غزل
منځ کې فاصلې موغنمرګه څومره سترې شوې
تا سره د ژونـد خوښۍ هم لاړې مروري شوې
سر مې ستا د یاد پر اوږو ایښی دی ځنګیږمه
ساه اخلمه ورو تتي مي ستونې کې خبرې شوې
تانه چې به لرې ګرځیدم خبر له هجره وم
نن دې راته پاتې خاطرې د اور بڅرې شوې
ستا دتلو نه پس په خپل وجودباندې چاپیر شومه
ستا د فراقت شیبې له بدو نه بدترې شوې
ورانې دنیاګۍ ته مي لالیه فکر وړی یم
سوي تنهایۍ کې مې د بخت جوړه وزري شوې
دود شومه ایرو غوندې رژیږم لکه شګې بس
پاتي مې لمن کې تش د اوښکو ملغلري شوې
لاره کړم ترې بېله درد دې اوس هم ماته نه مني
چارې د فراق د شهامت زړۀ ته سخترې شوې
شعیب شهامت
منځ کې فاصلې موغنمرګه څومره سترې شوې
تا سره د ژونـد خوښۍ هم لاړې مروري شوې
سر مې ستا د یاد پر اوږو ایښی دی ځنګیږمه
ساه اخلمه ورو تتي مي ستونې کې خبرې شوې
تانه چې به لرې ګرځیدم خبر له هجره وم
نن دې راته پاتې خاطرې د اور بڅرې شوې
ستا دتلو نه پس په خپل وجودباندې چاپیر شومه
ستا د فراقت شیبې له بدو نه بدترې شوې
ورانې دنیاګۍ ته مي لالیه فکر وړی یم
سوي تنهایۍ کې مې د بخت جوړه وزري شوې
دود شومه ایرو غوندې رژیږم لکه شګې بس
پاتي مې لمن کې تش د اوښکو ملغلري شوې
لاره کړم ترې بېله درد دې اوس هم ماته نه مني
چارې د فراق د شهامت زړۀ ته سخترې شوې
شعیب شهامت