*د سپينو ويښتانو تغير او رنک
د تور رنګ څخه پرته سور او نورو رنګونو باندې د سپينو ويښتانو بدلون او رنګ جايز دي،رسول الله صلی الله عليه وسلم د ابوبکر صديق رضی الله عنه پلار ته وفرمايل:
« غَيِّرُوا هَذا واجْتَنبُوا السَّوادَ »[9].
ژباړه: دا سپين والی په رنګ سره تغير کړه او له تور رنګ څخه پرهيز کوه .
حتی په نکريزو باندې د ويښتانو سره کول مستحب دي[10].
مګر په تور رنګ باندې د ويښتانو رنګ کولو په اړه منع راغلي ده « واجْتَنبُوا السَّوادَ » او په اړه يې د علماوو تر منځ اختلاف دی چې ځنې وايي مکروه دی او ځنې وايي حرام.
ابن عباس رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «يكونُ قومٌ يخضِبُون في آخرِ الزَّمانِ بالسَّوادِ كحَواصِل الحمامِ لا يَرِيحون رائحةَ الجنَّةِ»[11].
ژباړه: په آخر زمان کې به داسې خلک وي چې دوی به تور رنګ لګوي لکه د کوترو سينې، هغوی به د جنت بوی هم و نه ويني .
امام نوَوي رحمه الله په شرح مسلم (۱۴/۸۰) کې وايي : صحيح قول دا دی چې په تور رنګ رنګول حرام دي او ځنې وايي مکروه دي خو مختار قول حرمت دی په دليل د دغه حديث شريف : «و اجتنبوا السَّوَاد » .
و الله سبحانه وتعالی اعلم .