Репост из: پښتو شعرونه pashto sherona
ستا د حسن سِپارې نعت شریف
ستا د حسن سِپارې په سترګو لولم
ستا د میني کلِمې په سترګو لولم
هر مضمون دی په زړه پوري جنتي دي
دا ستا ښکلي صحیفې په سترګو لولم
سترګی سترګی شم یوازی راته ښکاري
د ښکلا دي ائینې په سترګو لولم
هم په ویښه هم په خوب کي راسره وي
انځور ستا د مدینې په سترکو لولم
و ښکلا ته دي ایره لکه لونګ شم
و وصال ته دي ډیوې په سترګو لولم
چې د خیال په دنیاګۍ مې را نازل شې
اوښکي اوښکي شم لیمې په سترګو لولم
که په حیص دي زه غلام تپاند زُهاد شم
د خوښۍ به زه شیبې په سترګو لولم
@pashto32
ستا د حسن سِپارې په سترګو لولم
ستا د میني کلِمې په سترګو لولم
هر مضمون دی په زړه پوري جنتي دي
دا ستا ښکلي صحیفې په سترګو لولم
سترګی سترګی شم یوازی راته ښکاري
د ښکلا دي ائینې په سترګو لولم
هم په ویښه هم په خوب کي راسره وي
انځور ستا د مدینې په سترکو لولم
و ښکلا ته دي ایره لکه لونګ شم
و وصال ته دي ډیوې په سترګو لولم
چې د خیال په دنیاګۍ مې را نازل شې
اوښکي اوښکي شم لیمې په سترګو لولم
که په حیص دي زه غلام تپاند زُهاد شم
د خوښۍ به زه شیبې په سترګو لولم
@pashto32