى يې نازولى له ازله ته
مينه دې فوره فوره په توله ده

ستادعشق ځنځيراې امارته ځار
تاو راتاو زمادزړه له شپوله ده

ستاترانه بدرالدين ځلانداشنا
زمادخوږزړګي ګوره سمبوله ده


غزل


پرزړه باندې مې بيادغموبارده پرملامات يم
نيولې ستاغمونو راته لارده پرملامات يم

نن زړه مې بيا دچادخوږو سترګوليدل غواړي
هغه ورکه طالب جان ته ناقرارده پرملامات يم

دردونه يې شيبه پرشيبه نورراته زياتيږي
راکړى له فراقه چافرهارده پرملامات يم

اشنا داستاغمونو ته وهلې مې تکيه ده
نن بيايې راپسې ګوره ازارده پرملامات يم

تراوسه خو له ډيرې شبګيرې ګالل به غواړي
لالرې رانه مخ دسپين سهارده پرملامات يم

کلونه وشول ستړى يمه ته به کله راشي
اخ تاته ليونى مې انتظارده پرملامات يم

اى ماپکې دژوند خوشحالۍ هيڅ ٶنليدلې
زړګى مې نورستومانه له دې ښارده پرملامات يم

وي هره ورځ مرګونه بمبارونه زلجلاله
اوف جوړزمونږدوينوسم بازارده پرملامات يم

فرون چې بدرالدين ځلانده يوځاى راسره ٶ
نن جوړپرې دسپيروخاورومزارده پرملامات يم


غزل


ښايسته دې هيرانه آيينه شوله جانانه
نړۍ په سلامي درته کږه شوله جانانه

دخپل قوي ايمان اوعقيدې په سراتله
دخداى په نصرت فتحه دې ميلمه شوله جانانه

که لر دي اوکه بردي ټول دې ښه مني غيرته
اوچت په جهان کې دې شمله شوله جانانه

دسپين دريز په زوردې هرکفار ولړزاولو
اوس جوړه په تاريخ کې دې صفحه شوله جانانه

دډيروزورواکانوزور واکي دې کړله ختمه
دوعاء دمظلومانو درسره شوله جانانه

پرتادبدرالدين ځلاند دحسن طالب جانه
راجوړه ښه دلچسفه ترانه شوله جانانه


غزل


په ويښه ؟ مې کړه تيره ترصبادزړه له درده؟
بيګاشپه مې شبګيره کړه اشنادزړه له درده؟

دخپلې بې وسۍ قيصه مې هيچاته ونکړه
راوړله به مې ماته ماته سا دزړه له درده؟

غمونه ٶ له خپلې اندازې څخه زيات شوي
اوزه¡ورته يواځې وم تنها دزړه له درده

دړنګو پلونه خاورې يې پلوکې ټوله ومه
همدايادګارٶپاتې ديوچادزړه له درده

کلونه وشول فروت يم لا بيمارديارله غمه
کلونه وشول نلرم خندادزړه له درده؟

راځمه هره ورځ ورته دې فورې هديرې ته
ځلانده ورته ډيره کړمه ژړا دزړه له درده


غزل


ستاکاته اوستاليده دومره خوږه؟
ستاددٶسترګوباڼه دومره خواږه

لکه لمردماذيــــګرداسې ښکاره شو
يارچې سپين فاج ٶواهه دومره خواږه

په ځوانۍ دې برکت شه محترمه
کړم دوعاءوې درته زه دومره خواږه

ستادادنګه هسکه غاړه سپين رخسار
په اوږو دې تورويښته دومره خواږه

زه چې تاته دومره ښه ګورم جانانه
داخـــــبره ده دزړه دومره خواږه

تاته کړلې يې په مينه دوعاءګانې
ناست ځلاند ٶ پرلمانځه دومره خواږه؟


غزل



له زړه نه تاوومه به غمونه لکه غرونه
ساتمه ديوچاخواږه يادونه لکه غرونه

اميدلرم چې تاته به در ورسم دلبره
په دې وجه کومه شبګيرونه لکه غرونه

دستړى ژوندقيصه مې داسې ماته ماته پاتې
رېږيږي مې دزړه ټول ارمانونه لکه غرونه

سينه کې تل خوږيږې هره ورځ يې کړم پښتنه
چې ولې کړې زړګيه فريادونه لکه غرونه

راځه درقيبانو مخته ښه ډاډه جانانه
چې شي ورباندې بل سره سره اورونه لکه غرونه

په تارکې دغزل به يې ځلانده ټوله ومه
ښايسته توري نازک لکه ګلونه لکه غرونه


ملګروته ډالۍ
غزل


څه عجيبه ښه جمله ده ملګرتيا!
په اخلاص وفا ښايسته ده ملګرتيا!

دازما اوستاپه څه دومره جانانه
چې له شاتو هم خوږه ده ملګرتيا!

