د جرمونو نړیواله محکمه وایي؛ ټرمپ يې د افغانستان په تړاو په چارو کې مداخله کوي
کابل ټکی کام (شنبه، ۳١ غبرګولی، ۱۳۹۹ل)
د جرمونو نړیواله محکمه وایي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ یې د افغانستان په تړاو په چارو کې مداله کوي.
د یادې محکمې څارنواله فاتو بنسودا ویلي ، هڅه کوي چې هغه جنګي جنایتونه وڅېړي چې په تېره نولس کلنه جګړه کې په افغانستان کې د امریکا په ګډون د ناټو نورو غړو هېوادونو، طالبانو او افغان پوځیانو ترسره کړي دي.
خو په وینا یې، ټرمپ د دې کار سره مخالفت کوي، هڅه کوي د هاګ محکمې په قانوني چارو کې مداخله وکړي په خبره یې:”دوی ددې محکمې غړیتوب نه لري او امریکا ځان ته قضايي ادارې لري چې جنګي جنایتونه پکې وڅېړي“.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنايي جرمونو نړیواله محکمه باندې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د جنایتونو د څېړنې له کبله بندیزونه لګولي دي.
ټرمپ تیره اوونۍ د هاګ محکمې پر هغو قضايي چارواکو، د هغوی پر کورنیو امریکا ته پر ورتګ بندیزونه ولګول چې افغان جګړه کې پر امریکايي ځواکونو د ادعا شویو جنګي جرمونو تورونه پلټي.
یاده محکمه وایي، د ټرمپ مخالفت سره سره به افغانستان کې د جنګي جرمونو څیړنو ته ادامه ورکړي.
د امریکایي پوځ په شمول د ناټو ګڼو متحدانو په افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي، عام خلک یې بمبار کړي، شکنجه کړي او په شخصي زندانونو کې تعذیبونه ورکړي دي.
https://kabull.com/?p=95176