د سهار وختي پاڅېدنه غوره چاره ده. زموږ محبوب نبي همېشه تر لمر راختو څو ساعتونه مخکي د تهجد لپاره راکښېنستی، امام ابو حنیفه به ستوري ولاړ وه اودس به ئې کوی، د امریکا درېیم رئیس جمهور توماس جیفرسن ټول ژوند تر لمر ختو مخکي پاڅېدی. د ایپل شرکت اجرائیه رئیس ټیم کوک هره ورځ پر ۳:۴۵ له خوبه پاڅېږي. که سهار وختي پاڅېدنه له تاسو څخه لوی څوک جوړ نه کړي، لږ تر لږه خپلو موخو ته خو به مو ورسوي.
را به سو د راکښېنستو اسانه لارو ته:
۱. په کراره ځان عادت کړئ:
که غواړی وختي را کښېنئ، نو په اول وار دوه ساعته وختي مه را کښېنی، بلکي کرار کرار په ۱۵ یا ۲۰ دقیقو وختي کولو سره ځان عادت کړی. که په یو وار دوه ساعته تغیر راولی، نو ګنګس به یاست.
۲. وختي بیده سئ: که داسي و نه کړی، نو سهار وختي پاڅېدل به درته ستونزمن وي.
۳. سهارنی پلان ولرئ:
که وختي را پورته سی، نو څه به کوی؟ د سهار د کارو پلان ماخستن جوړ کړی، سهار تر لمانځه او تلاوت وروسته په خپلو کارو پسې سئ، که کارونه و نه لری، نو بیا خوب درځي.
۴. سهارنۍ (د سهار خوراک) وکړئ:
د سهار لخوا خوندوره غذا خوړل هغه څه دي، چی طبیعت به مو در راسته کړي. هڅه وکړئ، چي په سهارنۍ کي کاربوهایډر