ناکامي يې هم دزړه ماتول کړاى شي
کاميابي يې ښه تو ښه ده ملګرتيا!

په سپيڅلى پاک احساس باندې يې پالۍ
بس دميــــنې کليمه ده ملګرتيا!


ديوچا سره مې کړې ده له زړه نه
بس ترمرګه مې وعده ده ملګرتيا!

اې ځلانده په اخلاص اومحبت مې
ګرانه تل لتاسره ده ملګرتـــيا!


بدرالدين ځلاند مو

9(8(1398


غزل



دچادتوروســــترګوارمانجن ده داسړى
چې غلى خواته ناست ده څه غمجن ده داسړى

حال نوايې له سترګويې د اوښکوباران اوري
پټ زړه باندې داغلى او خوږمن ده داسړى

دچاخواږه يادونه يې په زړه فورې نيولي
يوچاته تراخيره هده ژمن ده داســړى

ناځوانه انقيلاب ورنه دزړه ټوټه ده وړې
اې وخته بس لتاډيرګيلمن ده داسړى

چې شپه شي شبګيرې کوې ډيوې ته غلى ناست وي
داڅوک ده او په چاباندې مين ده داسړى

پرمخ يې پريشاني ښکاري ډيرستړى معلوميږي
همدازمونږه وياړده اوتورزن ده داسړي

دبلې خاورې نه ده بدرالدين ځلانده ياره
زمونږه دوياړونو دوطن ده داسړى

9(8(1938


غزل


په سترګوکې مې ستادعشق تاثيرده ليونيه
ځارلوستۍ مې دمينې خوږ تفسيرده ليونيه

امام مو دکاروان يې اقتيدامودرپسې ده
نيولى مو اول اول تکبيرده ليونيه

په لاره يې ګوزرکړومونږه ټول يې موريدان يو
واجب پرمونږه امر دخپل فيرده ليونيه

الله ج راکړى ښه له ننګ غيرت اوشچاعت ډک
سپڅلى او وياړمن موخپل ضميرده ليونيه

هغه ناکا مه پاتې ده تراوسه نامعلوم ده
چې څوک موپاتې شوى له بهيرده ليونيه

سرکوزى مختورن ده شرمينده ټولې دنياته
چې تللى دفرديو په مسيرده ليونيه

که درد وي که خوشحال بدرالدين ځلانديارانو
رازې په هرقدم له خپل تقديرده ليونيه


غزل


دوعاءوې لـــپې لپې اوســوالونه لپــې لپـــې
باداره ستاپه درکې مو نيولي دي عرضونه لپې لپې

يولاړشي بيا يوبل نوبته خامخاولاړوي
زمادزړه له ښارځي ارمانونه لپې لپې

زمونږ دوطنوالو په کورو باندې اوري
له پاسه دظالم کافربمونه لپې لپې

يوچاپسې مې کلک دمينې تارباندې تړلي
له زړه نه مې پسې دي اميدونه لپې لپې

داستا له دره مونږ باندې را اوري زلجلاله
رازې يو چې دې وينو رحمتونه لپې لپې

قبول يې کړه اى پاک فرورديګاره درته سوال کړم
په زړه مو دي راشنه سره سره زخمونه لپې لپې

دشپې نيمى کې ژاړم بدرالدين ځلانده ياره
ګريوان ته ځي داوښکواميلونه لپې لپې

پنجشنبه
2(8(1398


غزل


ښايسته دې هيرانه آيينه شوله جانانه
نړۍ په سلامي درته کږه شوله جانانه

دخپل قوي ايمان اوعقيدې په سراتله
دخداى په نصرت فتحه دې ميلمه شوله جانانه

که لر دي اوکه بردي ټول دې ښه مني غيرته
اوچت په جهان کې دې شمله شوله جانانه

دسپين دريز په زوردې هرکفار ولړزاولو
اوس جوړه په تاريخ کې دې صفحه شوله جانانه

دډيروزورواکانوزور واکي دې کړله ختمه
دوعاء دمظلومانو درسره شوله جانانه

پرتادبدرالدين ځلاند دحسن طالب جانه
راجوړه ښه دلچسفه ترانه شوله جانانه


غزل


ستاياري نيولې مې غاټوله ده
زمامينه پرتاباندې راټــوله ده

توري سترګې ګنې اوږدې څڼې دې
ستاڅهره اشناډکه له روله ده

اې ملنګ طالبه په نړۍ دې نن
کړۍ له ډير روعبه هرخوابوله ده

ستادسپين دريز سره راتلونکې نور
دې هيواد سپينه سپينه سوله ده

خداى يې نازولى له ازله ته
مينه دې فوره فوره په توله ده

ستادعشق ځنځيراې امارته ځار
تاو راتاو زمادزړه له شپوله ده

ستاترانه بدرالدين ځلانداشنا
زمادخوږزړګي ګوره سمبوله ده



20 last posts shown.

49

subscribers
Channel statistics