زه لکۀ سپیرۀ طالب پۀ تا باندی مین ښۀ یم
تۀ لکۀ شیـنکۍ قلم زما د زړۀ پر سر ښۀ یی
.
علم دي تر شا لکۀ بکسۀ د ښونځې ايښی دۀ
جهل پر تا سپور ښۀ دی او تۀ دغسي خر ښه یی
.
وینۀ یی روانـۀ یـی رګـو کي د شرین وطن
امن یی طالبۀ زړۀ رهې په دې سفر ښۀ یی
.
مینۀ دي هیڅکلۀ لۀ یوۀ لوري نۀ نکیږي
زه دِ تا دلبر ښۀ یم او ته زما دلبر ښۀ یی
.
څڼې دي ریحان ملا اوږدې کړۀ تر اوږو پوري
وو نو انډیوالۀ تۀ همدغسي ببر ښۀ یی
ریحان اخندزاده
تۀ لکۀ شیـنکۍ قلم زما د زړۀ پر سر ښۀ یی
.
علم دي تر شا لکۀ بکسۀ د ښونځې ايښی دۀ
جهل پر تا سپور ښۀ دی او تۀ دغسي خر ښه یی
.
وینۀ یی روانـۀ یـی رګـو کي د شرین وطن
امن یی طالبۀ زړۀ رهې په دې سفر ښۀ یی
.
مینۀ دي هیڅکلۀ لۀ یوۀ لوري نۀ نکیږي
زه دِ تا دلبر ښۀ یم او ته زما دلبر ښۀ یی
.
څڼې دي ریحان ملا اوږدې کړۀ تر اوږو پوري
وو نو انډیوالۀ تۀ همدغسي ببر ښۀ یی
ریحان اخندزاده