صلی الله تعالی عليه وسلم – په امر ترسره شوی و، بيا هم د ام المؤمنين ام حبيبې – رضي الله تعالی عنها – لومړنی خاوند په حبشه کې مرتد (نصراني) شو، ډېر شراب به يې څښل او همالته د ارتداد په حال کې مړ شو، او بيا رسول الله – صلی الله تعالی عليه وسلم – له نوموړې سره واده وکړ.
په فتاواي عثماني کې له شيخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني صيب څخه پوښتنه شوې، چې ډېری مسلمان ځوانان چې په غربي هيوادونو کې نيشنليټي (تابعيت) ترلاسه کوي، نو د دې تابعيت ترلاسه کولو له پاره په پېژندپاڼه کې ځان (غيرمسلم) ليکي، ايا په دې سره دوی د اسلام له کړۍ وځي، او که نه؟
نوموړي په ځواب کې په زغرده ويلي: «داسې عمل ترسره کوونکی مرتد (بې دينه) کيږي». ځکه چې د ايمان په شرايطو کې (اقرار باللسان) هم داخل دی.
۲- د کافرانو له اخلاقو اغېزمن کېدل.
۳- خپل اولاد ارتداد او کفري اخلاقو ته وړاندې کول.
د قران کريم په ايتونو کې له تدبر وروسته څرګنديږي، چې د نوح – عليه الصلاة و السلام – زوی او مېرمن، او د لوط – عليه الصلاة و السلام – مېرمن – که څه هم د نبوت د کورنۍ خلک وو – د کافرانو له اخلاقو اغېزمن شول، او خاتمې يې خرابې شوې. معاذ الله تعالی
*د مخنيوي لارې چارې:*
کېدای شي، له پوهانو او مفکرينو سره له سلا مشورو وروسته اسلامي امت په تېره بيا زموږ ګران هيواد او هيوادوالو ته د دې پېښ مصيبت د مخنيوي ښې، کاميابې او اسانه لارې چارې په ګوته شي؛ خو زما په اند به دا دوه لارې هم د دې مشکل په مخنيوي کې مرسته وکړي:
۱- د دعوت او ارشاد مسؤلينو ته دنده ورکړای شي، چې مسلمانان د اسلامي ټولنې، اسلامي نظام او تر هغه لاندې د ژوند کولو په اهميت وپوهوي، په زړونو کې يې د اسلامي هيوادونو (په ځانګړي ډول د خپل هيواد او هيواد ته د خدمت) مينه راوټوکوي، د کفري هيوادونو او په هغو کې د استوګنې شرعي او دنيوي تاوانونه ورته بيان کړي، د کفري هيوادونو او ټولنو کرکه يې په زړونو کې پيدا کړي.
۲- په هيواد کې دننه ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي، که په خپل هيواد کې ټولو ځوانانو ته د کار فرصت نه برابريږي، بيا دې نورو اسلامي هيوادونو ته واستول شي.
*پايله:*
نو پورتنۍ قضيه يوازې سياسي يا اقتصادي اړخونه نه لري، بلکې له ديني او عقيدوي اړخه هم ډېره خطرناکه ده، او دا زموږ شرعي مسؤليت دی، چې د دې خطرناک غربي پلان په مقابل کې ټول شته امکانات په کار واچوو، او مسلمانانو (په ځانګړي ډول افغانانو وروڼو او خويندو) ته د دې لويې او وژونکې بلا له خولې نجات ورکړو.
م.حافظ خاکسار