د یوه صحابي د بهادرۍ له ویاړ ډکه کیسه!
د اسلام دوهم خلیفه «عمر رضی الله عنه» یو لښکر رومیانو سره د جګړې لپاره ولېږه، د هغوی په مینځ کې یو نومیالی اتل “عبد الله بن حذافة بن قیس السهمي «رضی الله عنه» هم وو.
جګړې تر ډېرو ورځو دوام وکړ؛ د رومیانو واکمن «قیصر» د مسلمانانو جنګیالو ته ګوته په غاښ دی! د هغوی د مقاومت، جرئت او مېړانې تر څنګ په دې فکر کې دی؛ چې څنګه مرګ ته په خندا ورغاړې وځي..
امر یې وکړ، چې د مسلمانانو یو اسیر (بندي) زما په وړاندې راولئ!
هغوی “عبد الله بن حذافة” راوست، په داسې حال کې، چې د لاسونو، پښو او زولنو شرنګهار یې وېده زړونه وېښول، د هغه په وړاندې یې ودراوه.
د رومیانو واکمن تر ډېرو پوښتنو، وروسته د هغه پوهې او ځيرکتیا ته حیران شو؛ ورته یې وويل:
-د نصرانیت دین ومنه چې، له بند څخه دې آزاد کړم، له خپل دین (اسلام) سره مخه ښه وکړه!
هغه «رضی الله عنه» ورته وويل: نه!
یاد واکمن ورته وويل: نصرانیت ومنه نیمایي پاچایي به تاته وبښم!
هغه «رضی الله عنه» ورته بیا وويل: نشم کولای!
یاد واکمن ورته وويل: نصرانیت ومنه نیمایي پاچایي به تاته وبښم او له ماسره به په حکومتي چارو کې شریک یې!
هغه «رضی الله عنه» ورته ځواب ورکړ: نه! په ستر څښتن مې دې قسم وي، چې ستا، ستا د پلار، عربو او عجمو پاچایۍ راته وبښې، د یوې شېبې لپاره به هم له سپېڅلي دین څخه بېل نشم!
هغه د سخت غضب او غصې پر مهال وویل:
-نور مې حوصله ختم شوه؛ باید و دې وژنم!
هغه «رضی الله عنه» ور غبرګه کړه: ومې وژنه!
درباریانو ته یې امر وکړ: په یوه لرګي یې را وځړوئ، چار پېره پرې د غشو ګزارونه پیل کړئ!
یاد ظالم ورته د نصرانیت بلنه ورکوله؛ خو ده مبارک ترې انکار کاوه، د مرګ شېبې یې شمېرلې.
هغه چې کله د یاد اتل قوي ایمان او خلیلي هوډ ولید، امر یې وکړ: زندان ته یې را کش کړئ؛ خواړه او د څښلو اوبه پرې بندې کړئ، تر څو له تندې او لوږې څخه مړ شي!
هغوی یاد څېزونه پرې بند کړل، تر دې چې هغه د مرګ سره لاس او ګرېوان شو؛ نو شراب او د خنزیر غوښه یې ورته وړاندې کړه.. یاد صحابي «رضی الله عنه» چې هغه کله وليدل؛ ویې فرمایل:
-په الله قسم چې زما په ځلاند دین کې د ځان د ژوند، خوندي ساتلو په پار راته روا هم دي، چې ویې خورم؛ خو له دې امله چې کفار په خپل پلان کې بریالي نشي، نه یې خورم.
نوموړي قیصر ته یاد خبر ورسېد، هغه د سمو خوړو په ورکولو سپارښتنه وکړه.
(تکتیک یې بدل کړ) دا ځل یې درباریان په دې وګومارل، چې له حسن او ښایست څخه بډایه ښځه له هغه سره خوشې کړئ، ویې پوهوئ، چې د زنا لور ته یې وهڅوي.. هغوی همداسې وکړل، یوه «بربنډه» فاحشه یې ورسره ننویسته.
خو دا تکتیک او پلان یې هم له خاورو سره خاورې شو؛ ځکه هغه مبارک د هغې پر لور مخ هم نه ور اړاوه. یاده فاحشه له زندانه په داسې حال کې را ووته، چې تندی یې ګونځې او له غضب نه سره-شنه کېدله؛ ویې ویل: داسې وګړي ته مو وسپارلم؛ نه پوهېدم، چې هغه انسان دی او که د صحرا کاڼی؛ هغه والله که په دې پوهېدی؛ چې زه نر یم که ښځه.
کله چې قیصر نا امیده شو؛ نو امر یې وکړ: یو د میسو دېګ له ګرمو تېلو ډک کړئ. هغوی همغسې وکړل، هغه مبارک یې د یاد دېګ په وړاندې ودراوه، یو په زولنو کې تړلی بندي یې د هغه په مخکې جوش کړل شوو تېلو ته ور واچاوه؛ څه مهال وروسته یې سپین ورېت کړل شوي هډونه د تېلو پر سر راښکاره شول؛ هغه مبارک یاد دردمن حالت څاري.
هغه لعین بیا د نصرانیت بلنه ورکړه داسې یې انګېرله، چې اوس به بې له ځنډه د نصرانیت دین ومني؛ خو هغه مبارک بیا د تېر په څېر انکار وکړ.
هغه سخته په غضب شو؛ ویې ویل: نور یې تېلو ته ور ټېل وهئ. هغوی چې کله د دېګ په لوري کش کړل او د اور تاو یې حس کړل؛ ویې ژړل! د ملغلرو په څېر رڼې اوښکې یې پر مخ راغلې.
یاد لعین خوشاله شو؛ چې نصرانیت ته یې ګواکې غاړه کېښوده، ورته یې وويل: نصراني شوې، داسې داسې به دې ونازوم!
هغه مبارک ور غبرګه کړه: نه!
–قیصر: نو بیا ولې ژاړې؟
–عبد الله: په دې ژاړم، چې ستر څښتن یو روح را کړی؛ هغه دا دی د هغه (جل جلاله) تر رضا او خوښۍ یې ځاروم، کاشکې د وېښتانو په شمار روحونه (ارواګانې) مې لرلای او هر یو د هغه (جل جلاله) د رضا او خوښۍ په موخه رانه بېل شوی وای!
قیصر نور نا امیده شو، ورته یې وویل: راشه سر مې ښکل کړه، نور به دې آزاد کړم.
هغه مبارک ورغبرګه کړه: بیا به ټول بندیان آزادېږي!
قیصر ورسره ومنله...
هغه مبارک ور وخوځېد، د قیصر سر یې ښکل کړ، په دې توګه ټول مسلمان بندیان له بند څخه آزاد کړل شول.
کله چې د خپل خلیفه (عمر رضی الله عنه) پر لور وخوځېد، هغه ته خبر ورسېد، چ ګرځي او چي معمره شي بيايې ژوند تر حيوان هم بد تره شي.