هلمند: د سرحدي لوا رئیس ارکان او د دریم کنډک ریس ارکان په ګډون ۵ سرتېري وژل شوي
کابل ټکی کام (شنبه، ۳١ غبرګولی، ۱۳۹۹ل)
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې دوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.
یوه امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط شمشاد ته ویلي چې یادو مسؤولینو غوښتل طالبانو ته کمین ورکړي خو طالبانو له وړاندې ورته کمین نیولی وو.
په وژل شویو کې د ٢٠٥ میوند قل اردو د څلورمې لوا رییس ارکان محمد ظاهر توربای او د سرحدي لوا رییس ارکان په شمول پنځه سرتیري شامل دي.
طالبانو د برید مسؤولیت منلی ویاند یې قاري یوسف احمدي په خپله ټویټرپاڼه لیکي چې یاد برید کې لس عسکر وژل شوي دي.
د ښاغلي احمدي په خبره:”د هلمند د لښکرګاه او نهرسراج ترمنځ د کوچيانو په سيمه کې تېره شپه، د ګوډاګۍ ادارې د مزدورې اردو عسکرو مجاهدينو ته کمين نيولی وو چې د مجاهدینو په متقابلو ډزو کې۱۰ تنه عسکر ووژل شول يو کرمولی ټوپک او یوه اندازه مهمات یې د مجاهدينو لاس ته ورغلي“.
https://kabull.com/?p=95172