دا پـــیدا کـــــــــړې د الله د رحمتونو ډکه
د روژې میاشت ده د اجرونو ثوابونو ډکه
پکې نـــفلي عمل د فــرضــو ثـوابونه لري
دا په دعا کې د هـــر چا لــه امیدونو ډکه
په دې کې خلاص به شي چې څوک وي د دوزخ مستحق
ځان کړه تــیار مــومنه دا د راحتونـو ډکه
د زړه ځنـــګونه لـــــر کوي زړګۍ شـفافه کوی
که یی په شوق ولمانځې دا ده د خوندونو ډکه
رب پیدا کړې ده زمونږ د عافیت په خاطر
ګناه رژیـــــــــږي پکې دا ده د اجرونو ډکه
پکې شیطان وي تړل شوې زنځیرونو سره
بــرهــاني میاشت درمضان د نعمتونو ډکه