قــرآن کــریــم کــې د شــپــږو خــبــرو ذکــر:
د شپږو خبرو ذکر په قرآن کریم کې ډېر په تفصیل سره راغلی دی، زه مختصر هغه ذکر کوم بعون الله تعالیٰ:
۱- مسئله د توحیده:
چې د الله جل جلاله په ذات باندې یقین جوړول دا ضروري څیز دی، او د مخلوق نه خپل یقین کټ کول پکار دي، که ملائک وي، که پیغمبران وي، که اولیایې کرام، بزرګان، او که پیران وي چې دوی هېڅ اختیار د اُلُوهیت اوربُوبیت د الله جل جلاله په بادشاهۍ کې نه لري.
۲- تصدیق د رسول الله صلی الله علیه وسلم:
چې محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم رښتینی پیغمبر وګڼئ.
۳- جهاد في سبیل الله تعالیٰ:
د دغه مسئلې د توحید لپاره او د دې د اِشاعت لپاره جهاد کول د الله جل جلاله د رضا لپاره.
۴- اِنفاق في سبیل الله تعالیٰ:
د دغه مسئلې د خورولو لپاره خپل مال خرچ کول د الله جل جلاله په لاره کې.
۵- تصدیق د قرآن کریم:
چې قرآن کریم رښتینی کتاب وګڼئ او پدې کې د کمي او زیاتي نه ځان بچ کړئ او د قرآن کریم په باره کې د غلطو خلکو په شان عقیده ونه ساتئ.
۶- په قیامت ایمان راوړل:
او هغه رښتینې او صادقه ورځ ګڼل چې الله جل جلاله به په هغې کې د خپلو بندګانو سره حساب کوي، څوک به بښي، او څوک به عذاب ته وړاندې کوي.
الله جل جلاله دې مونږه ټول مؤمنان د کامل ایمان خاوندان کړي، او الله جل جلاله دې مونږه ټولو مؤمنانو ته د قرآن او سنت د پوره عمل کولو توفیق راکړي. امین یارب العالمین.
اخـوکـم: طـلـحة الـخـیـر"الـخـراسـانـي"