*د ښځو مساوات (جندر)*
د مسلمانو خويندو پر وړاندې د اسلام دوښمنو دسيسې
*لومړی مساوات (جنډر):*
د طاغوتي ديموکراسۍ دری ستر بنسټونه دي :
۱- له سياست څخه د دين لري کول، يا له دين سره د طاغوت يا ساختګي قوانينو يو ځای کول.
۲- بې قيده او بې واکه آزادي .
۳- مساوات .
په ديموکراسۍ کې يو اصل او بنسټ دا دی چې کافر، مشرک، مسلمان، صادق، فاسق او فاجر ټول سره مساوي او برابر دي.
او دا اصل د اسلام، عقل او فطرت ټولو خلاف دی .
الله سبحانه وتعالی فرمايي:
قُل لاَّ يَسْتَوِي الْخَبِيثُ وَالطَّيِّبُ …(سوره المائده:۱۰۰).
ژباړه :ووايه نه برابريږي پاک او نا پاک .
او فرمايي:
[أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا لاَّ يَسْتَوُونَ] (سوره السجده :۱۸).
ژباړه: آيا هغه کس چې مؤمن وي داسې لکه هغه چې فاسق وي، نه دي برابر.
عقلاً او فطرتاً هيڅ رښتنی او صادق له يو خاين، فاسق او غله سره برابر نه دی.
او همدارنګه د ديموکرسۍ بل بنسټ دا دی چې نارينه او ښځينه په دندو، مسئوليتونو او ټولو چارو کې سره مساوي او برابر دي .
حال دا چې د نارينه او ښځينه په فطري جوړښت کې فرق دی او اسلام فطري جوړښت ته په کتلو سره د نارينه او ښځينه تر منځ د دندو او مسئوليتونو عادلانه ويش کړی دی.
لکه: ښځه په هره مياشت کې مياشتي عادت لري، د اولاد د زږیتون لپاره مرګوني ناروغي تيروي، دوه کاله خپل اولاد ته پی ورکوي چې په دغه مرحله کې آرام او استراحت ته ضرورت لري نو آيا ښځه له نارينه سره په دندو او مسئوليتونو کې سره برابر دي ؟
او آيا ددې دواړو برابري ظلم نه دی ؟ هم اولاد راوړه او بيرني کارونه کوه او نفقه پيدا کوه ….
او د ښځې د مساواتو څخه يې مطلب د نفقې پيدا کولو په بهانه د ښځې شړل دي له خپل کور څخه څو د نارينه سره يو ځای کار وکړي او د نارينه په شان ځانته نفقه پيدا کړي ….
حال دا چې په اسلام کې د نفقې پيدا کولو مسئوليت د نارينه دی .
د کافرانو او فاسقانو عدل او منطق همدا دی چې هم اولاد وزږوه، هم د هغه خدمت کوه او هم د باندې کار تر سره کوه او ددې ټولو په بدل کې به د ښځې حيثيث هغه څه وي کوم چې نن يې په غرب کې لري ..
د نفقې پيدا کولو مسئوليت د نارينه ځکه دی چې هغه د بيرونيو کارونو وړتيا لري … آيا ښځه کولای شي د نفقې پيدا کولو لپاره بهرنيو هيوادونو ته يوازې سفر وکړي او هلته د ډير وخت لپاره کار او مزدوري وکړي لکه څنګه يې چې یو نارينه تر سره کوي آيا دا امکان لري ؟ او په دې اړه له نارينه سره ځان برابرولی شي .
مسلمانانو وروڼو او خويندو! دا په یاد ولرئ چې اسلام د عدل دين دی نه د مساواتو.
العدل : هو المساواة بين المتماثلات و التفريق بين المختلفات .
المساواة : هي تسوية بين الأشياء المتماثلة و الأشياء المختلفة .
عدل د يو شان شيانو تر منځ برابري او د مختلفو شيانو تر منځ تفريق او جلا والي ته وايي.
او مساوات د يو شان او همدارنګه مختلفو شيانو تر منځ برابرۍ ته وايي .
نو اوس تاسې فکر وکړئ چې کوم يو کامل دی … پس اسلام اللهي قانون دی چې د هره حيث څخه کامل او عادل دی .
د شريعې مکلفيت پر وړاندې نارينه او ښځينه يو شان دي او دواړو لپاره يو شان اجر او بدله ده
[[إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ …. أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا][1]
ژباړه: {يقيناً مسلمانان نارينه او مسلمانانې ښځې،مؤمنان نارينه او مؤمنانې ښځې… تيار کړی دی الله تعالی دوی (ټولو ته) مغفرت او لوی اجر (جنت)}.
غوروالی په تقوی کې دی، يوه تقوی داره ښځه تر ډيرو نارينه غوره او درجه يې لوړ وي او يو تقوی داره نارينه تر ډيرو ښځو غوره وي.
یوه مجله د فرانسوي ښځو فرياد او آواز نقلوي او ليکي:
موږ د نارينه وو سره د مساوي حقوقو د برابرې مسئلې زښته انديښمنې کړې يو، د تردد او پريشانيو سره مخامخ يو او همدغو انديښنو پر موږ خوب حرام کړى او په دې لټه کې يو چې په څه توګه کار او وظيفه پيدا کړو چې تر څو د ژوند په ډګر کې د نارينه سره يو ځاى ژوند تر سره کړو، موږ د مساوات لټې له کورنۍ ژوند څخه دومره ليرې کړي يو چې نشو کولاى په ويښه خپل ميړونه ووينو موږ يواځې خپل ماشومان د ډوډۍ په دسترخوان ليدلاى شو او بس، له دې مساوات څخه موږ ستړي يو، موږ نور له دې مساوات څخه نفرت لرو، موږ غواړو چې نور د کور ښځې شو او د خپلو اولادونو له پاره مهربانه ميندې ووسيږو[2].
و ما توفيقي الا بالله علیه توکلت و اليه انیب
آن لاين اسلامي لارښود
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – سوره الاحزاب:۳۵.
[2] – دا د ۵،۲ ميليون فرانسوي ښځو شکايت نامه ده چې د مصر د «الاخبار» جريدې خپره کړې ده .