Репост из: مخلص جان
دلته داسې میندې هم شته.
لیکوال: قاري مخلص جان
تازه د ځوانی په بر ورګډ زلموټکی ځوان طالب ځوی یې د هیواد د ازادۍ په پار د طالب جهادیانو لیکو ته ورګډ شو او په همدې ارمان کې دشهادت شیرین جام نوش کړ.
خو مورکۍ یې لا هم نه ده خبره. د کلي او ګاونډ دجهادي صف ملګرو یې ورته ویلي دي چې ځوی د بندي دی راخلاص به شي.
ګرانې مورکۍ یې چې د بندیانو د خلاصیدو غږ اوریدلی دي له خوشالی څخه په جامو کې نه ځاییږي.
مورکی یې یو بل ته زیري ورکوي چې لښتې ځیګر مې را روان دي.
د خپل کلي له طالبانو پوښتنه کوي چې زما د ځوي معلومات ونشول ؟
زما ځوی به کله راخلاصیږي. ؟
مورکی یې خبره نه ده چې زلمکی طالب ځوی د خاورو لاندې دی.
زه وایم ـــ اې د شهید طالب مورکی!
که زندانیان خپلو کورونو ته راغلل او ستاسو د کلي په لارو او کوڅو کې د زنداني طالبانو میندو خپلو بچیانو ته د خوشالی امیلونه په غاړه کې ور اچول.
او ته لاهم د خپل شهید طالب بچي په انتظار د کلي لارې او کوڅې څارې.
زه وایم ـــ اې د شهید طالب مورکی!
هغه وخت چې ته د خپل لښتې ځیګر له راتګ څخه نا امیده شې.
زه وایم ـــ اې د شهید طالب مورکی!
هغه وخت چې تا د خپل شهید نازولي طالب جان ځوی په انتظار کلونه کلونه تیر کړل او بیا یو څوک درته د ګران بچي د شهادت زیری درکړي.
زه وایم ــ اې د شهید طالب مورکی!
په دغه ورځ به ستا په زړه د یوه زورور غم خنجر سل ځایه پورې ورې ووځي.
په دغه ورځ به دې زړه ترک وچوي. په دغه ورځ به د هیواد په لر او بر کې یو لوي ماتم وي.
په دغه ورځ به له هغو میندو څخه هم د غه ستره خوشالي واخلې د چا چې بچیان سهي سالم خپلو کورونو ته راغلي دي.
زه وایم ــ اې د شهید طالب مورکی!
په دغه ورځ چې په تا به د خپل خواږه بچي نازولي طالب جان دشهادت غږ کیږي.
د غه د دنیا پر مخ ولاړ غرونه د ونړيږي.دغه ولاړ اسمانونه د راولویږي.
او د رب العزت عظیم عرش د ولړزیږي.
یا الاهي ...!
دلته په زرګونو داسې نورې میندې هم شته.
ته یې په زړه د صبر پټی کښیږده .