د ناټو استازی: د بين الافغاني خبرو د پلاوي ځينې غړي کرونا نيولي
کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۳۹۹ل)
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی " سټیفانو پونټي کورفو" په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې د بين الافغاني خبرو د پلاوي ځينې غړي کرونا نيولي.
نوموړي دا څرګندونې له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې کړي او زیاته کړې یې ده چې کرونا ویروس په افغانستان کې ورځ تر بلې په زیاتیدو ده چې خلکو ته یې ستونزې جوړی کړي او ښايي د سولې بین الافغاني خبرې هم ټکنۍ کړي.
پونټي کورفو په خپله مرکه کې ويلي چې د حکومت او طالبانو د پلاوو د ګڼو غړو په کرونا د اخته کيدو خبر يې تر لاسه کړی خو داچې رښتیاهم د طالبانو د مرکچي پلاوي ځینې غړي په کرونا اخته شوي دي د ناټو استازي کوم شواهد وړاندې نه کړل.
له بل لوري طالبانو په کرونا ویروس د خپل مرکچي پلاوي د غړو د اخته کيدو په اړه خپاره شوي راپورنه په کلکه رد کړي دي.
https://kabull.com/?p=95187