لکه چي ستا دپاک حرم د منارو سیوري دي
پر ما رالنډ ستا د وصال دأُمیدو سیوري دي
هغۀ خپل رب په انعاماتو باندې ښه پوښلی
دهغۀ سر باندې دعرش او جنتو سیوري دي
دزړۀ تنور یې ستا دیاد په کلیمو ګَرَمْ دی
دزړۀپرتخت یې ستادنوردستاروسیوري دي
دغه چي ستا درب پردین ځان په اورو سوځوي
دغه پرموږ دخدای له لور درحمتو سیوري دي
هدف دګل په شان سپیڅلی اوهم ښکلی ښکاري
خو ورنه تاو دڅو زهري زهري اغزو سیوري دي
مئین دې وګوره چي ستاپه نوم شو دود سپیلنی
مئین دې وګوره چارپیر ترې د لمبو سیوري دي
دتورې شپې سیوري تۀناست پۀزړۀ داغلی عاشق
اوښکې یې څاڅي پرې خواره ستا دیادو سیوري دي
بدري تکله په میم حآء میم دال مې ژبه لمده
دشبګیر مل یم رانه ورک مې د خوبوسیوري دي
بدري تکل