*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
https://t.me/hktjhjgfj8jbgdkcfjmgd880
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*د انسان په وجود کې د الله تعالى نعمتونه !*
*الله تعالى په خپل کتاب قرآنکريم کې فرمايلي دي :*
*(وَفِىٓ أَنفُسِكُمْ ۚ أَفَلَا تُبْصِرُونَ)*
*ژباړه :*
*او پخپله ستاسي پخپل وجود کښي (د عبرت نښاني دي) ايا تاسي په ځير كتونكي نه ياست ؟*
*دغه مبارک آيت انسان هڅوي تر څو په خپل ځان، اهل وعيال، خپل کور، کار، سلامتيا، خپلو دوستانو او د خپل چار چاپېر په هر شي کې فکر وکړي.*
*که چيرې انسان يوازې خپل وجود ته دقيق ځير شي ډير داسې نعمتونه به ومومي چې ډير لوړ ارزښت او قيمت لري،*
*فقط دا يوه پوښتنه راته ځواب کړه ستا روح چې ليدل کيږي هم نه څومره ارزښت لري؟ او يو څوک يې قيمت پوره کولاى شي او که نه؟*
*زه يې تاته يو څو نور مثالونه هم وړاندې کوم.*
*۱- الله تعالى تاته ښکلى شکل او ښائسته بدن درکړى چې د نړۍ په ډيرو انسانانو کې ستا مثال نه موندل کيږي.*
*۲- الله تعالى تاته دوې ښکلې سترګې درکړې دي، ايا ته دا يوه سترګه د اُحد غره په اندازه په سرو زرو ورکوي؟*
*۳- الله تعالى تاته فصيحه ژبه درکړې چې د خپلې خوښې مطابق ښکلې خبرې پرې کوي، او د شيانو خوندونه پرې معلوموي، آيا ته آماده يې خپله ژبه په ډيرو ښکلو او دنګو ماڼيو بدله کړې، تر څو ته ګونګى شې؟*
*۴- الله تعالى تاته دوه ښکلي لاسونه درکړي چې هر کار پرې انجامولاى شې، آيا ته دا خوښوي د الماسو، ياقوتو، سرو زرو، سپينو زرو، مرجانو او داسې نورو غميانو په بدل کې ستا يو لاس غوڅ شي؟*
*۵- الله تعالى تاته دوې ښائسته پښې درکړي دي، چې هر ځاى ته پرې تللې شي، که د نړيوال بانک ټولې پېسې تاته درکړل شي آيا ته آماده يې په مقابل کې يې خپلې پښې ورکړې؟*
*٦- دي ته ورته ډير نعمتونه شته چې ته يې لرې مګر په قدر يې نه پوهيږي مثلا:*
*(ښائسته وجود، خوله، پوزه، سترګې، ښکلى مخ، غوږونه، غاښونه، سر، ښائسته ويښتان، لاسونه، پښې زړه…او داسې نور)*
*له دې څخه پرته ډير نور نعمتونه هم ستا سره شته زه يې ځکه نه ليکم چې ليکنه اوږديږي، بيا لوستونکي ورسره خسته کيږي، ته پخپله قلم او کتابچه راواخله او ويې ليکه مګر زه مطمئن يم چې د الله تعالى له خوا درکړل شوي نعمتونه ليکلى او حسابولى نه شې.*
*انسان د يوه نعمت په قدر هغه وخت پوهيږي کله چې نعمت ترې واخستل شې، نو مخکې لدې چې شته نعمتونه در څخه واخستل شي ، نو مناسبه دا ده چې د الله تعالى درکړي نعمتونه وپيژنې ، سالمه استفاده ترې وکړې ، د الله تعالى د رضايت لپاره يې وکاروې ، او د الله تعالى شکر اداء کی*
*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
*.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*